دوشنبه , اکتوبر 23 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / آيا موږ د خپل برخليك واك لرو؟

آيا موږ د خپل برخليك واك لرو؟

فراه ته دوه سوه تنه امريكايي عسكر ورسېدل، دغه هېواد دا اعلان هم كړى چې په راتلونكي پسرلي كې به د هلمند ولايت ته درې سوه تنه سمندري ځواكونه واستوي.

نه يې فراه ته د دوه سوه تنو پوځيانو په استولو كې افغان حكومت پوښتلى ؤ او نه هلمند ته د پوځيانو په استولو كې دغه زحمت ګالي.

خو په پټو سترګو هم د فراه والي د امريكايي پوځيانو د ورتګ هركلى كوي او هم نور چارواكي. دلته اساسي پوښتنه دا ده چې د افغانستان خپلواك حيثيت او مقام چېرته دى؟

كه امريكايان اعلان كوي چې نور يې پوځي ماموريت ختم دى، دوى ورسره آمين كړي، كه له اعلان پرته امريكايي بې پيلوټه الوتكې زموږ پر كليو او كورونو بمبارۍ كوي، نه څوك شته چې وپوښتي د دغه نااعلان شوي جنګ معنا څه ده او هغه د جنګي ماموريت د ختمولو اعلان د څه لپاره ؤ؟

له دې چلن څخه ښكاري چې امريكا د امنيتي تړون له لاسليك سره زموږ په هېواد كې د MTN تر تړون زيات ناليكلي واكونه او امتيازات ترلاسه كړي، ناليكلي په دې معنا چې اوس نه امريكا د پوځونو د زياتولو او كمولو په اړه له يو طرفه اعلان پرته پر څه اصولو، مشورو او اجازه ځان پابند بولي او نه په افغانستان كې له ولسمشره تر وروستي افغان پورې داسې څوك شته چې د امريكا پر خپلسرۍ او بې اصولۍ نيوكه او اعتراض وكړي، كه يې وكړي هم د اورېدو ځاى نشته، د حكومت په نامه داسې كومه مرجع نشته چې د مشرانو جرګې د اعتراض په څېر دغسې مسايل ور وړل شي او زموږ د ملي حاكميت او ملي ګټو په رڼا كې پرې خبره وشي.

فراه او هلمند ته د عسكرو د اعلان خبره خو علني كېږي، اصلاً په شمال كې چې د ترهګرۍ  صادرولو لپاره كوم ترتيبات روان دي، د داعش او طالب په نامه چې كومې مرموزې لوبې دوام لري او هره ورځ چې زموږ كور او كلى په وير ډوب وي، دا ټوله معامله هماغسې ګونګه ده چې نه يې په مقابل كې ولسي غبرګون ښكاري، نه دا د ولس په وينو او غوښو پړسيدلي سياسي كركټرونه پر دې څه غبرګون ښيي، نه حكومت او چارواكي د دومره لويو ستونزو او مسايلو په تړاو د خپل مسووليت احساس كوي.

امريكا د يوه بد مغزه ولسمشر په مشرتابه د افغانستان په شمول په سيمه او نړۍ كې د بېساري وحشتونو پيلولو ته تياريږي، له بده مرغه زموږ ولسونه د بې شپانه رمې او بې مشره ټولنو په څېر د فاجعو د پېښېدو په انتظار دي، هغه فاجعې چې زموږ پر كليو، زموږ پر ښارونو او زموږ پر خپلو محلو به راځي. د ملت مرګ كه دا نه وي نو څه به وي؟ آيا موږ په ريښتيا متحرك مړي نه يوو؟!

دا وګورئ

تشريفاتي خواخوږي ناورين نه ختموي!

ولسمشر غني پرون سهار د ګردېز د وروستي بريد د غمځپليو كورنيو د تسليت لپاره ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *