شنبه , جنوري 21 2017
کور‌پاڼه / خبرونه / والسټریټ ژورنال: چين غواړي په افغانستان کې خپله ښکېلتیا پراخه کړي

والسټریټ ژورنال: چين غواړي په افغانستان کې خپله ښکېلتیا پراخه کړي

 

په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د چین ښکېلیتا په ډراماتیکه توګه پراخه شوې ده(د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت پخواني سلاکار)

چین د افغانستان امنیت او ثبات د خپل داخلي امنیت او دوامداره اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره مهم بولي

واشنګټن – والسټریټ ژورنال ورځپانې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی چې عنوان يې دی، چین افغانستان ته د پوځي مرستو پېشنهاد کړی دی.

والسټریټ ژورنال لیکي، له افغان ځواکونو سره د چین د پوځي مرستو پېشنهاد دا معنا لري چې پیکینګ غواړي په افغانستان کې خپله ښکېلتیا پراخه کړي.

دا پېشنهاد کابل ته د تېرې فبروري میاشت په ورستیو کې د چین د لوړ رتبه پوځي پلاوي د سفر پر مهال مطرح شوی دی.

د افغانستان دفاع وزارت والسټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي دوی یو کمېسیون ټاکلی چې له چین څخه د ترلاسه کېدونکو مرستو لیست برابر کړي.

د دفاع د وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ویلي افغانستان به له چین څخه سپکې وسلې، د الوتکو پرزې او د سرتېرو یونیفورم ترلاسه کړي.

د مطلب لیکوال وايي، چین افغانستان ته دا پوځي مرستې چې د ۷۰ میلیونو ډالرو په ارزښت دي تېر کال په روسیه کې د سیمې د هېوادونو د کنفرانس پر مهال پېشنهاد کړې وې.

والسټریټ ژورنال لیکي د چین دا مرسته د هغو پوځي کومکونو په مقایسه ډېره کمه ده چې متحده ایالاتو او ناټو افغانستان ته ورکړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت پخواني سلاکار برنیت روبین والسټریټ ژورنال ته ویلي په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د چین ښکېلیتا په ډراماتیکه توګه پراخه شوې ده.

د نوموړي په خبره چین د افغانستان امنیت او ثبات د خپل داخلي امنیت او دوامداره اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره مهم بولي.

دا وګورئ

ډونالډ ټرمپ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه

امکان لري د ټرمپ لوړه پر نړۍ د امریکا د یکه تازۍ پای ته رسېدل ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *