یکشنبه , اپریل 30 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د مشرانو جرګې غړي: هلمند ته د ۳۰۰ امریکايي سرتېرو استول به هلته جګړه نوره هم پراخه کړي

د مشرانو جرګې غړي: هلمند ته د ۳۰۰ امریکايي سرتېرو استول به هلته جګړه نوره هم پراخه کړي

امریکا باید هلمند ته د یادو سرتېرو د استولو پر ځای په افغانستان کې د روسیې او سیمې هېوادونو مداخلو ته له زمینه سازۍ لاس واخلي

په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو حضور پخوا هم ښې پایلې نه درلودې او د امریکا د دفاع وزارت تازه پرېکړه به په ټوله جنوب لوېدیځه حوزه کې جګړه پراخه کړي

د هلمند وضعیت د وړاندوېینې وړ نه دی، که په دې ولایت کې امنیتي وضعیت همداسې دوام وکړي، ۱۰۰۰ امریکایي پوځیان به هلته ځای پر ځای شي(عبدالجبار قهرمان)

کابل – په راتلونکي پسرلي کې هلمند ولایت ته د ۳۰۰ امریکايي سرتېرو د استولو په تړاو د امریکا د دفاع وزارت پرېکړې د دغه ولایت خلک اندېښمن کړي دي.

په ملي شورا کې د هلمند استازي وايي چې په دې ولایت کې د بهرنیو ځواکونو حضور پخوا هم ښې پایلې نه درلودې او د امریکا د دفاع وزارت تازه پرېکړه به په ټوله جنوب لوېدیځه حوزه کې جګړه پراخه کړي.

په مشرانو جرګه کې د هلمند استازي رحمت الله اڅکزی او شېر محمد اخوندزاده او د دې جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د امریکا د یادې پرېکړې په غبرګون کې د امنیتي تړون د لغوې غوښتنه کوي او وايي چې واشنګټن باید هلمند ته د امریکايي سرتېرو د استولو پر ځای په افغانستان کې د سیمه ییزو هېوادونو مداخلې ته له زمینه سازۍ لاس واخلي.

بل پلو په هلمند کې د افغان ځواکونو اوپراتیفي مسوول عبدالجبار قهرمان وایي، د هلمند وضعیت د وړاندوېینې وړ نه دی، له همدې امله د هغه په وینا که وضعیت د ۳۰۰ امریکایي ځواکونو په راتګ سره هم کنټرول نشي، نو پلان داسې جوړ شوی چې هلمند ته د تلونکو امریکایي ځواکونو شمېر به ان تر ۱۰۰۰ تنو لوړ شي.

دا وګورئ

پخوانى ولسمشر حامد کرزى د مسکو نړيوال امنيتي کنفرانس كې: د امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې سرچپه پایلې ورکړې دي

د ترهګرۍ اصلي پټنځایونه او مرکزونه له مینځه لا نه ړل، نو ځکه اوس داسې ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *