یکشنبه , اپریل 30 2017
کور‌پاڼه / افغانستان / نیوزویک مجله: د امریکا هوايي بریدونه ملکیانو ته تر پخوا زیات خطرناک دي

نیوزویک مجله: د امریکا هوايي بریدونه ملکیانو ته تر پخوا زیات خطرناک دي

له هوا څخه د په نښه کېدونکو اهدافو په اړه سم معلومات نشته او امریکايي ځواکونه تر ډېره د افغان ځواکونو او ډرون الوتکو له خوا په راټولو شویو معلوماتو تکیه کوي

د اګسټ په میاشت کې د امریکا هوايي ځواکونو د هلمند په نادعلي کې د طالبانو پر یو زندان برید و کړ او د افغان امنیتي ځواکونو لسګونه تنه چې طالبانو سره بندیان وو په کې ووژل شول

واشنګتن – د نیوزویک مجلې په افغانستان کې د امریکا په هوايي بریدونو کې د ولسي خلکو د مرګ‎ژوبلې په اړه لیکنه خپره کړې او وايي چې دا بریدونه د ملکي وګړو لپاره ترپخوا زیات خطرناک دي.

خپرونه د اګسټ په میاشت کې د هلمند په نادعلي کې د طالبانو پر یو زندان د امریکا د هغه هوايي برید یادونه کړې چې ویل کېږي د افغان امنیتي ځواکونو هغه څو تنه چې طالبانو سره بندیان وو په کې ووژل شول. خپرونه وايي، تمه وه چې د ۲۰۱۵ میلادي کال په پیل کې به د طالبانو پر ضد د امریکا جګړه پای ته ورسېږي. ولسمشر بارک اوباما تر دې وخت پورې په افغانستان کې د مېشتو امریکايي سرتېرو شمېره له سل زرو څخه لس زرو ته راکمه کړه چې دوی هم تر ډېره د افغان امنیتي ځواکونو سره د روزنې او سلا مشورو په برخه کې همکاري کوله.

د نیوزویک د لیکنې په وینا پر دې سربېره امریکايي الوتکو په افغانستان کې د القاعده شبکې او د داعش ډلې پر ضد بریدونو ته دوام ورکاوه او د طالبانو پر ضد هوايي بریدونو ته یوازې د ځان څخه د دفاع په صورت کې اجازه ورکول کېده. د نیوزویک په دې برخه کې یوې بلې استثنا ته هم اشاره کوي او هغه په هغه صورت کې د طالبانو پر ضد د هوايي بریدونو ترسره کېدل دي چې د افغان ځواکونو څخه د پراخو سیمو د نیولو په درشل کې وي. لیکوال په دې اړه د طالبانو له ‎خوا د کندز د لومړي ځل نیول کېدو پېښې ته اشاره کړې چې امریکايي ځواکونو یې په ځواب کې په تیروتنه د بې سرحده ډاکټرانو یو روغتون بمبار کړ او ۴۲ ډاکتران او ناروغان یې ووژل.

سرچینه وايي، کله چې تېرکال طالبانو د کندز او هلمند په ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړ نو امریکايي ځواکونو خپل رول له سره تنظیم کړ او امریکايي چارواکو اعلان وکړ چې د دوی هوايي ځواک به اوس په فعاله توګه د طالبانو خلاف بریدونه کوي.

د خپرونې په وینا دې پریکړې یو غیرعادي وضعیت رامنځ ته کړی، هغه دا چې امریکايي ځواکونه هوايي بمبارۍ کوي، خو په سیمه کې ځمکني امریکايي سرتېري نه‎شته چې د دې هوايي بریدونو د اهدافو په اړه دقیق استخباراتي معلومات ورکړي.

نو ځکه دوی تر ډېره د افغان ځواکونو او د ډرون الوتکو له خوا په راټولو شویو معلوماتو تکیه کوي.

په افغانستان کې د امریکا د پوځ یو پخواني قومندان کریس کولینډا له نیوز ویک سره خبرو کې دا د ملکيانو لپاره تر پخوا ډېرې خطرناکې بمبارۍ بللي دي.

دا وګورئ

پخوانى ولسمشر حامد کرزى د مسکو نړيوال امنيتي کنفرانس كې: د امریکا د ترهګرۍ ضد مبارزې سرچپه پایلې ورکړې دي

د ترهګرۍ اصلي پټنځایونه او مرکزونه له مینځه لا نه ړل، نو ځکه اوس داسې ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *