21
September , 2014
Sunday

ویسا

خپلواکه، ملي ورځپاڼه

Subscribe to ویسا
Subscribe to ویسا by mail
Subscribe to ویسا

سوله د څه لپاره او له چا سره؟

پورته شویHidayat Muhammadi On June - 6 - 2011

م- شفيقي
نن د افغانستان په اړه په افغاني او نړيوالو رسنيو كې تر هر څۀ زياته د سولې او خبرو اترو مساله توده ده چې هم كلك پلويان لري او هم يو شمير مخالفين.
د سولې مخالفين ځينې داسې دلايل لري چې واقعيتونه دي، ځينې يې بيا له سولې سره د ولس د ذهنيت خرابولو په موخه دي، په زياتو رسنيو كې چې د سولې خبره په بحثونو كې شاربل كېږي عام ليدونكى او اوريدونكى له دې ذهني كشمكش سره مخامخ كړي چې اصلاً سوله امكان نه لري او دا هسې بېځايه هڅې دي.
د سولې مخالفين زياتره څو دلايل راوړي، لومړى دا چې سمه ده د دولت مخالفين دې اساسي قانون ومني، وسلې دې پر ځمكه كېږدي د ښوونځيو سوځول دې بند كړي، بې ګناه ولس دې نه وژني او په نظام كې دې د سياسي بهير سره ملګري شي، دلته پوښتنه داده چې پخپله د همدغو كړيو لخوا اساسي قانون تر پښو لاندې كېږي، علني يې مخالفت كېږي دوى په كوم دليل ځانونو ته د قانون ماتولويا په هغو كې د تعديل امتياز خوندي ګڼي او له نورو مخالفينو بيا د هغو سل په سلو كې د منلو ضمانت غواړي؟
يو بل دليل دادى چې موږ نور نه غواړو چې بيا د طالب د سرونو غوڅولو نظام را باندې حاكم شي، ځكه خو له طالبانو سره سوله نه غواړو!
دغه استدلال هسې د يوې پلمې او منفي ذهنيت جوړولو لپاره كېږي، ځكه چې سوله او خبرې اترې هيڅكله هم د دې لپاره نه دي چې په افغان ولس دې د (سر غوڅولو) نظام حاكم شي، اصلاً د سولې د روانو هڅو اصلي موخه همدغه ده چې د افغان ولس له سره د مرګونو دغه تورې لړې لرې شي چې له دواړو لوريو د ځانمرګيو بريدونو، بمي چاودنو، ړندو بمباريو او شپې چاپو له امله پرې را خپرې دي. د سولې او تفاهم اصلي موخه بايد همدغه وي، د حكومت لخوا د سولې روانې هڅې او د سولې عالي شورا هلې ځلې هيڅكله هم په داسې كچه نه دي چې ټول ولس پرې قانع او راضي وي، دغه پروسه بايد په يوه ملي خوځښت او ارمان بدله شي. له ګوندي ګټو او پروژه يي حالته بايد را وايستل شي او دا هماغه مهال ممكنه ده چې پخپله د ولس بيلا بيل اړخونه پرې را ټول او د اړينو اصلاحاتو غوښتونكي شي.
دا پخپله د سولې او تفاهم له پروسې سره يو ډول جفا ده چې د سولې عالي شورا د استاد رباني او يا دوو – درې نورو څېرو په واك كې پرېښودل شي او داسې و ګڼل شي چې دوى پخپله د جګړې يو لورى وو نو د سولې حركت ولې د دوى په لاس كې وي؟!
كه ټول افغانان، روڼاندي، سياسي او قومي مخور او د نظر خاوندان دغه روان حركت ته د يوه لوى ملي ضرورت په سترګه و ګوري او پخپله په دې اړه د مسووليت احساس وكړي، د سولې عالي شورا به هيڅكله هم د ښاغلي رباني او يا كوم بل تن په انحصار كې پاتې نشي، په يوه ملي حركت به بدله شي او د ولس ارمانونه به پكې وځليږي.
د سولې د مخالفينو يو بل استدلال دادى چې تر اوسه پورې د افغان حكومت د سولې د پروسې په وړاندې د وسله والو مخالفينو غبرګون منفي دى. هغوى هيڅ مثبت اشاره نه ده وركړې ځكه خو ددغه حركت بريا ممكنه نه ده او هسې د وخت له لاسه وركول او مخالفينو ته هويت او پر ستيژ وركول دي.
د دې يو ځواب همدغه دى چې د حكومت د وسله والو مخالفينو نه غبرګون بايد هيڅكله هم حكومت او په ټوله كې افغانان په خپل هېواد كې در وان حالت پر دوام راضي نه كړي. كه فرض كړو چې مخالفين د سولې غږ ته لبيك نه وايي بيا هم آيا دا منطقي ده چې پر روانه وضعه راضي او چوپ پاتې شو؟
آيا همدغه حالت يعنې له دواړو لوريو په مرموز ډول د جګړې او بحران د دوام شعوري هڅې نه دي چې په قوي امكان يې مركز او سر چينه يوه ده؟
ولې د سولې د يوه اغيزمن غږ له اوچتيدو سره جوخت له دواړو لوريو د جګړو څپې زور واخلي او د سولې غږ پكې خپ كړاى شي؟ آيا دا ددې ثبوت نه دى چې زموږ ولس په يوه لويه توطيه كې ښكيل دى او د هر وطندوست او با ضميره افغان ملي او ديني مسووليت همدغه دى چې ولس له دغه توطيې نه را وباسي؟
زما باور دى چې كه څوك په دې اړه مسوولانه فكر وكړي او روانه وضعه و ارزوي پر دې به باوري شي چې مساله همداسې ده او د (سولې حركت) اصلاً زموږ د ولس د هويت، تاريخ او راتلونكې د خونديتابه اړتيا ده. دا تردې ډيره لويه مساله ده چې څوك يې د يوې ډلې او يا څو تنو د ناوړه كړو وړو په پلمه مخالفت وكړي.
كه په ريښتيا د سرونو غوڅولو او زمين سوخته سياست مخالفت له ولس سره د خواخوږۍ له مخې وي نو اوس خو ولس له همدغه حالت سره مخامخ دى. پخپله طالب اوس په يوه مرموز نامه بدل شوى دى، نړيوال ځواكونه هغه ځواكونه نه دي چې افغان ولس په پيل كې د دوى په باب كوم تصور درلود. اصلاً د طالب نظام له رانسكوريدو وروسته د هېواد يو ډير وړوكى پاړكى په ډالرو كې اوړي او په خرمستۍ بوخت دي، پر نور ولس د مرګونو او ماتمونو راج دى، دا به زموږ له مظلوم ولس سره ډيره لويه جفا او خيانت وي چې د همدې روانې وضعې دوام ورته وغواړو.
له سولې او تفاهم پرته بله لاره هم نشته، كوم خوبونه چې د امريكا د دفاع وزير رابرت ګېټس او يا د هغه افغاني اردليان ويني چې د دولت مخالفين به لومړى ځپي او بيا به سوله ورسره كوي، يا يې پر خپلو سترګو پردې پرتې دي چې د حقايقو له درك او ليدو بې وسه دي او يا په شعوري توګه غواړي د افغان ولس او نړيوالو په سترګو كې خاورې ور واچوي. كومه تګلاره چې نړيوالو ځوكونو غوره كړې د يوه مخالف د وژلو په بدل كې د لسو نورو د را پيدا كولو سبب ده، دوى چې څومره ووژني همدومره به يې په وړاندې لوى مخالفتونه را پورته شي، د افغانستان لپاره د انګلستان د يوه پخواني سفير او ځانګړي استازي هغه خبرې سل په سلو كې ريښتيا دي چې د امريكا روانه ستراتيژي ناكامه ګڼي او دا ورته يادوي چې د دې ولس د يوه تن په بدل كې به لس تنه نور وسلې پورته كوي.
په هر صورت زموږ ولس سوله غواړي. راتلونكې يې يوازې په همدې كې تضمين ده، خو سوله هيڅكله هم د سرونو غوڅولو او زمين سوخته سياست د راتلو په معنا نه ده بلكې د همدې ړندو مرګونو، روانو ذلتونو، بې پتيو او بې ارزښتيو نه د ژغورنې او د يوه خپلواك په خپلو پښو ولاړ، با وقاره او با هويته افغانستان د جوړيدو په معنا ده او بس.

You can leave a response, or trackback from your own site.

Leave a Reply




Enter the video embed code here. Remember to change the size to 310 x 250 in the embed code.

تازه نظریات

There is something about me..

تازه نظریات

د آزادۍ راډيو پر يوه بحث څو ټكي

On Aug-11-2012
لیکوال Hidayat Muhammadi

د استاد پسرلي «غزلبڼ» چاپ شو

On Dec-10-2011
لیکوال Hidayat Muhammadi

د ښوونې او روزنې ارزښت

On Oct-7-2013
لیکوال Hidayat Muhammadi

افغان ولس به د غرور لاره خپلوي كه د ذلت؟

On Jun-20-2011
لیکوال Hidayat Muhammadi

تازه مطالب