پنجشنبه , اکتوبر 19 2017
کور‌پاڼه / خبرونه / پخوانى ولسمشر حامد کرزی: بهرنيوځواكونو پرافغان خاوره د پاكستان د بريدونو پرړواند چوپتيا غوره كړې

پخوانى ولسمشر حامد کرزی: بهرنيوځواكونو پرافغان خاوره د پاكستان د بريدونو پرړواند چوپتيا غوره كړې

 

بهرني ځواکونه د امنیتي تړون له مخې د افغانستان پر خاوره د هوايي ګواښونو د مخنیوي مسوولیت لري خو دغو ځواکونو د پاکستان د بريدونو په مقابل كې غبرګون نه دى ښودلى

د پاکستاني پوځیانو وروستي بريدونه د افغانستان پر خاوره ښکاره تیره دى او د دغه هېواد له حکومت څخه غواړو، چې پر افغانستان دې هر ‌‌‌‌‌‌ډول حملې بندې کړي

كابل – پخوانى ولسمشر حامد کرزی خبرداری ورکوي، چې پر افغانستان د پاکستان بریدونه به د دواړو هیوادونو ترمنځ بدبینۍ او کړکیچ ته لمن ووهي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د لاخرابیدو لامل ګرځی.

هغه وايي، که څه هم بهرني ځواکونه د امنیتي تړون له مخې د افغانستان پر خاوره له هوايي ګواښونو د مخنیوي مسوولیت لري، خو دغو ځواکونو د پاکستان د وروستیو خورو ورو راکټي بریدونو پر وړاندې چوپتیا غوره کړې.

تیره اونۍ پاکستاني هیلکوپترو په پرله پسې توګه د کونړ ولایت پر دانګام ولسوالۍ هوايي بریدونه وکړل، خو تر ټولو جدي مساله داده، چې پاکستاني پوځیانو د لومړي ځل لپاره د هیلکوپترو په وسیله د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ ګریګاه سیمه تر هوايي بریدونو لاندې ونیوله.

پخواني ولسمشر حامد کرزي چې د عبدالعلي مزاري د مړینې د ۲۱ تلین په مراسمو کې خبرې کولې، د پاکستاني پوځیانو دا اقدام یې د افغانستان پر خاوره ښکاره تیره وباله او د پاکستان له حکومت څخه غواړي چې پر افغانستان دې هر ‌‌‌‌‌‌ډول حملې بندې کړي او پرې نږدي چې د دواړو هیوادونو اړیکې غیر قابل ترمیم حد ته ورسیږي.

په هغې غونډه کې چې پرون د مزاري د٢١ تلين په مناسبت په کابل کې جوړه شوې وه،پخواني ولسمشر حامدکرزي، د ولسمشر دويم مرستيال سرود دانش،د سولې عالي شورا مشر، د کابينې ځينو غړو، په ملي شورا کې د خلکو استازو، د ځينو سياسي ګوندونو مشرانو، مخورو او  له  زرو څخه زياتو کسانو په کې ګډون کړی وو. په پرونۍ غونډه کې حامد کرزي هم وويل چې عبدالعلي مزاري په هېواد کې د عدالت غوښتنې، مساوات او برابرۍ په برخو کې هلې ځلې کړي او په دې لار کې يې خپلې وينې تويې کړې دي.

دا وګورئ

د ملي شورا غړي: د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې

  ‌په هرات، کندز، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې شپږ ځله پر ملکيانو بمبارد شوی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *