یکشنبه , مارچ 26 2017
کور‌پاڼه / کلتور او ادب / د پسرلي پر نقد، يو نقد!

د پسرلي پر نقد، يو نقد!

ليلا خُرم

د ويسا قدرمنې ورځپاڼې د مرغومې ديارلسمې نيټې په ګڼه كې مې په څلورم مخ كې چې عموماً ادبي او ذوقي مطالبو ته ځانګړې وي د ښاغلي ايمل پسرلي هغه نقد ولوست چې د شهيد موسى شفيق د داستانونو د انځوريزو ځانګړتياو په باب ليكل شوى و.

همداسې چې منتقد ليكوال په خپله مقاله كې كاږلي، اوسنى پښتو ريښتيا هم د داستان ليكنې د لوړو او پرمختلليو هنري ځانګړنو څخه چې يو يې هم انځور جوړونه ده او ليكوال پكې په خپل مهارت ښائي زماني، مكاني حالات انځور كړي، ډېره كمزورى ده او موږ به د پښتو د معاصرې داستان ليكنې له پيل څخه بياتر اوسه داسې په ګوتو شمار داستان ليكونكي ومومو چې د داستان ليكنې دا معاصر هنري الزامات يې په خپلو ليكنو كې په ښه توګه په نظر كې نيولي وي او زموږ د دې ګوتو شمار داستان ليكونكو د لړۍ په سر كې ښاغلى موسى شفيق بايد ياد شي كه څه هم د ده لنډ داستانونه په شمېر كې كم او دلاس دګوتو له شمېره هم كم دى خو د معاصرى داستان ليكنې ډېر لوړ هنري خصوصيات په ځان كې لري. ما د ښاغلي شفيق د پښتو او دري داستانونو كوچنۍ ټولګه ډېره پخوا په پېښور كې لوستې وه او د ده لوړ او ژور تفكر، ليد، قلم او هنر ته حيرانه شوې وم. ښاغلي ايمل پسرلي هم د شهيد موسى شفيق لنډ پښتو داستانونه د اوسني نړيوالې پرمختللې داستان ليكنې سره په پرتله ستايلي او په هغو كې يې د خپل وخت زماني او مكاني حالاتو ژوندۍ انځور جوړونې ته اشاره كړې ده چې بالكل سمه او پر ځاى اشاره ده. ريښتيا هم د ښاغلي پسرلي، د شفيق د داستانونو يوې مهمې ځانګړني ته پام شوى دى او هغه يې ډېره پرځاى را برسېره كړې. د كابل ښار د څلويښتو كالونو مخكې څېرې انځور يعني د ښار د زړه په كوڅو كې د كاناليزاسيون نشتوالى د لويو خټينو ديوالونو تر شا لوى باغونه او پراخ پاخه عصري كورونه چې اكثره د نوي ښار او شاوخوا سيمو تصوير دى. په دې ډول لويو كورونو كې د يوې عصري پارټي يا محفل انځور چې په هغو كې نر او ښځي ګډ سره غړيږي خنديږي او خبرې كوي او … دا د هغه وخت ښاري لوړي طبقې د ژوند يو سيده انځور دى چې ډېر ښه بيان شوى. شهيد موسى شفيق غالباً د همدې طبقې د بهرني محيط كوڅو او د هغو بد حال د هغوى د كورونو له منځ او په هغو كې د راټولو شويو خلكو د ظاهري حالاتو لباس، خوراك، د پرمختللې نړۍ سره د هغوى د ارتباط او تمايل څرنګوالى او د تمدن او مدرنيزم څخه د دوى په تېره د ځوانانو لاس ته راوړنې او برداشت، ډېر ماهرانه او د يو تريخ طنز په نغښتلو د داستان په مفهوم كې، بيان كړي دي، خو زموږ ګران ليكوال ښاغلي پسرلي د داستان دا طنزى مفهوم د هغو د انځوريز پيغام په مينځ كې ليدلى نه دى يا به يې هم ليدلى وي خو بې اهميته ورته ښكاره شوى.

ښاغلي ايمل د مرحوم شفيق د (د غني كاروان) له داستان څخه د ښه انځوريز بيان د بېلګې په توګه دا ديالوګ راوړى:

«د پاريس نه كله راغلې؟ درې، څلور مياشتې كېږي.

– ته هلته وې چې د برژيت باردو زوى وشو؟

– نه، زه د فرانسې جنوب ته تللى وم

– عجب، ته څنګه په هغه وخت كې د پاريس نه د باندې تلى چې د برژيت باردو زوى كيده؟

ډاكټر صاحب موسكى شو او ويې ويل چې زه د طب ډاكټر نه يم»

او دا طنزى ديالوګ يې پرته له دې چې د هغو اصلي مفهوم د دمې انځور جوړونې په هدف كې وويني د دې طنز بيان په ظاهري كلماتو كې ليدلى او دا ظاهري حالت يې بيا د نن ورځې افغاني ښاري ژوند (په تېره د كابل ښار) سره پرتله كړى او داسې نتيجه يې ترې اخيستې: «ها له، لږ تر لږه ځينو پيغلو سينما ليده، د شانزه ليزې له نڅاوو خبرې وې، له پردو سړو سره ناسته ورته ډېره عيب نه وه…»

شهيد موسى شفيق د خپل تحصيل او لوړې پوهې، د دنيا د بېلابېلو هېوادونو څخه د شناخت، پراخ ليد او ژور احساس سره ښايي دا داستان او په هغو كې د كابل د ښاري لوړپوړيو كورنيو ژوند په دې هدف نه وي انځور كړى چې دهغه وخت د يوې ځوانې مكتبى عصري پيغلې چې د اروپا آخري موډ جامې يې هم په ځان كې دي، سينمايي معلومات يا په ګډو پارتيانو كې ناسته پاسته وستائې؛ بلكې د دې انځوريز ديالوګ څخه مطلب د هغه وخت د لوړ پوړې ښاري نوي نسل د عملي، ادبي او اكاډميكې خلا بيان دى  په داسې حال كې چې برعكس د هغوى قلمي معلومات بيا بې له دې چې د قلم د داستان ليكونكي هم د يوه ليكوال په حيث وپيژني يا كومه خاصه توجه يې نامه او كتاب ته ولري، د هاليوود تر كچې رسېدلى چې دا داستان د عصري علمي- هنري پرمختګونو څخه زموږ د ټولنې د هغه وخت ښاري لوړپوړي تر نوى نسل او په تېره پيغلو نيمګړيو او نارسا لاس ته راوړنو ته يوه هنري اشاره ده چې ښاغلي پسرلي بيا د نن ورځ د پيغلو د معلوماتو او آزادۍ سره پرتله د حسرت وړ حالت بللى.

پرته له دې چې لا اقل پر دې هم لږ پام واړوي او سوچ ورته پيدا شي چې څنګه د داسې يوې پرمختللې ښاري افغاني نجلۍ په ذهن كې «ډاكټر» نوم يوازې د طبيب لپاره استعمالېداى شي؟

ځكه په داستان كې قهرمان د فرانسې څخه د ادبياتو د ډاكټرۍ اسناد راوړي او ځان پيغلې ته د ادبياتو د ډاكتر په نوم ورپيژني؛ خو پيغله فكر كوي چې دى د طب ډاكتر دى او هغه هم داسې ډاكتر چې د هغې فلمي ستورې د مشكل د پاره ښائي ورته حاضروي.

د ښاغلي پسرلي دا برداشت د داستان له دې انځوريز ديالوګ څخه متأسفانه د همغه طنز تكرار ته ورته دى چې ليكوال په خپل داستان كې غوښتي هغه تصوير كړي.

ښاغلي پسرلي چې غالباً د خپل ژوند ډېره موده يې له هېواده لري په غرب كې تېره كړې او د خپل هېواد ښاري ژوند او په تېره د كابل ښار ژوند د غربي ميډيا له عينكو ويني او عملاً ورسره مخامخ شوى نه دى نو خبر نه دى چې كه پوهه او تمدن په فلمي معلوماتو درلودو كى وي د نن ورځ ښاري لوړ پوړې كورنۍ او په هغو كې پيغلې د انترنت په مرسته له ځائي باليود څخه نيولى تر هاليوود پورې ډېر پراخ معلومات لري. كه پوهه او تمدن په ګډو محافلو او پارتيانو كې وي نو څه په كابل او څه په يو څو نورو سترو ښارونو كې نه يوازې چې پيغلې او ميرمنې له سړو سره ګډه ناسته پاسته لري؛ بلكې د تلويزيوني چينلونو څخه هم ډېرى آزادې! پيغلى ښكاره كېږي كه پوهه او تمدن د نڅا په زده كړه كې وي خو زموږ په اوسنۍ ښاري ټولنه كې دا پوهه او تمدن تر هربل وخت زياته شوې ده او دې ته ضرورت نشته چې موږ د هغو پخوانيو آزاديو او مدرنيزم پر نشتون افسوس وكړو.

خو له خپلې زاويې هم كه د داستان انځورونه وڅېړو نو په هغو كې به يو بل حالت وګورو چې كه پوهه او تمدن په علمي او تكنالوژيكو معلوماتوكې وي كه څه هم چې اوسنى جنګ وهلې افغاني ټولنه ترې لرې پاتې ده؛ خو بيا هم ددې لرې والي فيصدي په ښاري مكتبي ځوانانو او پيغلوكې تر دې حده هم ټيټه نه وي چې دوى په علمي درجو كې د دوكتورا درجه د طبابت له ډاكټرى څخه فرق نكړي چې همدا يوه خبره هم كيداى شي د پخوا په پرتله د اميد څرك وي او تشويش ته اړتيا نشته.

دا وګورئ

خضر آشیان

فدا محمد فایض خضر آشیان نام سومین و آخرین مجموعۀ شعری استاد مرحوم گل آقا  ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *