دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / امنيتي سرچينې: طالبانو په جوزجان کې لس قومي مشران تښتولي

امنيتي سرچينې: طالبانو په جوزجان کې لس قومي مشران تښتولي

 

طالبانو له دې امله دا کسان برمته کړي چې خپلوان يې د ولسي پاڅونوالو په ليکو کې فعاليت کوي

شبرغان – د جوزجان امنيتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت د مرديان ولسوالۍ له کليو لس قومي مشران له ځان سره بېولي، خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

د جوزجان ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفيظ خاشي وويل: “طالبانو دا قومي مشران ځکه له ځان سره وړي چې خپلوان يې د ولسي پاڅونوالو په ليکو کې فعاليت کوي.”

خاشي زیاته کړه چې دا پېښه د مرديان ولسوالۍ په اطراف کې وړمه شپه رامنځته شوې او ياد کسان په جوزجان کې د مشهور طالب قوماندان ملا جبار له لوري تښتول شوي دي.

نوموړي همداراز وویل، د سپين ږيرو يوه ډله يې د یادو کسانو د را خوشې کولو لپاره طالبانو ته لېږلې ده.

د جوزجان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر وايي: “سپين ږيري طالبانو ته ورغلي، خو تراوسه پورې يې د ستونزې د حل خبر نه دى راغلى.”

بل پلو د وسله والو طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد د دې پېښې په اړه بې خبري ښودلې او ويلي یې دي چې په دغه ولايت کې ځينې طالب ډلې فعاليت لري، خو دا کار يې نه دى کړى.

هغه څرګنده کړه چې طالبان له ملکي وګړو سره كار نه لري. مجاهد زياته کړه چې ځينې نور خلک د طالبانو له نوم څخه په استفادې دا ډول كارونه کوي، خو دوى به يې پوښتنه وکړي او اجازه به ورنه کړي چې خلک وځوروي.

دا وګورئ

ملي مشارکت ګوند: تش په نوم رهبران د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهي

  په افغانستان کې روان وضعیت له بل هر وخت څخه ډېر بحراني شوى، اړتیا ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *