سه شنبه , جون 27 2017
کور‌پاڼه / تحلیل / د اساسي قانون « كليزه » كه «تلين»؟

د اساسي قانون « كليزه » كه «تلين»؟

ف، فايض

اساسي قانون زموږ يوه ملي وثيقه ده، اساسي قانون يواځې زموږ نه چې د هر ولس ملي وثيقه ګڼل كېږي. زموږ په هېواد كې د لومړي ځل لپاره اساسي قانون، د امان الله خان په وخت كې جوړ شو چې هغه مهال به يې ورته اساسي نظامنامه ويله. امان الله خان پخپله په هېواد كې د دويم مشروطيت محصول و، د مشروطيت د نهضت اساسي هدف چې د لومړى ځل لپاره د امير حبيب الله خان په وخت كې يې تاداو د مولانا واصف الكوزي شهيد په لاسو كېښودل شو او بالاخره په همدې لار كې د امير په حكم شهيد هم كړاى شو دا و چې بايد هېواد له مطلقيته وايستل شي او د قانونيت خواته بوتلل شي.

دوهم ځل د محمد نادر خان په وخت كې اساسي قانون تجديد شو او په هغه پسې د ظاهر شاه په زمانه كې بيا د داوود خاان د جمهوريت په وخت كې او همدغسې د كمونستانو په وخت كې خو مجاهدين ديته ونه رسېدل چې اساسي قانون تسويد او تصويب كړي او همدارنګه طالبانو؛ خو په دې پسې په ۱۳۸۲ كې د پخواني ولسمشر حامد كرزي په وخت كې اوسنى اساسي قانون تسويد، تصويب او توشيح شو چې په رسمي بڼه نافذ او تراوسه پكې كوم بدلون نه دى راوستل شوى.

د تأسف ځاى دا دى چې په دغومره اوږده موده كې، د يوه پاچا په واكمنۍ كې هم اساسي قانون په سهي معنا نه دى نافذ كړاى شوى، بس هر څه چې د حاكمې طبقې په ګټه وو هغه يې عملي كړي؛ خو كوم څه يې چې په زيان وو هغه يې نه دي عملي كړي او د بيان ازادي خو په يوه دوره كې هم نه وه، خو د حامد كرزي په وخت كې د بيان ازادي تر ډېره پورې رعايت شوه او كه ووايو چې دا د ښاغلي كرزي تر ټولو لويه لاسته راوړنه وه مبالغه به مو نه وي كړي؛ البته داسې هم نه چې د ښاغلي كرزي د دورې په نيمګړتياو چورلټ سترګې پټې كړاى شي، كه داسې وشي؛ نو انصاف به نه وي. كله چې اشرف غني په ۲۰۱۴ (۱۳۹۳) كې ولسمشر شو په پيل كې خو هڅه وشوه چې خبره د ډكټيټرشپ خواته بوځي او له همدې تنګې او تيارې فضا نه په گټې اخستنې سره خپل هغه پلانونه چې ولس به ورسره توافق ونه لري، عملي كړي؛ خو د مطبوعاتو مقاومت هغه دې ته اړه كړ چې د بيان ازادۍ ته غاړه كښيږدي، كه څه هم چې متأسفانه په ډېرو مواردو كې ان له همغه ۱۳۸۰ نه را په دې خوا د بيان له ازادۍ نه ناوړه ګټه هم واخستل شوه چې دا هم بالكل په خير نه بولو؛ خو په ډېرو مواردو كې د بيان له ازادۍ نه مثبته ګټه هم اخستل شوې چې دا برخه يې د ستاينې وړ ده؛ د بېلګې په توګه كله چې د اشرف غني له خوا له امريكايانو سره په پټو سترګو او ډېره بېړه امنيتي تړون لاسليك كړاى شو او بيا له پاكستان سره په پټه استخباراتي لوزنامه لاسليك كړاى شوه؛ نو رسنيو پر دې اقداماتو معقولې نيوكې پيل كړې او د هغو زيانونه يې په ګوته كړل؛ خو په اصطلاح د ملي وحدت حكومت وغوښتل چې په دې اړه د دموكراسۍ او بيان ازادۍ له پولونه پښې اخوا واړوي او د ځينو رسنيو مسؤولو مديرانو ته خو د امنيتي اورګانونو له خوا ګواښونكي تلفونونه هم وشول؛ خو رسنيو دغسې ګواښوونكو تلفونونو پروا ونه كړه او بلكې د ګواښ پر سبا يې په ورځپاڼه كې هم وليكل چې د ورځپاڼې مسؤول مدير د امنيتي سرچينو له خوا وګواښل شو چې يو ښه مثال يې د ويسا ورځپانې مسؤول مدير دى.

زه دا منم چې د پخواني ولسمشر ښاغلي كرزي په دوره كې ډېر فرصتونه ضايع شول، ډېرى داسې قدمونه واخستل شول چې هغه نه له ملي مصلحت سره اړخ لګاوه نه له حقيقت سره؛ د بېلګې په توګه له روسانو سره د جهاد ټول ثمر د يوې جبهې په ځولۍ كې اچول او تر ټولو لوړ معنوي القاب په هغو پورې تړل؛ خو ډېر داسې كارونه هم وشول چې سړى پرې حساب كولاى شي، د بېلګې په توګه د اساسي قانون رامنځته كول، د بيا ازادي او دې ته ورته نور اقدامات؛

خو متأسفانه په تېر حكومت كې هم خواوشا نوي موارد په توګه كړاى شول چې اساسي قانون په كې نقض شوى و؛ خو اوسني حكومت د اساسي قانون پښتۍ ورماتې كړې، له هغې جملې نه  پخپله د اوسني حكومت جوړښټ. پخواني حكومت كه څه ستونزې لرلې نو لږ تر لږه حكومت خو همغه حكومت و چې په اساسي قانون كې تعريف شوى او په ګوته كړاى شوى و.

په هر حال زموږ اساسي قانون په ۱۳۸۲ كې جوړ، توشيح او نافذ كړاى شو، حكومت كال په كال د اساسي قانون د تصويب كليزه نمانځي چې سږ كال هم ونمانځل شوه خو زه نه پوهېږم چې موږ بايد د دې قانون كليزه ونمانځو كه يې تلين؛ ځكه له اساسي قانونه خو خلكو چاقو جوړ كړى چې د مخالف لوري په ګېډه يې ورمنډي او خپله پرې بادرنګ سپينوي. په داسې حال كې چې اوسنى حكومت له اساسي قانون سر ښكاره په ټكر كې د امريكا د بهرنيو چارو د وزير جان كېري د فشار تر سيوري لاندې جوړ شو او وخت پر وخت يې زموږ سترګو سترګو ته هم كوي او بيا لګيا دي داساسي قانون كليزه نمانځي؛ كومه كليزه؟ دى حكومت خو اساسي قانون په حقيقت كې وژلى. اساسي قانون وايي چې ولسمشر به د ديني ارزښتونو او ملي ګټو ساتونكى وي خو زموږ ولسمشر ځي له همسايه ګانو سره غلچكۍ لوزنامې لاسليكوي او په دې اړه چې پرې كوم تورونه ولګول شول د هغې له سپيناوي نه يې هم ډډه وكړه، چې د عام عرف له مخې هم سكوت د رضا په معنا دى او دا شرعي صبغه هم لري. له بلې خوا حكومت له اساسي قانون سره په ټكر كې جوړ كړاى شو، دا چې دې حكومت ته ناقانونه حكومت ويل كېږي، كاملاً ريښتيا خبره ده . زما په اند بايد دا حكومت د دې قانون تلين ونمانځي نه كليزه، ځكه اساسي قانون خو يې بڼكه بڼكه كړ؛ نو كوم اساسي قانون چې دوى يې كليزه نمانځي؟ اوسنى حكومت چې زه د ملي وحدت نوم هم ورته مناسب نه او بلكې يو «اسم بدون مسمى» بولم بايد هم له اساسي قانون بښنه وغواړي او هم له ولسه، څومره به ښه واى چې يوه همدغسې غونډه يې جوړه كړې واى او فقط له اساسي قانون او ولسه يې په كې بښنه غوښتې واى؛ نو ولس خو به بيا هم ويلى واى چې ورځه حكومت خو خپله ملامتي ومنله، په اوسنى وخت كې كه څه هم ولس ډېر ټكول شوى او مظلوم واقع شوى، خو تر ټولو زيات اساسي قانون مظلوم واقع شوى، كه چېرى اساسي قانون مظلوم نه واى واقع شوى، نو نور قوانين به هم چې د اساسي قانون په سيوري كې جوړ شوي، مظلوم نه واى واقع شوي او چې په مجموع كې قانون مظلوم نه واى واقع شوى، ولس به هم مظلوم نه واى واقع شوى.

زما ګيله يواځي له حكومته نه ده؛ بلكې ګيله مې له ولسه هم ده چې ولې دومره د غفلت په خوب ويده دى، ولي نه راپاڅېږي او له حكومته خپل حقوق نه غواړي، دحكومت بيوسي هېڅكله هم يو معقول عذر نه دى، زموږ حكومت خو په لوى لاس تذليل ته غاړه ايښې ده.

دا وګورئ

له افغانستان سره د پاكستان يو اړخيزه سوداګري

عزيز چوپان د دوو هېوادو ترمنځ سوداګري يوه عادي خبره ده، دا سوداګري د دوو ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *