دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / تحلیل / په پاکستان کې اعتراضونه: د سولې یو بل فرصت

په پاکستان کې اعتراضونه: د سولې یو بل فرصت

نجیب منلی

په پاکستان کې د پښتنو ولسونو وروستي خوځښتونه له لسیزو راهیسې د راټولو شوو استبدادي چلندونو او د ولسي هویتونو د سیستماتیکې نفې د تبلور ښکارنده او د سیمې په سیاسي – ټولنیزه فضا کې یو د عطف ټکی دی.

د پاکستان له جوړېدو راهیسې د پښتنو، بلوڅو او یو شمېر نورو لږکیو سیاسي حقونه تروړل شوي، فرهنګي هویتونه یې نفي شوي، مدني حقونه یې تر پښو لاندې شوي او اقتصادي اړتیاوې یې هېرې شوې دي. له دې سره موازي د هغو سیمو طبیعي شتمنۍ، چې دا ولسونه په کې اباد دي، په سیستماتیک ډول لوټل شوې او د نورو په ګټه کارول شوې دي.

په نولسمه پېړۍ کې انسانانو مرییتوب لغوه کړ، په شلمه پېړۍ کې، په بېلابېلو پړاوونو کې د امپریالیستي ښکېلاک ټغر ټول شو، آپارتاید چې د استعماري استبدادي سیاستونو یوه وروستۍ نخښه وه له منځه ولاړ، خو لا په یوویشتمه پېړۍ کې، چې نړۍ واله ټولنه د درېیمې زریزې لپاره د پرمختګونو او ازادیو د اهدافو په ټاکلو اجماع ته رسېدونکې ده، د پښتنو پر خاوره د FCR (د سرحد د جرایمو قانون) ننګینه سیاسي پدیده لا په خپل زور پاتې ده او د فردي جرم په نوم کورنۍ، قومونه او حتى جغرافیایي پراخې سیمې په ډله ییزه توګه ځپل کېږي. له بده مرغه لا هم د پښتنو دغه ناورین د نړۍ والو له سترګو پټ پاتې دی. پاکستان په سیمه کې د ټکنالوژي او صنعت له اړخه یو نسبتاً پرمختللی هېواد دی، د نړۍ په کچه د هغو څو محدودو هېوادونو په ډله کې راځي چې اټومي تاسیسات یې د بشر د پایښت لپاره ګواښ بلل کېږي، په ميلیونونو انسانان یې په قبایلي سیمو او بلوچستان کې د ژوند له ډېرو ابتدایي امکاناتو څخه محروم ساتلي دي، خو د استوګنې ځای یې په پراخه پیمانه د نړۍ وال افراطیت روزلو لپاره د لابراتوار په توګه کاروي.

پر افغانستان د شوروي اتحاد تر وسله وال تېري وروسته پاکستاني استخباراتو په پښتني ټولنه کې – چې محوري سیاسي او حقوقي بنسټ یې جرګه ده – د عنعنوي مشرتابه د محوه کولو لپاره کار وکړ. د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته چې اداره یې د پاکستان د حکومت په لاس کې ده، په سلګونو قومي مشران ووژل شول او په افغانستان کې د پاکستاني استخباراتو په مستقیمه لاسوهنه د جرګه مارو مشرانو ځای د ټوپک خاوندانو ونیو. له بل لوري، د پاکستان پولیسي او استخباراتي دستګاه لومړی په بلوچستان کې او بیا په پښتونخوا او قبایلي سیمو او د کراچۍ او لاهور په څېر سترو ښارونو کې په سلګونو ځوانان له منځه یوړل چې د ځینو یې لا مړي هم ورک شول.

د مظلوم زلمي، نقیب الله مسید، شهادت هغه سپرغۍ وه چې له لسیزو راهیسې د راټولو شوو دردونو انفجار ته یې زمینه برابره کړه.

د پښتنو اوسنی خوځښت څو په زړه پورې ممیزې لري:

  • د تاریخ په اوږدو کې د پښتنو د ازادۍ غوښتلو هڅې د دیني عالمانو او سپین ږیرو عنعنوي مشرانو له خوا رهبري کېدلې. دا اوسنی نهضت د یو نوي، خودجوشه، مدني زعامت څښتن دی چې د خپل حرکت برخلیک پېژندل شویو څېرو ته نه ورسپاري، خو دومره سیاسي بیداري لري چې د ګوندونو عنعنوي سیاسي کرښو ته له توجه پرته ټولو ته په خپله سینه کې ځای ورکوي.

که څه هم د پاکستان حکومتي دستګاه وغوښتل چې د څو تنو کرایه شویو ملکانو او یو شمېر پاکستاني فکره خبریالانو او مدني فعالانو په مټ په دې خوځښت کې درزونه پیدا کړي، خو بریالۍ نه شوه او احتجاج کوونکو په پوره هوښیارتیا دغه د ولس وېشلو هڅه ناکامه کړه. له سټېجه د سلیم ساپي په څېر یو خوله ور خبریال را ښکته کېدل یې ښه بېلګه ده.

د پاکستان اسټبلېشمنټ هڅه وکړه چې یو وار بیا هغه په وارونو وارونو ازمویل نسخه هم کاروي چې ملا یې د ملت د حق غوښتنې په لار کې خنډ کړی دی. د پاڅون د زعامت هوښیارۍ دا ځل دا نسخه هم ناکامه کړه.

  • د پښتنو دغه حرکت یوازې قومي حرکت نه دی، د هغو انساني حقونو د تحقق لپاره یوه مدني مبارزه ده چې پښتانه ترې د لسیزو او پېړیو په اوږدو کې محروم پاتې شوي دي.

د اعتراض د پیل ټکی د نقیب الله شهید د وینې پوښتنه وه او دا طبیعي خبره ده چې د هغه د قاتل نیول کېدل به د دې قیام اساسي غوښتنه وه، خو د دې غوښتنې ترڅنګ د ماینونو د پاکولو غوښتنه او د هغو بې وزلو مظلومانو د حال پوښتنه چې آی اېس آی ژوندي ورک کړي وو، د دې قیام د ټولنیز هدف ډېره مناسبه څرګندونه وه.

  • پاکستان له ۱۹۹۰ يمو كلونو راهیسې په منظم ډول هڅه کړې ده چې افراطیت د پښتنو پر خاوره محدود کړي. د ډاکټر نجیب الله د حکومت له ړنګېدو وروسته پاکستاني افراطي عناصر د افغانستان څنډو ته راټول شول. وروسته یې بیا په افغانستان کې طالبان حاکم کړل چې افراطیت د خپلو سیاسي موخو لپاره وکاروي، خو پنجاب او د سندهـ یوه برخه یې د مستقیمو لمبو له اغېزه خوندي وساتي. د طالبانو تر ماتېدو وروسته یې د متحده مجلس عمل په بڼه د پښتنو برخلیک مذهبي افراطیانو ته وسپاره، خو کله چې دا پدیده د پاکستاني استخباراتو له تمې سره سمه بریالۍ نه شوه، نو د القاعده او طالبانو خورې ورې ډلې یې بېرته سره راټولې کړې، په قبایلي سیمو کې یې مېشتې کړې او بیا یې له نړۍ وال ايتلاف سره د همکارۍ په پلمه خپل پوځي حضور تر هغه ځایه ورساوه چې نه یې انګرېزي استعمار خوب لیدلی و او نه د پاکستان د موسسینو په خوا خاطر کې راتلې. اوس له همدغې سیمې د یوویشتمې پېړۍ د بشري حقونو د دفاع هغه سنګر جوړېږي چې د ټول انسانیت پر تندي د تور داغ، ایف سي آر (FCR)، تاریخ ځپلې پدیده ننګوي.
  • د اسلام اباد له احتجاجونو څخه په افغانستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې مېشتو پښتنو او افغانانو کلکه ننګه وکړه.

ولسمشر غني هم د ټول افغان ملت له خواستونو سره سم د پاڅون ملاتړ وکړ او د افغان حکومت هغه د تړلې خولې سیاست ته یې د پای ټکی کېښود چې په تېرو درېیو لسیزو کې یې خپل کړی و او د ښاغلي کرزي د حکومت په دوران کې اوج ته رسېدلی و. د ښاغلي غني اقدام د افغان ولس د یووالي او پیوستون ښه څرګندونه وه چې د کرښې دواړو خواوو ته استقبال شوه.

  • په پاکستان کې عموماً احتجاجي حرکتونه له لږ، ډېر تاوتریخوالي سره مله وي، خو د پښتنو دا قیام سل په سلو کې سوله ییز او د عدم تشدد ارمانونو ته وفادار حرکت و. د ولسونو قاطعیت د پاکستان حکومت اړ کړ چې د خلکو غوښتنې ومني. دا بریا هم د پاکستان په تاریخ کې ګڼ مثالونه نه لري.
  • د پاکستان حکومت د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره یوه میاشت وخت غوښتی دی. د حکومت محاسبه دا ده چې د یوې میاشتې په تېرېدو، چې هغه مهال به د شهید نقیب الله د څلوېښتۍ مراسم هم تېر وي، د خلکو احساسات سړېږي او بیا په کې دومره ځواک نه پاتې کېږي چې د لسو ورځو قیام ته ورته بل پراخ حرکت ممکن کړي. په ډاډ سره ویلای شو چې دا یوه میاشت به د پاکستان استخباراتي دستګاه د پاڅون کوونکو ترمنځ د اختلافونو او بې اعتمادیو د پیدا کولو لپاره وکاروي، خو دا هم ریښتیا ده چې ځوانو پاڅون کوونکو په خپل ولس کې ډېرې هیلې را پارولې دي او د خلکو د توقع سطحه یې لوړه کړې ده. له بل لوري پاڅون کوونکو دا سیاسي پوخوالی هم درلود چې خپل حرکت یې یوازې پر احساساتو بنا نه کړ، بلکې ژورې، معقولې او تلل شوې غوښتنې یې ورسره مطرح کړې. ځکه خو دا تمه کېږي چې د پاکستان د حکومت د تعلل سیاست به هغسې بریالی نه شي لکه دوی چې محاسبه کړې ده.
  • له ۱۹۴۷ کال راهیسې د پاکستان د حکومتي ایډیالوژۍ طراحانو تل دا انګېرلې ده چې په سیمه کې نا امني د پاکستان د امنیت په مانا ده، نو په یوه نوم او بل نوم یې له بېلابېلو ګاونډیانو سره لویې او وړې ستونزې ایجاد کړې دي. افغانستان او هند خو یې خپل همېشني تاریخي دښمنان بللي دي. د پاکستان «نا امني محوره سیاست» په تېرو درېیو لسیزو کې خپله ناکامي ثابته کړه. د پښتنو دغه نوی خوځښت باید د پاکستان مشران دې ته متوجه کړي چې بهرني هېوادونه به یا د پاکستان د بقا لپاره ګواښ وي یا نه وي، خو د پاکستان دننه اقتصادي، فرهنګي او ډیموګرافیک واقعیتونه کولای شي چې په لنډه یا اوږده موده کې د دغه – په یو عبارت مصنوعي – دولت بنسټونه ولړزوي.

د ولسونو حقه حقونه به له نړۍ والو اخلاقي اصولو سره سم تحقق پیدا کوي او هېڅ ځواک یې مخه نه شي نیولای، خو حکومتونه کولای شي د خپلو خلکو د سوکالۍ لپاره او د خپلو سیاسي جوړښتونو د سوله ییزې بقا لپاره منطقي او عملې لارې چارې ولټوي.

نړۍ وال شرایط بدل شوي. د یوویشتمې پېړۍ د پیل نړۍ وال سیاستونه هغه د ساړه جنګ د دورې سیاستونه نه دي او د هېوادونو ترمنځ د همکاریو او نه همکاریو معیارونه اوس هغه زاړه معیارونه نه دي. د ساړه جنګ په مهال چې پاکستان کوم جیوستراتېژیک ارزښت درلود، اوس هغه ارزښت ورته نه دی پاتې. افغانستان هم نن پر پاکستان هغومره تکیه نه لري چې درې کاله پخوا یې درلوده. په اسلام اباد کې پښتون قیام دا هم ثابته کړه چې د ولسونو غوښتنې او د غوښتنو د تحقق لارې چارې هم اوس د پخوا په څېر نه دي. که د پاکستان حکومت او سیاسیون په اوسنۍ جیوستراتېژیکه فضا کې د خپل ځای د بیا تعریفولو هڅه وکړي، نو کېدای شي خپل هېواد له سترو ننګونو وژغوري.

سیمه ییزه همکاري د دې سیمې د ټولو ولسونو لپاره د نجات یوازینۍ لاره ده. په اوسنۍ دنیا کې داسې ستونزه نه شته چې د سولې او خبرو له لارې حل نه شي. افراطیت او د تاوتریخوالي پالل یوازې کولای شي چې د ولسونو د سوکالۍ خنډ شي او د ستونزو د عادلانه او منطقي حل بهیر وځنډوي.

د افغانستان په روانه جګړه کې د پاکستان منفي او زهرجن لوبولی رول که یو خوا ته پرېږدو، د پښتنو ځوانانو دغه نوی مدني حرکت د سیمې د هېوادونو سیاسي مشرتابه ته یو نوی فرصت ورکوي چې د سیمې د ټولو ولسونو منافعو ته په پام د ستونزو د حل لپاره په سوله ییزو لارو چارو او د سیمې د اقتصادي ودې په اهدافو د یوویشتمې پېړۍ نوی منطقوي نظام ورغوي.

دا وګورئ

د کابل فاتحان؛ ټلواله که سي آی اې؟

ژباړن:حيدر جنرال ګاري شرون پنجشېر ته ۱۰ ميليونه ډالر يوړل. سي آی اې په پنجشېر ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *