دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / جنبش ګذار: د ملي یووالي حکومت قانوني مودې ته یوازې سل ورځې پاتې دي

جنبش ګذار: د ملي یووالي حکومت قانوني مودې ته یوازې سل ورځې پاتې دي

 

د اساسي قانون په اساس د حکومت قانوني موده د ۱۳۹۷ کال په جوزا کې پای ته رسېږي او حکومت اړ دی چې د واک لېږد په موخه ولسمشریزو انتخاباتو ته زمینه برابره کړي

کابل – د افغانستان اساسي قانون له مخې راتلونکي ولسمشریز انتخابات باید په ۱۳۹۸ کال کې ترسره شي، خو ځینې سیاسي خوځښتونه او مدني ټولنې بیا په دې باور دي چې ولسمشر د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي چې دمګړۍ د ولسمشر قانوني موده پای ته رسېدلې او ډېر ژر باید ولسمشريز انتخابات ترسره شي.

د جنبش ګذار په نوم د یوې مدني ټولنې مشر هارون معترف وايي، د اساسي قانون په اساس د ولسمشر د واک یوازې ۱۰۰ ورځې پاتې دي او حکومت اړ دی چې د راتلونکي کال د جوزا په میاشت کې واک پرېږدي او د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره زمینه برابره کړي.

د دې جنبش رئیس او بل غړی فهیم فطرت د ملي یووالي حکومت د سیاسي تفاهم نامې د پلي کولو ترڅنګ په ټولو ژمنو کې پاتې بولي.

دوی همداراز وايي، له انتخاباتو پرته به چاته اجازه ورنه کړي چې د ملي یووالي حکومت دوره نوره وغځوي.

دغه مدني بنسټ د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره د حکومت او نړيوالې ټولنې په شمول له ټولو هغو بنسټونو چې په انتخاباتو کې ښکېل دي، غواړي چې راتلونکي ولسمشریز، پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو انتخابات شفاف او له ځنډ پرته ترسره کړي.

دا وګورئ

ملي مشارکت ګوند: تش په نوم رهبران د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهي

  په افغانستان کې روان وضعیت له بل هر وخت څخه ډېر بحراني شوى، اړتیا ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *