دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / سرمقاله / د ولس له برخليك سره ناروا لوبې

د ولس له برخليك سره ناروا لوبې

حكومت د ولس له ژوند او برخليك سره ډېره بې رحمانه لوبه كوي، راځئ د دې بې رحمانه او غير مسوولانه لوبې يوازې يوه اړخ ته تم شو.

له درې نيمو كلونو راهيسې له پاكستان سره د يو طرفه امتياز پر بنسټ د اړيكو اوږد بهير را روان دى. دغه بهير د ولسمشر غني له واك ته رسېدو نه څو مياشتې وروسته پاكستان ته له لومړي سفره پيل شو. غني اسلام اباد ته لاړ، په راولپنډۍ كې د پوځ مركزي قوماندانۍ ته ورغى او ټول ډيپلوماټيك اصول يې تر پښو لاندې كړل. په اسلام اباد كې يې په دوهمه ورځ له رسنيو سره په مركه كې وفرمايل چې د افغانستان او پاكستان ترمنځ د ۱۳ كلونو اوږدې ستونزې مې په ۱۳ ساعتونو كې حل كړې. له همدې خيالونو سره كابل ته راستون شو، اېس او پي او امنيتي تفاهم ليك له پاكستان سره لاسليك شول، آى اېس آى ته اجازه وركړاى شوه چې زموږ په زندانونو كې له بنديانو تحقيق وكړي، پاكستان ته د ډيورنډ په اوږدو كې د پوستو او دروازو جوړولو يو طرفه امتياز وركړاى شو.

خو كابل، ننګرهار، كندهار، هلمند، كندز او نور ښارونه مو په لسهاو ځله بيا په وينو كې ولمبېدل په سلګونو او زرګونو افغانان ووژل شول. له كابله بيا پر اسلام اباد د پړې تور ور واچول شو، دغه لوبه تر ننه په تېرو درې نيمو كلونو كې په لسګونه ځله تكرار شوه.

دوه اړخيزې، درې اړخيزې، څلور اړخيزې ناستې ولس ته د سولې او ارامۍ په ژمنو پيل شوې په نهيلۍ پاى ته رسېدلې او د ولس فرصتونه ضايع شوي دي.

دلته دوه ټكي ډېر مهم دي چې چارواكيو اصلاً د ولس د برخليك هېڅ پروا نه ده كړې.

لومړى دا چې له بده مرغه نه يوازې له پاكستان سره، بلكې له نړۍ سره زموږ اړيكې د امريكا په سپارښتنه او حكم كله تر حد زياتې خوږې شي او كله د دښمنۍ تر بريده ترخې شوې، چې دا زموږ د ولس حيثيت او وقار ته هم نن زيان دى او هم سبا ته.

دوهم په ټوله كې زموږ حكومت او نظام اوس په څو محدودو لاسونو كې دى، له ولس سره اړيكه تر وروستۍ كچې شړېدلې، د ولسواكۍ په نوم مو پر ولس د يو څو داسې څېرو حكومت دى چې هغوى ته د ولس د ګټو پر ځاى د پرديو اجنډاوې لومړيتوب لري، په داسې وضعه كې به زموږ ولس د امريكا او پاكستان د ګډو پروژو مخه څه ډول ونيولاى شي او له پاكستان سره په داسې ماحول كې د ابرومنې سولې امكان څومره دى؟

تر څو حكومت د ولس د ګټو، د هېواد د ملي هويت او حاكميت ساتونكى او ممثل نه وي په هېواد كې به د پردۍ جګړې لمبې اوچتې او ولس به په وير كې ډوب وي او تر څو په ولس كې د خپل برخليك په اړه د ويښتابه جذبه را پيدا نه شي، حكومت به مو پړاو په پړاو د پرديو په خدمت كې وي.

دا وګورئ

د فيل پر شا ويده ارګ!

پرون د حكومتي او حكومت پلوه په اصطلاح ازادو رسنيو يو تود خبر د حامد ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *