شنبه , جنوري 21 2017
کور‌پاڼه / خبرونه / امریکا د اسلامي حزب دوه غړي د نړېوالو ترهګرو لست کې شامل کړل

امریکا د اسلامي حزب دوه غړي د نړېوالو ترهګرو لست کې شامل کړل

 

د حزب اسلامي یادو دغو غړو د ۲۰۱۲ کال په سپټبر کې د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر مخې ته د بهرنیو وګړو پر یوه موټر برید کړی و(امريكا)

كابل – د امریکا متحده ایالاتو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب دوه غړي د نړېوالو ترهګرو په تور لست کې شامل کړل. سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې د حزب اسلامي دوه غړي؛ عبدالله نوبهار او عبدالصبور یې د نړېوالو ترهګرو په لست کې شامل کړي دي. متحدو ایالاتو ویلي، چې د اسلامي حزب یادو غړو امریکا او وګړو ته یې ګواښ پېښاوه. د متحده ایالاتو د راپور له مخې د حزب اسلامي یادو دغو غړو د ۲۰۱۲ ام کال په سپټبر کې د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر مخې ته د بهرنیو وګړو پر یوه موټر برید کړی و، چې له کبله یې ۱۲ کسان وژل شوي وو. امریکا دغه راز عبدالصبور په ۲۰۱۳ کال کې په کابل کې د امریکايي ځواکونو پر یوه موټر په ځانمرګي برید کې په لاس لرلو هم تورن کړی دی. د ویلو ده، چې د تېر ۲۰۱۵ میلادي کال په فېبرورۍ میاشت کې امریکا د عبدالله نوبهار او عبدالصبور په اړه د مالوماتو ورکولو پر سر د ۵ ملیونو امریکايي ډالرو جایزه هم اېښې وه.

دا وګورئ

ډونالډ ټرمپ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه

امکان لري د ټرمپ لوړه پر نړۍ د امریکا د یکه تازۍ پای ته رسېدل ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *