پنجشنبه , مې 25 2017
کور‌پاڼه / کلتور او ادب / د علمي او كلتوري خدمتونو په وياړ ډاكټر محمد اكبر وردګ ته د علامه سيد جمال الدين افغان عالي دولتي مډال وركړ شو.

د علمي او كلتوري خدمتونو په وياړ ډاكټر محمد اكبر وردګ ته د علامه سيد جمال الدين افغان عالي دولتي مډال وركړ شو.

سږ كال د خپلواكۍ د ۹۷ يم تلين د نمانځنې په ترڅ كې په فاريس كې د افغان سفارت لخوا په يوه پرتمينه غونډه كې ډاكټر محمد اكبر وردګ ته د افغان سفير ښاغلي عبدالا له صديقي له خوا د علامه سيد جمال الدين افغان عالي دولتي نښان وركړاى شو، نوموړي ته د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د ده د كلتوري او علمي خدمتونو په وياړ دغه نښان منظور شوى ؤ همدارنګه د افغان سفارت له لوري ډاكټر وردګ ته د ده د كلتوري خدمتونو په وياړ تقدير نامه هم وركړاى شوه. ډاكټر محمد اكبر وردګ د پښتو نورو ارزښتمنو آثارو ليكوال دى، چې د افغاني فرهنګ په ځلولو كې يې ډېر د قدر وړ خدمت كړى دى

دا وګورئ

بمبارد

لیلا خُرم ساه ګانې بندې دي، اسمان چپه دى د خاورو لوټو پر سپېره خزانه ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *