پنجشنبه , اگست 19 2021
کور‌پاڼه / افغانستان / ولسمشر غني: د ولايتي شورا مستعفی شوي وکیلان بېرته خپلو دندو ته ورګرځېدلى شي

ولسمشر غني: د ولايتي شورا مستعفی شوي وکیلان بېرته خپلو دندو ته ورګرځېدلى شي



کابل – ولسمشر غني وايي، د ولايتي شورا هغه ۸۲ وکیلان چې ولسي جرګې ته د نوماندۍ لپاره یې استعفاوې کړې وې، هغوی به بېرته خپلو دندو ته ور وګرځي، خو په دې شرط چې کومه قانوني ستونزه ونه لري.

ولسمشر غني پرون د ولایتي شوراګانو د همغږۍ شورا غړو سره په چهار چنار ماڼۍ کې د لیدلو پر مهال دغه پرېکړه کړې ده.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ناستې په پیل کې د زابل د ولایتي شورا رئیس عطامحمد حق بیان او د پروان د ولایتي شورا رئیس غلام بهاوالدین جیلاني د نورو په استازیتوب د خپلو موکلینو او اړوندو ولایتونو د ستونزو د شریکولو ترڅنګ د وکیلانو امنیت ته د لا زیاتې پاملرنې په خاطر د دې غوښتنه وکړه، چې وزارتونه او ادارې دې د ولسونو د ستونزو د حل په برخه کې له دوی سره همکاري او همغږي زیاته کړي.

هغوی څرګنده کړه، تل یې د نظام د ټینګښت، د امنیت او ثبات د تامین، د قانون د حاکمیت او د ولسونو د ستونزو د حل لپاره  هلې ځلې کړې او په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

ولسمشر غني هم د دغې ناستې پر مهال وویل هغه ۸۲ وکیلانو چې استعفاوې یې کړې، هغوی به بېرته خپلو دندو ته ور وګرځي، خو په دې شرط چې کومه قانوني ستونزه ونه لري. دى وايي، د محلي حکومتولۍ ښه والي ته پاملرنه زیاتېږي او په ولسوالیو کې د جامع جوماتونو ترڅنګ اداري کمپلکسونه او نور تاسیسات جوړېږي.

دا وګورئ

«لحظات فرار متفکر»

طنز سوریا متفکر در حالیکه با بکس دستی اش بسوی هیلی کوپتر روشن شده میدود ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *