سه شنبه , جون 27 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / د تروريزم پر خلاف د اسلامي هېوادو د ائتلاف تر شا

د تروريزم پر خلاف د اسلامي هېوادو د ائتلاف تر شا

عزيز چوپان

د يوه نوي رپوټ له مخې ۳۹ اسلامي هېوادونو يو نوى ائتلاف تشكيل كړى دى. دا ائتلاف د تر هګرۍ پر وړاندې تشكيل شوى چې مركز به يې په رياض كې وي او د دې ائتلاف مشري د پاكستان پخواني لوى درستيز جنرال راحيل شريف ته وركړل شوې چې تازه تقاعد ته سوق شو او خپل ځاى يې جنرال قمر جاويد باجوه ته پرېښود.

دا يوه غنيمت خبره ده چې لږ تر لږه د نړۍ ۳۹ اسلامي هېوادونه په يوه خبره سره يو خوله كېږي؛ خو د دې كار پر وړاندې ګڼې ننګونې پرتې دي چې په لاندې كرښو كې پرې غږېږو:

تر ټولو لومړۍ ننګونه دا ده چې تر اوسه پورې «ترهګري» يا تروريزم تعريف نه شو. كه څه هم چې هر سياسي قاموس راواخلې د تروريزم په باب يو تعريف په كې موندلاى شې؛ خو خبره دا ده چې هغه تعريفونه دا عمومي ستونزه نه شي حل كولاى. په كار دا ده چې د ملګرو ملتو د امنيت شورا تروريزم تعريف كړي، دا تعريف به نسبتاً ټولو ته يو د منلو وړ تعريف وي، كه څه هم په امنيت شورا كې د دې شورا د پنځو دايمي غړو او خصوصاً د امريكا نقش معلوم دى. كله چې د ملګرو ملتو د امنيت شورا تروريزم ته يو داسې تعريف چې ټولو ته د منلو وړ وي رامنځته كړي. نو دا به معلومه شي چې تروريزم څه دى او تروريست څوك دى. اوس خبره ټوله سرچپه روانه ده. امريكا د خپلو هغو ټولو جناياتو سر تروريسته نه ده؛ خو عراق او ليبيا او په سر كې يې صدام حسين او معمرالقذافي تروريستان وو. اسرائيل سره له دې چې د «صبرا» او «شتيلا» خونړۍ پېښې يې ترسره كړې او په زرګونو فلسطينيان يې شهيدان كړل يا اوس يې هم د جناياتو لړۍ روانه ده، يو تروريست هېواد نه دى او هغه مظلوم او بې كوره شوي فلسطينيان تروريستان دي، په مجموع كې ناتو يو تروريست سازمان نه دى، خو د افغانستان هر بچي ته چې دوى ته په كركه وګوري د تروريست په سترګو كتل كېږي. په دې توګه ګورو چې «تروريزم» خپلو استعماري اهدافو ته د استعمارګر لوېديځ خصوصاً امريكا د رسېدو په لار كې يوه وسيله ده. يوه امريكايي قوماندان خو په افغانستان كې دا هم ويلى وو چې زموږ سپي څوك وداړه هغه تروريست دى، دا نو د فرعونيت انتها ده، معنا دا چې چاته هم امريكا تروريست ووايي هغه تروريست دى او بايد ټوله نړۍ هغه ته، دا كه فرد وي يا كوم سياسي سازمان يا هېواد تروريست ووايي. خبره دا ده چې كوم سالم ضمير او وجدان به يو دغسې فرعوني قضاوت ومني. امريكا د دموكراسۍ تر دروغجنې ادعا لاندې ځان د فرعونيت تر ټولو لوړ مقام ته رسولى او نړيوالو ته په نامستقيمه توګه وايي چې زه ستاسې خداى يم (العياذبالله) او زه چې څه ووايم هغه بايد بې چون و چرا ومنئ. دا خو خداى دى چې بايد خبره يې بې چون و چرا ومنل شي او بيا په دوهم قدم كې د هغه خوږ پيغمبر چې خداى تعالى وايي هغه له ځانه خبره نه كوي؛ بلكې څه چې وايي، هغه، هغه څه دي چې د خداى له خوا ورته وحى كېږي، اوس په نړۍ كې چې چا هم د امريكا تفرعن ننګولى، هغه ته تروريست وايي چې د امريكا او ورسره يې د لوېديزو انډيوالانو دا ډول قضاوت سهي نه دى او نه يې څوك مني.

بله دا چې دا اوس چې د اسلامي هېوادو كوم ائتلاف رامنځته شوى، دوى بايد تروريزم تعريف كړي چې دوى چا ته تروريست وايي؟ كه چېرې سعودي د يمن حوثې ملېشې د مذهبي تفاوتونو له مخې تروريستې بولې دا قضاوت هم سهي نه دى؛ ځكه د يمن مسأله كه هر څه ده؛ خو يوه كورنۍ مسأله ده چې بايد په كورنۍ كچه ورته د حل يوه لار پيدا كړاى شي. كه چېرې ايران د مذهبي هماهنګۍ تر عنوان لاندې يا د يمن حوثيانو ته د مرستې لاس غځوي، يا د لبنان حزب الله ته د مرستې لاس غځوي يا د بشارالاسد مرستې ته دانګي؛ نو د ايران دغه ډول قضاوت هم د منلو نه دى. دا اوس چې د ۳۹ اسلامي هېوادو كوم ائتلاف جوړېږي، دا په حقيقت كې د تروريزم پر خلاف نه؛ بلكې د ايران د شيعي حركت پر وړاندې يو ائتلاف دى، اصلي هدف د تروريزم د ټكونې په پلمه له يوې خوا د ايران كنترول دى او له بلې خوا د هغو حركتونو سركوبول دي چې له يوې خوا د لوېديځ د استعماري حركتونو مخالف دي او له بلې خوا د هغو واكمنانو مخالف دي چې د لوېديځ په ركاب كې ځغلي او خپلې ملي ګټې يې د هغوى د ګټو په لار كې استخدام كړي دي. كه چېرې دغه مزدور او پرديپال واكمنان د دغو استقلال غوښتونكو حركتونو له قيادتونو سره كښيني، زه فكر نه كوم چې مزدور واكمنان به د هغوى پر وړاندې د كولو خبره ولري؛ نو دلته هم تروريزم بې تعريفه پاتې شو؛ نو چې تروريزم مشخص نه كړا ى شي بيا مبارزه د چا پر وړاندې؟

درېيمه دا چې د كوم هېواد يو لوړپوړى جنرال د دې ائتلاف په سر كې وټاكل شو، دغه ټاكنه ډېره عجيبه ده؛ ځكه د هغه هېواد له تروريزمه پر ملاتړ تورن دى. هغه پوځ چې جنرال شريف يې څو كاله مشرتوب وكړ پر دې تورن دى چې په خپل هېواد كې هغه افراد چې نړۍ يې تروريستان بولي، روزي او بيا يې نورې نړۍ ته استوي چې د كشميري جنګياليو روزنه او تجهيز او همدارنګه د افغان حكومت او ولس پر خلاف د جنګيدونكو ډلو روزنه او تجهيز يې ډېره ښه مثالونه دي؛ نو هغه څوك چې خپله تروريزم ته وده وركوي، هغه په دغسې يوه پست ټاكل د دې معنا نه لري چې لېوه د غوښې سرخان كړه؟

زه پخپله پر دې باور يم سره له دې چې اوس دا مسأله بالكل رسوا شوې ده چې له تروريزم نه د يوې سياسي حربې په حيث كار اخستل كېږي؛ خو بيا هم نړيوال ځواكونه لګيا دي په ډېره سپين سترګۍ له دې رسوا حربى نه كار اخلي ځكه چې زورور دي او مشهوره خبره ده چې د زورورو اوبه پر غره هم خېژي.

دلته بايد دې خبرې ته متوجه واوسو چې د غرب شيطاني قوتونه غواړي چې اسلامي نړۍ دومره له پښو وغورځوي چې بيا په پيړيو كې د سر راپورته كولو جوګه نه شي. د لوېديځوالو لومړنى ارمان دا و چې پخوانى شوروي له پښو ولويږي چې دا كار وشو؛ خو روسانو وكړاى شو د پوتين په قيادت كې بېرته پر پښو ودرېږي او په اوكرايين او سوريه كې د امريكايي اهدافو مخه هم ډپ كړي، چې اوس د يوه تازه رپوټ له مخې د امريكا په سلګونو ټانكونه له ۳۵۰۰ عسكرو سره د جرمني خاورې ته داخل شول چې د روسيې سرحداتو ته نژدې يې د ناټو په سنګرونو كې ځاى پر ځاى كړي، دا چې د دې حركت په مقابل كې به روسيه كوم ګام اخلي دا به هم ژر معلوم شي؛ خو تر پخواني شوروي او بيا د پخوانۍ يوګوسلاويا تر له پښو غورځولو وروسته د لوېديځ ستر هدف دا و چې اسلامي نړۍ تس نس كړي چې موږ له افغانستانه تر منځني ختيځ پورې د اسلامي هېوادو حالات ګورو؛ خو د منځني ختيځ هغه هېوادونه چې له امريكا سره همغږي وي او پاكستان چې يواځنى اسلامي هېواد دى چې په اتومي قوت بدل شوى، بايد پر دې پوه شي چې دوى هم پاتې كېدونكي نه دي، يو هغه ده چې داسې شرايط راشي چې د امريكا او اروپايي استعمار لاس ورته ونه رسېږي چې هغه به يو استثنايي حالت وي؛ نور كه دوى سل ځله ځان د امريكا غوا ته خوسى خوسى كړي د يوه اسلامي هېواد په حيث يې هم نه پرېږدي.

اسلامي نړۍ بايد په ټوله كې پر دې فكر وكړي چې څرنګه پر يوه پليټ فورم سره را ټوله شي. كه چېرې امريكا او اروپا يا په ټوله كې يهودي –صليبي هېوادونه سره يوه خوله كېداى شي؛ نو پر دوى څه شوي دي چې سره يوه خوله شي او په ګډه د اسلامي نړۍ د ستونزو په اړه سره يوه ګډه حل لاره وسنجوي او تطبيق يې كړي.

دا وګورئ

له افغانستان سره د پاكستان يو اړخيزه سوداګري

عزيز چوپان د دوو هېوادو ترمنځ سوداګري يوه عادي خبره ده، دا سوداګري د دوو ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *