پنجشنبه , اکتوبر 19 2017
کور‌پاڼه / خبرونه / نیویارک ټایمز: هلمند د  خونړیو جګړو ډګر ګرځېدلی

نیویارک ټایمز: هلمند د  خونړیو جګړو ډګر ګرځېدلی

 

د هلمند جګړو ددې ولایت مرکز لښکر ګاه امنیت ته هم جدي ګواښ پېښ کړی دی(د ولايتي شورا مشر)

لښكرګاه- نیویارک ټایمز ورځپاڼې په هلمند ولایت کې د پولیسو او استخباراتو پر ودانیو د تېرې چهار شنبې ورځې ډله اییز برید ته په پام یوه مقاله خپره کړې ده.

نیویارک ټایمز لیکي: هلمند چې د مساحت او نشه یي موادو د تولید له پلوه د افغانستان تر ټولو ستر ولایت دی، تېر او سږنی کال یو ځل بیا د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د خونړیو جګړو ډګر ګرځېدلی دی. ورځپاڼه لیکي، دې ویرې ته په پام چې هلمند سقوط ونه کړي سلګونه امریکايي سرتېري او پوځي سلاکاران دې ولایت ته رسېدلي چې د طالبانو پر وړاندې له افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

د مقالې لیکوال وايي، د افغان حكومت وسله والو مخالفینو تېر میلادي کال په هلمند کې زیات پرمختګ وکړ او ددې ولایت یو شمېر زیاتې برخې یې ترخپل کنټرول لاندې راوستې.

د هلمند د ولایتي شورا مشر محمد کریم اتل نیویارک ټایمز ته ویلي د هلمند جګړو ددې ولایت مرکز لښکر ګاه امنیت ته هم جدي ګواښ پېښ کړی دی.

د نوموړي په خبره د لښکرګاه ښار مهمې لوې لارې تړل شوي دي او د خلکو تګ راتګ هم محدود شوی دی.

دا وګورئ

د ملي شورا غړي: د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې

  ‌په هرات، کندز، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې شپږ ځله پر ملکيانو بمبارد شوی ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *