شنبه , جنوري 21 2017
کور‌پاڼه / خبرونه / ملي اردو اچین کې ۵ داعشیان وژلي

ملي اردو اچین کې ۵ داعشیان وژلي

د داعش ۵ جنګیالیو په اچین کې د ملي اردو پر پوستې د برید پلان درلود، خو موخې ته له رسېدو وړاندې د ملي اردو ځواکونو په نښه او له منځه يې یووړل(دفاع وزارت)

جلال اباد – ملي دفاع وزارت وایي، ځواکونو یې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش ۵ جنګیالي وژلي دي. له دغه وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د داعش ۵ جنګیالیو په اچین کې د ملي اردو پر پوستې د برید پلان درلود، خو موخې ته له رسېدو وړاندې د ملي اردو ځواکونو په نښه او له منځه يې یووړل. سرچینه دغه راز زیاتوي، چې په اچین کې د ملي اردو د روانو عملیاتو پر ترڅ کې تر دې مهاله د داعش ۳۰۰ غړیو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. اچین د ننګرهار هغه ولسوالي ده، چې ډېری داعش جنګیالي په کې فعال دي او وخت ناوخته ترې د نښتو خبرونه ورکول کیږي.

دا وګورئ

ډونالډ ټرمپ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه

امکان لري د ټرمپ لوړه پر نړۍ د امریکا د یکه تازۍ پای ته رسېدل ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *