دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / سرمقاله / د عطا او ارګ په جګړه كې د بهرنيانو دوه مخى رول

د عطا او ارګ په جګړه كې د بهرنيانو دوه مخى رول

وړمه ورځ په رسنيو كې د جمعيت اسلامي د استازو له قوله دغه خبره توده وه چې ګواكې د دوى او حكومت ترمنځ د خبرو لسم پړاو هم بې پايلې و. له دې سره جوخت د بلخ مستعفي والي د مدني احتجاج او لاريونونو ګواښ هم كړى دى.

دا چې تراوسه پورې دغه ډرامه روانه ده، دا پخپله د اوسني حكومت ابتذال ثابتوي. له دې سره يو څو ټكيو ته افغان ولس بايد پام وكړي او د هېواد د روانو ستونزو او له بدمرغيو نه د وتلو يوه اساسي لاره ولټوي:

لومړى دا چې دا له دواړو اړخونو له پرديو سره د تړاو لوبه ده او د بهرنيانو رول يې په دوام كې ډېر څرګند دى.

د ساري په توګه كله چې ولسمشر غني د عطا محمد نور استعفا منظوره كړه، نور او ملګري يې وارخطا وو. دوى له بهرنيانو غوښتل چې په مسأله كې ښكېل نه شي، خو وروسته چې د امريكا مرستيال ولسمشر د ارګ او بلخ ترمنځ د ستونزې د اواري په اړه خبره وكړه جمعيت او عطا دواړو دا ډېره توده بدرګه كړه. له هماغې ورځې د جمعيت اسلامي شرايط هم زياتېدل او د دوى غړيو په ليكنو او ويناوو كې ډېر په صراحت د ولسمشر غني صلاحيتونه چلينج كړل.

كه د امريكا منافقانه رول نه واى دغسې حالت به هېڅكله هم نه و پېښ شوى. امريكا اصلاً وغوښتل چې حكومت له مشروعيته وغورځوي او د يوې ډلې او ولسمشر حيثيت يو شان وښيي. په دې كې افغانان د بې حكومتۍ له لويې ستونزې سره مخ كېږي او امريكايان چې زموږ په هېواد كې اوس بشپړ مسلط دي خپلو نورو سيمه ييزو لوبو ته په خلاص مټ دوام وركوي.

دوهم دا چې اوس هر څومره دغه حالت دوام كوي حكومت او جمعيت دواړه په ولس كې خپل حيثيت له لاسه وركوي، حكومت د بې واكۍ او بې وسۍ له لامله او جمعيت له خپلو ګټو پرته ملي ګټو، اساسي قانون او نظام ته د نه ژمنتيا په سبب. واقعيت دا دى چې په دې لوبه كې به د څو محدودو څېرو ښې ګټې خوندي وي خو ولس مو په ټوله كې د بربادۍ په لور درومي.

اوس كه د جمعيت شرطونه منل كېږي هم له ولس او نورو سياسي ګوندونو سره لويه جفا ده، كه نه منل كېږي او جمعيت د لاريونونو لاره غوره كوي، په دغسې ناامنه وضعه كې به دغه لاريونونه څومره خوندي وي؟

عطا او د جمعيت په لوبه كې شامل كسان ښايي آن پر دې خوښ شي چې لاريونونه يې په خونړيو پېښو واوړي، ځكه چې په همدې به بيا د دوى معاملې رنګ راوړي، خو آيا دا له ولس سره، له ګوندونو سره او په ټوله كې له هېواد سره لويه جفا نه ده چې د ځينو د شخصي ګټو او د بهرنيانو د ملاتړ لپاره دې ولس داسې په بې رحمۍ له حوادثو سره ټكر كړاى شي؟

دا وګورئ

د فيل پر شا ويده ارګ!

پرون د حكومتي او حكومت پلوه په اصطلاح ازادو رسنيو يو تود خبر د حامد ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *