دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / واشنګټن پوسټ: د واک پر سر د جګړې له امله افغان حکومت خلکو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې پاتې راغلی

واشنګټن پوسټ: د واک پر سر د جګړې له امله افغان حکومت خلکو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې پاتې راغلی

 

خلک د طالبانو او داعش جنګیالیو له ويجاړوونکو ګواښونو په وېره کې دي، خو خپلو مشرانو په تېره ولسمشر غني ته په غوسه دي

افغانانو ته د وروستیو بریدونو له امله ژوره ناکراري پيدا شوې او داسې احساس کوي چې حکومت يوازې پرېښي دي

واشنګټن – د امریکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې د ملي یووالي حکومت د واک پر سر په جګړ کې را ګير دی او له همدې امله خلکو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې پاتې راغلی دی.

دې ورځپاڼې ويلي، افغانان د تروریستانو له لا نور تاوتريخوالي په وېره کې دي او احساس کوي چې حکومت يوازې پرېښي دي.

دغې امریکايي ورځپاڼې په پلازمېنه کابل کې وروستیو بریدونو ته په اشارې لیکلي چې دغه ورځې په تېرو اتو مياشتو کې د کابل تر ټولو خونړۍ ورځې وې.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکلي چې د دغو خونړیو بریدونو له امله لا اوس هم کابل ښار د دغو پېښو له اغېزه نه دى رغېدلى.

ورځپاڼې د یو شمېر افغانانو له خولې زياته كړې چې د دغو بریدونو له امله دوی ته یوه ژوره ناکراري پيدا شوې چې ګواکې هر څه له کنټروله وځي او حکومت چې د واک پر سر شخړه کې ګير دى، خلکو ته د خدماتو پر ځای په ورکړه کې پاتې راغلى.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکلي چې خلک د طالبانو او داعش له ويجاړوونکو ګواښونو په وېره كې دي، خو خپلو مشرانو په تېره ولسمشر غني ته په غوسه دي.

دا وګورئ

ملي مشارکت ګوند: تش په نوم رهبران د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهي

  په افغانستان کې روان وضعیت له بل هر وخت څخه ډېر بحراني شوى، اړتیا ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *