دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / د کورنیو چارو وزارت: د فساد اړوند ۱۲۵ دوسيې لويې څارنوالۍ ته استول شوې دي

د کورنیو چارو وزارت: د فساد اړوند ۱۲۵ دوسيې لويې څارنوالۍ ته استول شوې دي

 

په تېرو ۶ میاشتو کې د اداري فساد اړوند ۵۴۰ مورده بررسي شوي، له دې جملې د ۴ جنرالانو،۹۰ د لوړرتبه افسرانو، ۵۲ د ساتنمنانو او ۶ د ملکي مامورینو دوسيې لويې څارنوالۍ ته ولېږل شوې

کابل – د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه وزارت کې يې د اداري فساد اړوند ۱۲۵ دوسیې بررسي کړي او لویې څارنوالۍ ته یې لېږلې دي.

د کورنیو چارو وزارت د تفتیش عمومي ریاست وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې يې د اداري فساد اړوند ۵۰۰ مورده بررسي کړي چې له دې جملې یې ۱۲۵ دوسیې چې د ۴ جنرالانو دوسیې هم په کې دي، لويې څارنوالۍ ته استولې دي.

د دغه وزارت د تفتیش عمومي رئیس ضیا کوهستاني په یوې خبري ناستې کې وویل، پر دغو دوسیو سربېره ۱۵۸ تورن کسان هم څارنوالۍ ته لېږل شوي چې تحقیق ځنې وشي.

نوموړي وویل: “په تېرو ۶ میاشتو کې مو د اداري فساد اړوند ۵۴۰ مورده بررسي کړي، له دې جملې ۱۲۵ دوسيې چې د ۴ جنرالانو،۹۰ د لوړرتبه افسرانو، ۵۲ د ساتمنانو او ۶ د ملکي مامورینو دوسیې په کې شاملې دي، لويې څارنوالۍ ته لېږلي، د دغو دوسیو موضوعګانې له صلاحیتونو ناوړه ګټه اخیستنه، اختلاس، رشوت او ځینې منفي مظاهر دي.”

کوهستاني وویل، ۱۳۰ نور کسان یې د قانون او د عسکرۍ د اصولو د نه مراعتولو له امله، د توصیې، اخطار او تبدیلۍ په خاطر وزارت ته پېشنهاد کړي چې له منظورۍ وروسته به جزا وویني.

نوموړي همداراز زیاته کړه چې په دې موده کې يې د ۱۴۱ میلیونو افغانیو او څه باندې ۱۱۸۰۰۰ ډالرو دوسیې چې د دغه وزارت په تړونونو کې اختلاس شوی و، بشپړې او څارنوالۍ ته یې سپارلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پخوا تر دې د یاد وزارت چارواکو په دغه ارګان کې د اصلاحاتو د راوستلو خبره کړې او ټینګار یې کړی چې دغه ارګان به له فساده پاک کړي.

دا وګورئ

ملي مشارکت ګوند: تش په نوم رهبران د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهي

  په افغانستان کې روان وضعیت له بل هر وخت څخه ډېر بحراني شوى، اړتیا ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *