سه شنبه , جون 27 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / د چارو شنونکي د جان کېري تازه څرګندونو په غبرګون کې: د کېري څرګندونې د افغانستان په چارو کې د امریکا پر مداخلې اعتراف دی

د چارو شنونکي د جان کېري تازه څرګندونو په غبرګون کې: د کېري څرګندونې د افغانستان په چارو کې د امریکا پر مداخلې اعتراف دی

امریکا د ملي وحدت حکومت په رامنځه کولو د افغانستان اساسي قانون تر پښولاندې کړ او د ریاستي نظام پرځای یې یو ګډوډ نظام رامنځته کړ

د اوسني حکومت مسوولیت د هغو کسانو پرغاړه دی چې دا ناقانونه جوړښت یې منلی

د ملي وحدت حکومت په نوم اوسنی ناقانونه جوړښت نه یوازې دا چې د اساسي قانون خلاف دی بلکې د سیاسي اصطلاحاتو په قاموس کې ځای نه لري

کابل – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هغه څرګندونې د حقوق پوهانو له غبرګون سره مخ شوي، چې ویلي یې وو د امریکا په منځګړیتوب د ملي وحدت حکومت په جوړیدو سره د کورنۍ جګړې مخنیوی شوی.

د چارو شنونکي وايي، چې امریکا خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره د ملي وحدت حکومت په نوم په افغانانو داسې یوه ناکامه طرح و تپله کړه، چې امریکا یې له کلونو د تطبیق په لټه کې وه.

د کابل پوهنتون استادان طاهرهاشمي او فیض محمد ځلاند وايي، د ملي وحدت حکومت په نوم اوسنی ناقانونه جوړښت نه یوازې دا چې د اساسي قانون خلاف دی بلکې د سیاسي اصطلاحاتو په قاموس کې ځای نه لري او مسوولیت یې د هغو کسانو پر غاړه ده، چې دغه ناقانونه جوړښت ته یې غاړه ایښې.

شنونکي وايي، اوس، چې د ملي یووالي حکومت له عمر څخه څه باندې دوه نیم کاله تیریږي د حکومت مشرانو ترمنځ اختلافات پرځای دي، لسګونه زره افغانان د هېواد پرېښودو ته اړشول، ډیری ولایتونه د نا امنیو شاهد دي او د طالبانو ترڅنګ یو شمېر نورو ترهګرو ډلو هم سرونه را پورته کړي دي.

په همدې حال کې د پوځي چارو کاروپوه عتیق الله امرخېل جان کېري د افغانستان د اوسنیو بدبختیو بنسټ اېښودونکی بولي او وایي، چې هغه په د ملي وحدت حکومت د بنسټ په اېښودلو د افغانستان اساسي قانون تر پښولاندې کړ او د ریاستي نظام پرځای یې یو ګډوډ نظام رامنځته کړ چې تر اوسه یې ولسمشر او اجراییه رییس د قدرت پر ویش سره نه جوړیږي. نوموړي همدارنګه ویسا ته وویل ، چې د ملي وحدت حکومت په را تګ سره نه یوازې کوم مثبت بدلون راغلی نه دی بلکې نا امنۍ، بد بختۍ او بیوزلۍ لا هم پسې زور اخیستی دی.

د کورنۍ جګړې د مخنیوي په هدف د ملي وحدت حکومت پر جوړیدو د جان کېري څرګندونې داسې مهال تر سره کېږي، چې د شنونکو په باور امریکا د ملي یووالي اوسنی حکومت د خلکو د ارادې خلاف رامنځته کړ او هره ورځ یې د سیاسي مشروعیت په تړاو اندیښنې ډېرېږي.

دا وګورئ

عبدالکریم خُرم: حکومت د امریکا په حمایې ډیموکراسي له مینځه وړي

مظاهرې او اعتراضونه د خلکو حق دی، په چاودنو او ډزو د معترضینو وژل د ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *