دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / کارپوهان: حکومت او جمعیت د واک او امتیاز له وېش پرته پر ملي مسئلو فکر نه کوي

کارپوهان: حکومت او جمعیت د واک او امتیاز له وېش پرته پر ملي مسئلو فکر نه کوي

 

د حکومت او جمعیت اسلامي ترمنځ د خبرو لسم پړاو هم بې پايلې پای ته رسېدلی دى

د خبرو په لسم پړاو کې مو د حکومت له استازو سره په انتخاباتو کې د سیاسي ګوندونو د رول پر طرحې خبرې وکړې، خو کومې پرېکړې ته نه یو رسېدلي (د جمعیت اسلامي ګوند غړی)

کابل – کارپوهان وايي چې د ملي یووالي حکومت او جمعیت اسلامي د چوکیو او امتیازاتو له وېش پرته د هېواد د ملي مسئلو په اړه فکر نه کوي.

د حکومت او جمعیت اسلامي ګوند ترمنځ د را ولاړو شویو ناندریو په اړه پرلپسې ناستو او خبرو لا هم د حکومت دننه سیاسي جنجالونه پای ته نه دي رسولي.

د جمعیت ګوند غړی کمال الدین حامد وایي، د عطا محمد نور د ګوښه کېدو او نورو مسایلو په اړه له حکومت سره ستونزې نه لري، خو په انتخاباتو کې د ګوندونو د رول په اړه يې له حکومت سره په لسم پړاو خبرو کې بحث کړی چې کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

په ورته مهال د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وايي چې د حکومت او جمعیت ترمنځ د خبرو پرمختګ ته خوشبین دی، خو په وینا یې د بلخ د والي په توګه د عطا محمد نور د کار دوام د قانون ماتول دي او ډېرې ستونزې یې را ولاړې کړې دي.

خو د افغانستان د نوي بنسټ ګوند رئیس احمدالله علیزی او د سیاسي چارو شنونکی فیض الله جلال وایي، حکومت او جمعیت اسلامي ګوند د لویو ملي مسئلو او په هېواد کې د روانو ستونزو په اړه فکر نه کوي او یوازې د واک پر وېش بوخت دي.

په همدې حال کې کابل نیوز ته ځینو سرچینو ويلي چې په راتلونکې میاشت کې به د عطا محمد پر ځای نوی والي بلخ ولایت ته ور وپېژندل شي. جمعیت بیا د حکومت له خوا د غوښتنو منلو ته په تمه دی او وایي چې د ټولو غوښتنو تر منل کېدو پورې له حکومت سره خبرو ته دوام ورکوي.

دا وګورئ

ملي مشارکت ګوند: تش په نوم رهبران د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهي

  په افغانستان کې روان وضعیت له بل هر وخت څخه ډېر بحراني شوى، اړتیا ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *