سه شنبه , جون 27 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / د بغلان وروستۍ پېښه؛ د اسلاميت، افغانيت او انسانيت پر خلاف جنايت او بس.

د بغلان وروستۍ پېښه؛ د اسلاميت، افغانيت او انسانيت پر خلاف جنايت او بس.

په بغلان ولايت كې د سكرو د كان د كارګرو وژنه له جنايت او وحشت پرته نه بل نوم لري نه بل تعبير، دا له افغان دښمنۍ، اسلام دښمنۍ او انسان دښمنۍ پرته بل تعريف هم نه لري.

د بې ګناه كارګرو دغه وژنه زموږ ولس ته د خطر زنګ دى، حكومت او چارواكيو ته لوى ګواښ دى، او دا ساده مساله هېڅكله نه ده چې څو ځله زموږ د يوه قوم عام وګړي داسې په بې رحمۍ او قساوت وژل كېږي.

د دې وژنو معنا دا ده چې هېواد مو د يوې بدمرغې توطيې ګرداب ته لويدلى دى، كه ولس او چارواكي غفلت وكړي په لويه غميزه بدلېداى شي.

دلته د افسوس ځاى دا دى چې چارواكي دغه ډول پېښو ته ساده توجيه لري، ګواكې د هېواد د دښمنانو كار دى! دوى معمولاً دغسې پېښې غندي او له غمځپليو كورنيو سره خواخوږۍ او همدردۍ ښيي. خو يوازې د خواخوږۍ په پيغامونو د ولس درد نه دوا كېږي، يوازې په غندلو دغه غميزه نه ختمېږي، موږ به تر څو يوازې دا اورو چې (نور موږ ته داسې جنايات د زغم وړ نه دي!) دا دي وينو چې د همدې كليشه يي او بې معنا پيغامونو له خپرېدو سره د دغه ډول جناياتو بهير دوام لري.

اوس خو پر دې فكر په كار دى چې د هېواد له غېږې د وير او ماتم د دغه بهير د ختمولو لپاره يوې نوې لارې او نوښت ته اړتيا ده.

دا نه د ساده طالب كار دى او نه په ټوله كې دغه ستونزه او توطيه افغاني ده، چې كله مو د سر سړي يو يو را نه اخلي، كله مو د  قومي دښمنيو لنبو ته ورټېل وهي او كله مو په سياسي ډګر د ډېرو بې هويته او بې ارزښته څېرو په لاسو كې لوبوي.

ولس او په ټوله كې د ولس پوه او باضميره پاړكي ته په كار ده چې د توطيې څرنګوالى درك كړي، له يوه پلوه د ملي يووالي په روحيه د قومي ټيكه دارانو شرارتونو ته پام وكړي چې د شريك كور په منځ كې له دې پېښو د خپل بازاري سياست د تودولو هڅه ونه كړي، بل لور ته په ګډه يو داسې خوځښت رامنځته شي چې ولس مو د پرديو د حضور په باب پر واقعيتونو ولاړ دريځ غوره كړاى شي. تر هر څه ړومبى بايد زموږ ولس پر دې وپوهول شي چې د بغلان د وروستۍ پېښې په څېر جنايات د افغان او مسلمان كار نه دى، دا د هېڅ قوم اوهېڅ يوه سياسي او مذهبي پاړكي په ګټه نه دى، دا د اسلام او انسانيت خلاف عمل دى، بايد ولس يې له يوې توطيې پرته بل څه ونه ګڼي.

دا وګورئ

لعنت په داسې ډيموكراسي!

خبره پر دې نه ده چې پدرام او ډله يې څه ډول نظريات لري، څه ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *