چهارشنبه , مارچ 1 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / د بهرنيانو پوځي اډې؛ د جګړې د دوام تر ټولو لوى لامل

د بهرنيانو پوځي اډې؛ د جګړې د دوام تر ټولو لوى لامل

پرون د جګړې ضد خوځښت تر عنوان لاندې يو شمېر سياسي او مدني فعالانو په هېواد كې د روانو بدمرغو جګړو د دوام پر لاملو رڼا واچوله او د يوه خبري كنفرانس په ترڅ كې يې له ولس څخه وغوښتل چې د سولې د ټينګولو لپاره لاسونه سره وركړي.

په دې ناسته كې د پوهنتون استادانو او يو شمېر مهمو څېرو پر دوو ټكيو ډېر ټينګار درلود.

لومړى دا چې د سولې په مخ كې تر ټولو ستر خنډ په هېواد كې د بهرنيو پوځونو پوځي اډې دي چې اوس يې دا دي د سيمې د نورو هېوادونو لاسوهنې او نيابتي جګړې ته زمينه برابره كړې ده.

دوهم دا چې تراوسه پورې د افغان حكومت لخوا د سولې لپاره داسې جدي هڅې نه دي پيل شوې چې زموږ د ولس دغه ستر ارمان تر سره كړا شي.

واقعيت دا دى چې دغه دواړه ياد ټكي ريښتيا دي، د امريكا او ناټو ځواكونو پوځي شتون دا دى اوس د سيمې په كچه د روسيې او نورو هېوادونو غبرګونونه راپارولي دي، كه دغه غبرګونونه په مناسبه بڼه ځواب نشي هېواد به مو خداى مه كړه تر اوس هم زيات په جګړو او بدمرغيو كې راښكېل شي.

دا چې اوس زموږ په رسنيو او سياسي محافلو كې دغه اندېښنه ښودل كېږي چې افغانستان خداى مه كړه د سوريې په څېر د لويو ځواكونو د سيالۍ او جګړې پر ډګر بدل نشي، دا هسې هوايي خبرې هېڅكله هم نه دي، دغه ګواښ په يوه ترخه حقيقت بدليدونكى دى.

يو شمېر ياران په يو اړخيز ډول په دغه مساله كې روسيه، ايران او نور ګاونډي پړه بولي چې ولې له طالبانو سره اړيكې ټينګوي، په داسې حال كې چې دا د ستونزې حل هم نه دى او د كوم لوري د مداخلې مخنيوى هم پرې ناشونى دى.

امريكا چې په زرګونو كيلو متره لرې په يوه هېواد كې د پوځي اډو جوړولو او د يوه ولس په قتل عام كې خلاص مټ لري او دې ته لارې جوړوي د سيمې هغه هېوادونه چې خپل امنيت ته ګواښ احساسوي ولې به د دې وضعې ننداره كوي؟

واقعيت دا دى چې امريكا هم خپل شعارونه له لاسه وركړي او هم يې په دغه روانه جارحانه بڼه د افغان ولس په شمول د سيمې او نړۍ ولسونو ته زغم ګران شوى دى، دې پوښتنې ته نه امريكا ځواب لري او نه يې اردليان چې افغانان به آخر تر څو د دوى د وحشتونو په اور كې سوځي؟ له  امريكا سره امنيتي تړون چې د ډېرى افغانانو لپاره په سواليه بدل دى، د هېواد لپاره د امن سبب شو او كه د نيابتي جګړو ګواښ؟ له بده مرغه حكومت اوس هم له امريكا سره د ړندې معاملې په جوش كې دى، حكه د ولس او د ولس د مشرانو او مدني فعالانو مسووليت نور هم دروند شوى دى.

نور دا د هېواد د برخليك خبره ده، افغانان كه اوس هم د جګړې د ختمولو او د سولې د راوستلو لپاره يو پراخ ولسي غورځنګ پيل نه كړي، ښايي سبا ته بيا دا فرصت هم ونه لري.

دا وګورئ

جګړه؛ چا ته كاروبار چا ته مصيبت

د ولسمشر غني دغه خبره سل په سلو كې ريښتيا ده چې د طالبانو مشران ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *