دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / استاد حبیب الله رفیع د انګلستان د استازي د خبرو په غبرګون کې؛ ډیورنډ فرضي کرښه د انګریزي استعمار میراث ده

استاد حبیب الله رفیع د انګلستان د استازي د خبرو په غبرګون کې؛ ډیورنډ فرضي کرښه د انګریزي استعمار میراث ده

 

انګریزانو په افغانستان کې د شرمېدلو ماتو په غچ کې دا کرغېړنه کرښه جوړه کړه، د پاکستان په جوړېدو دغه کرښه نور هېڅ قانوني رسمیت نه لري

د ډیورنډ کرښې مسئله په هېڅ پخواني استعماري ځواک پورې اړه نه لري، د دې وخت را رسېدلی چې کابل او اسلام اباد په دې اړه پرېکړه وکړي (د انګلستان ځانګړی استازی(

کابل – د افغانستان د علومو اکاډمۍ سلاکار او تاریخپوه استاد حبیب الله رفیع د انګلستان د استازي د خبرو په غبرګون کې وايي، د ډيورنډ فرضي کرښه د انګريزي استعمار میراث ده.

هغه ویسا ته وویل چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه له پاکستان سره هېڅ بحث نه دی پکار، ځکه په وینا يې چې اول خو د ډیورنډ کرښې هوکړه د افغان ولس لخوا نه، بلکې د یوه لاسپوڅي پاچا له خوا له انګریزانو سره شوې او آن دا هم نهايي شوې نه ده.

د حبیب الله رفیع په خبره، انګریزانو په افغانستان کې شرمېدلې ماتې وخوړې، نو ځکه یې د خپلو ماتو په غچ کې دا کرغېړنه کرښه جوړه کړه. نوموړی وايي چې په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان په جوړېدو سره دا کرښه نور رسمیت نه لري، ځکه په وینا يې دا تړون د انګریزانو او د افغانستان د پاچا ترمنځ شوی و او د انګریزانو په ماتې سره نور دا کرغېړن تړون له منځه ولاړ، ځکه د نوموړي په خبره چې کله د تړون یو لوری له منځه ولاړ شي، نو هغه تړون بیا قانوني حیثیت نه لري.

د افغانستان او پاکستان لپاره د انګلستان د لومړي وزیر خاص استازي ګارت بېلي له اریانا نیوز سره په مرکه کې ویلي، د ډیورنډ کرښې په اړه د پرېکړې وخت را رسېدلی دى.

ګارت بېلي زياته كړې چې د ډیورنډ کرښې مسئله په هېڅ پخواني استعماري ځواک پورې اړه نه لري، بلکې دا د افغانستان او پاکستان خپلمنځي ستونزه ده. نوموړى وايي چې کابل او اسلام اباد باید په خپل منځ کې په دې اړه خبرې وکړې او دا ستونزه حل کړي.

بېلي د ډیورنډ کرښې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: “فکر کوم دې پوښتنې سل کاله مخکې تر یوه حده په انګلستان پورې اړیکه درلوده. فکر کوم چې اوس مهم خبره دا ده چې افغانستان او پاکستان په دې اړه ګډه پرېکړه وکړي چې سرحد يې کوم ځای وي.” د یادولو ده چې د ډیورنډ فرضي کرښه نه افغان دولت او نه هم عام افغانان په رسمیت پېژني.

دا وګورئ

ملي مشارکت ګوند: تش په نوم رهبران د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهي

  په افغانستان کې روان وضعیت له بل هر وخت څخه ډېر بحراني شوى، اړتیا ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *