سه شنبه , جون 27 2017
کور‌پاڼه / سرمقاله / د اساسي قانون كليزه؛ د اساسي قانون د ماتوونكيو لخوا!

د اساسي قانون كليزه؛ د اساسي قانون د ماتوونكيو لخوا!

د پنجشنبې په ورځ په ارګ كې د اساسي قانون د ۱۲ مې كليزې په درناوي غونډه وه، په دې غونډه كې ولسمشر غني او ډاكټر عبدالله دواړو خبرې وكړې.

معمولاً په داسې غونډو كې اساسي قانون د سرې كرښې په توګه يادېږي چې بايد ټول افغانان  يې درناوى وساتي، پر دې سربېره كله چې له طالبانو او حزب اسلامي سره د دولت د سولې او جوړجاړي خبرې كېږي نو (اساسي قانون) او اوسنۍ لاسته راوړنې چې معمولاً د يارانو له هغو څخه خپل مادي او مانيز امتيازات موخه وي، د سروكرښو په توګه يادېږي.

خو آيا دا ډېره عجيبه نه ده چې د اساسي قانون پر قبر دريدلي د ملي يووالي حكومت مشران د اساسي قانون د درناوي او ارزښت په ياد غونډې جوړوي؟

ډاكټر عبدالله په همدې غونډه كې بيا هم پر دې ټينګار كوي چې (د ملي يووالي حكومت تفاهم د اساسي قانون پرخلاف نه بلكې د يوه بحران د مخنيوي لپاره ؤ، او موږ اوس هم دې ته ژمن يو چې په اساسي قانون كې ځينې مادې تعديل شي!)

لومړى خو پوښتنه دا ده چې آيا داسې بحران ته لمن وهل څومره د وطندوستۍ او ملي ګټو په چوكاټ كې راتلاى شي چې په هغو كې اساسي قانون تر پښو لاندې كېږي؟

دوهم راځئ لږ پر دې مسوولانه بحث وكړو چې زموږ ستونزې د نظام د څرنګوالي زيږنده دي او كه نه د بهرنيو لاسوهنو او له قانون څخه سرغړونه او نه اطاعت موږ ته ستونزې جوړې كړې دي؟ له ورايه ښكاري چې زموږ د هېواد ستونزې د نظام زيږنده نه دي. يعني رياستي نظام زموږ د ستونزو سرچينه نه ده، اصلي سرچينه يې د پرديو لاسوهنې او زموږ په منځ كې پردي پالنه ده.

هم پرديو په هېواد كې ځينې څېرې ډېرې په بده بڼه وپړسولې چې د دومره پړسولو وړتيا يې هم نه درلوده، هم پخپله په افغانانو كې ځينو د خپل هېواد، خپلو ملي او ديني ارزښتونو، هويت او تاريخ د ساتنې او هغو ته د ژمنتيا پر ځاى ځانونه له پرديو لوريو سره غوټه كړي دي.

په هېواد كې د نظام د بدلون شعار زياتره د همدغسې لوريو له لوري بدرګه شوى دى.

اوس چې د اساسي قانون د ۱۲ مې كليزې په وياړ غونډه كې د اساسي قانون ماتوونكي، د دوه نيم كلنې ناكامې دورې له يوې ترخې تجربې سره، بيا هم د نظام د بدلون ډنډورې وهي، دا نو د ولس پر ضير او شعور د ملنډو په معنا دى، خو دا يې بايد په ياد وي چې ولس نه دومره بې شعوره دى او نه بې ضميره. مسخه شوي شعارونه، نور نه په ولس كې اوريدونكي لري او نه بدرګه كوونكي.  د خير لاره دا ده چې نور نه د ولس په ضمير ملنډې ووهل شي، نه د هېواد پر برخليك پرديو ته د سپېرو لوبو زمينه برابره كړو، د تېرو ترخو او ناكامو تجربو نه بايد بشپړ عبرت واخلو.

دا وګورئ

لعنت په داسې ډيموكراسي!

خبره پر دې نه ده چې پدرام او ډله يې څه ډول نظريات لري، څه ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *