دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / ولسمشر غني د  قزاقستان او ازبکستان له لوی درستیزانو سره کتلي

ولسمشر غني د  قزاقستان او ازبکستان له لوی درستیزانو سره کتلي

د دې ناستې د بحث اصلي موضوع دا وه چې له پاکستان څخه پرته د ازبکستان او قزاقستان له لارې په افغانستان کې د مېشتو امریکایانو اکمالاتي لاره له دغو هېوادونو څخه تېره کړي (سرچینه)

کابل – ولسمشر محمد اشرف غني د قزاقستان له لوی درستیز مراد مایکیوف او د ازبکستان له لوی درستیز پاول ارګشیف سره کتلي دي.

دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د تروریزم په ضد مبارزې، سیمه ییزو، امنیتي، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

خو یوې سرچینې ویسا ته وویل، د دې ناستې د بحث اصلي موضوع دا وه چې دوی له پاکستان څخه پرته په افغانستان کې د مېشتو امریکایانو د وسایلو د لېږد اکمالاتي لاره له ازبکستان او قزاقستان څخه تېره کړي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغه ازبکستاني او قزاقستاني پلاوي د سفر اصلي موخه له امریکایانو سره بحث او توافق دی او د دوی کار اصلاً له امریکایانو سره دی.

د یادولو ده چې څه موده وړاندې د ازبکستان ولسمشر هم ډونالډ ټرمپ ته زنګ وهلی او وروسته یې له نوموړي سره د ناستې په مهال په دې اړه بحث او خبرې کړې دي.

دا وګورئ

ملي مشارکت ګوند: تش په نوم رهبران د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهي

  په افغانستان کې روان وضعیت له بل هر وخت څخه ډېر بحراني شوى، اړتیا ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *