دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / تحلیل / له ډيورنډه پورې پښتانه او د افغان حكومتونو غولوونكي سياستونه

له ډيورنډه پورې پښتانه او د افغان حكومتونو غولوونكي سياستونه

عزيز چوپان

ډيورنډ كرښه كه له يوې خوا د يوه تاريخي بحث ايجاب كوي، له بلې خوا د يوه حقوقي بحث غوښتنه هم كوي. ډيورنډ كرښه له كومه ځايه را شروع شوه او څنګه تر امير عبدالرحمن خانه را ورسېده؟ د 1834 كال د شاه شجاع او رنجيت تړون، بيا د 1838 د شاه شجاع، رنجيت او مكناټن ترمنځ تړون چې د لاهور تړون په نامه يادېږي، ورپسې د امير دوست محمد خان د 1855 او 1857 تړونونه بيا د ګندمك د 1879 تړون هغه قدمونه دي چې يو په بل پسې اخيستل شوي دي تر هغې چې د 1893 هغه تړون ته يې لاره اواره كړه چې ادعا كېږي، د عبدالرحمن خان او د برتانوي هند د بهرنيو چارو وزير مارتيمر ډيورنډ ترمنځ شوى؛ خو هغه څه چې لا سپيناوى غواړي هغه دا دي چې ادعا كېږي عبدالرحمن خان پر دې تړون لاسليك نه دى كړى او يواځې د يوې مسودې په توګه پاتې دى؛ خو كه ومنو چې دا تړون د عبدالرحمن خان له خوا لاسليك شوى دى هم د يوه حقوقي بحث ايجاب كوي، چې د نړيوالو حقوقي نورمونو په پام كې نيولو سره دا لوزنامه څومره د اعتبار او منلو وړ ده.

زه په دې لنډكۍ ليكنه كې نه د دې لوزنامې پر هغه دقيق تاريخي جريان بحث كوم او نه يې پر حقوقي اړخ؛ بلكې زما بحث پر دې دى چې افغان واكمنانو په دې اړه څه كړي دي. عبدالرحمن خو دا كرښه يا لاسليك كړه يا يې نه كړه خو په شفاهي توګه يې له انګريزانو سره سر وښوراوه. ارواښاد جرنيل يار محمد خان وزيري په خپلو خاطراتو كې وايي چې كله موږ له دې لوزنامې نه خبر شو؛ نو د ملا پونده اخوند په مشرۍ يو پلاوى كابل ته راغى، دى وايي چې كه څه هم زه هغه وخت نوى زلمى شوى وم له ځانه سره يې راوستم. نوموړى وايي چې د كابل خلك زموږ استقبال ته راووتل چې مجاهدين راغلي دي. (ملا پونده اخوند د مسعودو او وزيرو مشهور مجاهد او ديني عالم و). وايي چې د كابل خلكو زموږ ډېر درناوى وكړ؛ خو كله مو چې د امير له دربار سره رابطه ټينګه كړه؛ نو موږ ته يې په يوه هوټل كې ځاى راكړ او و يې ويل چې امير صيب په يوه مناسب وخت كې درسره ګوري. جرنيل مرحوم زياتوي چې بالاخره عبدالرحمن خان له موږ سره و نه كتل او يواځې ملا پونده اخوند يې ځان ته وغوښـت او هغه ته يې وويل چې تاسې سركشه او باغي خلك ياست؛ نو ما هم تاسې انګريزانو ته وسپارلئ، تر دې وروسته تاسې په انګريزانو پورې تړلي ياست. نوموړى وايي چې ملا پونده مات زړه موږ ته راغى او د امير خبره يې را ته وكړه؛ نو موږ هم بېرته وزيرستان ته د تګ تصميم ونيوه، چې بيا هم د كابل خلكو تر ډېره ځايه زموږ مشايعت وكړ او كله چې خپل ټاټوبي ته ورسېدو، په ډېرو لږو او نه امكاناتو مو د انګريزانو پر وړاندې جهاد پيل كړ.

تر عبدالرحمن خان وروسته د هغه زوى حبيب ا… خان له انګريزانو سره د خپل پلار كړي تعهدات ټول تأييد كړل او تر پايه پورې يې د انګريزانو مخالفت ته زړه ښه نه كړ، تر هغې چې تر يوه عمر عياشيو وروسته د لغمان په كله ګوش كې ووژل شو، اوس داسې اسناد را لوڅ شوي چې دا ثابتوي د هغه د كورنۍ غړي او لوړ پوړيو دولتي عناصرو هم د هغه په وژنه كې لاس درلود او علت دا و چې دا ټول نور د هغه له عياشيو نه په تنګ شوي وو. دوى غوښتل چې له سياسي پلوه هم د هېواد پر مخ د يوه راڼه سباوون دروازې پرانستل شي.

كه څه هم تر امير شير علي خان وروسته د امان ا… خان دوره تر ډېره پورې يوه د پام وړ دوره وه، سره له دې چې په دې دوره كې د افغانستان استقلال واخستل شو؛ خو له ډيورنډه د پورې ځمكو د برخليك په باب هر څه غلي پاتې شول، كاشكې چې داسې نه واى شوي. د سقاو د زوى دوره خو داسې نه ده چې د داسې مسايلو په اړه پرې حساب وشي؛ خو د نادرخان په وخت كې هم كوم د پام وړ ګام وا نه خستلاى شو؛ خو د ظاهر شاه په واكمنۍ كې يوه بله پېښه وشوه او هغه له هندوستانه د پيرنګي وتل او هند په دوو برخو ويشل وو. د هند د ويش په نتيجه كې د مسلمانانو په نامه يو نوى هېواد تشكيل شو چې پاكستان ونومول شو. د پاكستان معنا دا نه ده چې ګنې د پاكانو ځاى يا ټاټوبى؛ بلكې دا د پاكستان د ايالتونو د سر توري را اخيستل شوي او دا كله ترينه جوړه شوې. د پاكستان په اړه خوشباورانه تحليل دا دى چې دا هغه ارمان و چې ان د محمد بن قاسم له وخته را روان و. پر دې  ډېرو دوستانو ادعاګانې او تحليلونه هم كړي. ښايي دا ډول تحليل له دې نه سرچينه واخلي چې په دې لاره كې مسلمانانو ډېرې مبارزې كړي او ډېرې قربانۍ يې وركړي دي. دا تحليل د قدر وړ دى او سړى يې هيڅكله له پامه نه شي غورځولاى: حاجي امدا… مكي، مولانا قاسم نانوتوي، مولانا رشيد احمد ګنګوهي، شيخ الهند مولانا محمود الحسن ديوبند، مولانا بشير احمد عثماني، مولانا محمد علي جوهر او مولانا شوكت علي، علامه اقبال، مولانا محمد علي قصوري، مولانا مودودي او نورو ګڼو ديني علماو او مسلمانو شخصيتونو د دې ارمان له پاره مبارزه كړې؛ متأسفانه كوم اسلامي هېواد چې د پاكستان په نامه تشكيل شو، دا د يادو اسلامي شخصيتونو د مبارزاتو او ليدلي خوب تعبيرونه و؛ بلكې دا د چرچل د هغې توصيې نتيجه وه چې د هند وايسراى لارډ ويول ته يې كړې وه (1945):

Keep a bit of India

يعنې د هند يوه برخه له ځانه سره وساتئ. د ډيورنډ په اړه د پاكستان تر جوړېدو (1947) وروسته چې پاكستاني مشرانو كوم سياست غوره كړ زما په اند هغه د بحث ډېر ځاى نه لري؛ ځكه پاكستان په جنوبي آسيا كې د برتانيې ځاى ناستى و او هغوى ته ويل شوي وو چې د ډيورنډ كرښې په اړه بايد كوم سياست غوره كړي؛ خو زما بحث د افغانستان پر حكومت دى. تر كومه چې ما لوستي او يا مې له ډېرو موثقو كسانو اوريدلي افغان حكومت په دې اړه يو صادقانه مخلصانه سياست نه تعقيباوه. شاهي كورنۍ چې په دې اړه له بهره كومې پيسې اخيستى هغه يې په خپله ښه كولې او څه يې هم له ډيورنډ كرښې پورې هغو پښتنو سياستوالو ته وركولې چې هغوى فقط د «پښتو» او «پښتون» په نامه سياست كاوه؛ خو د پښتنو د استقلال له پاره يې كومه برنامه نه درلوده. كله چې د پاكستان د 1973 كال آيين يا اساسي قانون تصويبيده تر ټولو د مخه همدوى پرې لاسليكونه وكړل او د پاكستان په ولسي جرګه (قومي اسمبلي) مشرانو جرګه (سينټ) او ايالتي شوراګانو يا صوبايي اسمبليو كې كېناستل؛ وزيران شول، اعلي وزيران شول او نور. هغوى كه څه غواړي د پاكستان دننه ځانته حقوق غواړي نه دا چې د پاكستان له وجوده جلا.

ما پخپله د افراسياب خټك له خولې اورېدلي چې داوود خان ور ته ويلي وو چې دا له څلورو خواوو پر  وچه محاط پښتونستان څه كوئ؟ همدارنګه يې مرحوم ډاكتر عبدالظاهر ته چې په پاكستان كې سفير ټاكل شوى و، ويلي وو چې:

پښتونستان څه او كار يې څه!

خو زموږ ډېرې هېوادوالو سر لا اوس هم پر دې خبره نه دى خلاص هغوى دې لږ تر لږه د محمد علم بڅركي ويښ زلميان نومې كتاب ولولي چې سر يې په خبره خلاص شي.

په تېره عيسوي مياشت (جنوري) كې په كراچۍ كې د نقيب ا… مسعود په نامه يو ځوان د پوليسو د يو افسر رائو انور له خوا په ډېره ظالمانه توګه ووژل شو او استدلال يې دا و چې هغه په داعش پورې اړوند كس و؛ خو د هغه دا ادعا درواغ وخته.

پښتنو په اسلام اباد كې يو مدني حركت (ناسته) تر سره كړه چې اسلام اباد يې وارخطا كړ؛ خو د هغوى لاريون او ناستې، د پاكستان د نورو قومونو او ګوندونو له ناستو سره جوت توپير درلود. په دې كې ولسمشر غني هم په يو څه ځنډ د هغوى د دغه حركت ملاتړ وكړ؛ خو د يادې غونډې برخه والو د دې غونډې د دې ملاتړ لازم هركلى و نه كړ، ښايي هغه د دې لپاره چې د اسلام اباد حساسيتونه به را وپاروي. افغان حكومت دوه موازي سياستونه چلوي چې دا كار نتيجه نه لري افغانستان بايد، پاكستان تعريف كړي او بيا ورسره همغسې سياست وچلوي، پاكستان دوست كه دښمن؟

دا وګورئ

د کابل فاتحان؛ ټلواله که سي آی اې؟

ژباړن:حيدر جنرال ګاري شرون پنجشېر ته ۱۰ ميليونه ډالر يوړل. سي آی اې په پنجشېر ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *