دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / د تاجكستان له لوري؛ څلورو توغنديو د تخار څلور ولسوالۍ ولړزولې

د تاجكستان له لوري؛ څلورو توغنديو د تخار څلور ولسوالۍ ولړزولې

 

د جمعې په ورځ په درقد كې له افغان لوري يوه د توپ ګولۍ تاجكستان ته واوښته، په ځواب كې يې تاجكستان څلور توغندي وويشتل

(كابل+ويسا) له تخار څخه عيني شاهدانو ويسا ته وويل چې د تېرې جمعې په ورځ د تخار په درقد ولسوالۍ كې له طالبانو سره د افغان امنيتي ځواكونو د جګړې پر مهال يوه د ډي سي توپ مرمۍ تر سيند واوښټه او د تاجكستان په خاوره كې پريوته، په غبرګون كې يې تاجكستان د ينګي قلې په غرنۍ ساحه څلور توغندي وويشتل چې د خواجه بهاو الدين، درقد، ينګي قلعې او دشت قلې ولسوالۍ ساحې يې ولړزولې او ډېر درانه غږونه يې درلودل، سرچينه وايي چې دې توغنديو ځاني تلفات نه درلودل خو خلك يې زيات ووېرول.

دا وګورئ

ملي مشارکت ګوند: تش په نوم رهبران د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهي

  په افغانستان کې روان وضعیت له بل هر وخت څخه ډېر بحراني شوى، اړتیا ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *