کورپاڼه / سرمقاله / افغانستان خوار هېواد نه دى… خو!!

افغانستان خوار هېواد نه دى… خو!!

چارواكيو اعلان كړى چې په لنډو ورځو كې به د هېواد د كانونو په را ايستلو تر 20 مليار ډالرو پورې پانګونه وشي.

ډېر د تاسف ځاى دا دى چې نه يوازې نن بلكې د تاريخ په اوږدو كې افغان چارواكيو او ولس ته ډېر لږ د دې فرصت برابر شوى چې پر خپلو شتمنيو فكر وكړي، خپل استعدادونه او وړتياوې وارزوي او د خپل هېواد خداى وركړ يو هغو طبيعي وړتياو او شتمنيو ته پام وكړي چې يو هېواد او ولس له ځمكې نه را اوچت كړي او د پرمختلليو ولسونو سره يې همګام كړي.

موږ ته ډېر ځله پرديو هم هغه ترانې ډېرې تكرار كړې چې هېڅ نه لرو، په وچه كې ايسار له سمندره لرې، له زده كړو وروسته پاتې او د تمدن له كاروان نه ډېر لرې.

دغه خبرې تر ډېره حده ريښتيا هم دي، خو دا زموږ د ولس او هېواد  ستونزې او كمى دي، خو راځئ لږ دې ته هم پام وكړو چې زموږ هېواد د سيمې د هېوادونو په څلور لارې كې پروت دى، زموږ هېواد د اوبو د برېښنا د توليد زښت زيات ظرفيت لري، زموږ هېواد تر ځمكه لاندې داسې پريمانه كانونه لري چې د نړۍ ډېر هېوادونه يې په خوب هم نشي ليداى. افغانستان د كار  انرژي او مټې لري، كه د ټوپك پر ځاى د آبادۍ وسايل واخلي وطن به په دوو كلونو كې پر يوه ګلبڼ بدل كړي.

واقعيت دا دى چې زموږ هېواد خوار او بې وزله نه دى، دې ته اړتيا ده چې له شتمنيو او وړتياؤ يې مناسبه ګټه اوچته شي.

له بده مرغه زموږ ولس ته، زموږ روڼاندو او سياسي كړيو ته، پرديو د خپلو ناروا موخو لپاره دغه خبره په غوږو كې ورڅڅولې چې ګواكي افغانستان بې وزله او په وچه كې ايسار هېواد دى.

له همدې ځايه لاسوهنو او مداخلو ته لاره برابره شوې، له همدې تصور ه افغان ته يو ډول د حقارت حس ورتلقين شوى او دا پرې منل شوې چې كه د نړۍ مرستې او لاسنيوى نه وي دوى به د ګاونډيو په غوبل كې خوار او زار وي.

اوس چې پخپله بهرنيان پر دې اعتراف كوي چې افغانستان تر درې زره مليارد ډالرو زياتې تر ځمكه لاندې شتمنۍ لري، افغان ولس ولې دا درك نه كړي چې نور هېڅ نه وي همدغه تر ځمكه لاندې خداى را كړي نعمتونه موږ د نړۍ له پرمختلليو ولسونو سره اوږه پر اوږه درولاى شي.

البته چارواكي بايد دې ته پام وكړي چې زموږ د ولس لرې او نږدې غليمان هېڅكله هم زموږ د ولس له دغو شتمنيو څخه ناخبره او بې پروا نه دي. ډېر پام په كار دى چې زموږ دغه پټې زيرمې او شتمنۍ د هغو نورو ښكاره ؤ په څېر د نړيوالو لوټمارانو او د هغوى د كورنيو دلالانو په لاس چور او لوټ نشي.

دا هم وګورئ

welcome

په امريكا كې؛ د ولسمشر تود هر كلى؛ ولس ته كوم پيغام لري؟!

افغان ولسمشر ډاكتر اشرف غني د افغانستان درېيم مشر و چې د امريكا د پارلمان ...

پاسخ دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

شما می‌توانید از این دستورات HTML استفاده کنید: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>