دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / د بهرنیو چارو وزارت: افغان او پاکستاني چارواکي پر مهمو مسئلو هوکړې ته نه دي رسېدلي  

د بهرنیو چارو وزارت: افغان او پاکستاني چارواکي پر مهمو مسئلو هوکړې ته نه دي رسېدلي  

د یاد سفر ټول جزئیات به اسلام اباد ته د تللي پلاوي له لوري ولسمشر ته وړاندې شي او له هغې وروسته به ارګ د پاکستان په وړاندې خپله تګلاره اعلان کړي

د دې خبرو د ناکامۍ لامل د دولت دوه ګونی دریځ دی، له پاکستان سره خبرې او د اسلام اباد د لاریونوالو ملاتړ په یوه وخت کوي ( عبدالهادي وزین)

کابل – د بهرنیو چارو وزارت وايي، له پاکستاني لوري سره تر اوږدو بحثونو وروسته کومې پایلې ته نه دي رسېدلي، نو ځکه د عمل ګډ پلان هم نور د تطبیق وړ نه دی.

د دغه وزارت ویاند شکېب مستغني ويلي، د یاد سفر ټول جزئیات به د پلاوي له لوري ولسمشر ته وړاندې شي او له هغې وروسته به ولسمشرۍ ماڼۍ له پاکستان سره خپله تګلاره اعلان کړي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، له پاکستاني لوري سره له دوه ورځني بحث وروسته کومې نتیجې ته ونه رسېدل او د عمل ګډ پلان په دوهمه ناسته کې د افغان لوري هغه غوښتنې د پاکستان له خوا ونه منل شوې چې ورته وړاندې شوې وې.

د تروریزم په وړاندې د عملي ګام پورته کول، د ترهګرو مالي سرچینې بندول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترهګرو د تګ راتګ مخنیوی او د افغان مهاجرینو موده غځول هغه غوښتنې وې چې په یاد سفر کې د افغان پلاوي له لوري مطرح شوې.

د بهرنیو چارو وزارت د مسوولينو په خبره، د یادو غوښتنو له ډلې پاکستان یوازې د کډوالو پر غوښتنې هوکړه کړې او نورې ټولې غوښتنې يې نه دي منلې.

د سیاسي چارو شنونکی او د پوهنتون استاد عبدالهادي وزین بیا د دواړو ګاونډیو هېوادونو د اړیکو پر ښه کېدا ټینګار کوي، خو په وینا یې د دغو مذاکراتو د ناکامۍ یو مهم لامل دا دی چې په اسلام اباد کې د پاکستان د حکومت خلاف روانو لاریونونو په مهال ولسمشر غني له لاریونوالو ملاتړ اعلان کړ. د نوموړي په خبره  پاکستان دا کار په خپلو داخلي چارو کې د افغان حکومت مداخله بللې او له همدې امله یې افغان پلاوي ته منفي ځواب ورکړی دی.

دا په داسې حال كې ده چې تېره اونۍ كابل ته د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت د مرستيالې په مشرۍ د دغه هېواد د پلاوي تر سفر وروسته افغان حكومت پر ځينو مهمو مواردو د هوكړې خبره كړې وه.

دا وګورئ

ملي مشارکت ګوند: تش په نوم رهبران د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهي

  په افغانستان کې روان وضعیت له بل هر وخت څخه ډېر بحراني شوى، اړتیا ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *