دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / امنیتي سرچینه: د طالبانو نفوذي کس په هلمند کې ۱۶ دولت پلوه وسله وال وژلي

امنیتي سرچینه: د طالبانو نفوذي کس په هلمند کې ۱۶ دولت پلوه وسله وال وژلي

 

پېښه د محمد رسوليان په نوم د يوه دولت پلوه قوماندان په پوسته کې رامنځته شوې او پوسته يې هم له لاسه وتلې ده

لښکرګاه – د طالبانو يوه نفوذي كس په هلمند ولایت کې ۱۶ دولت پلوه وسله وال وژلي او د هغوى وسلې يې ترې وړې دي.

د هلمند ولايت يوه امنيتي سرچينه وايي، دا پېښه وړمه ورځ تر غرمې وروسته د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

سرچينه زياتوي، پېښه د محمد رسوليان په نوم د يوه دولت پلوه قوماندان په پوسته کې رامنځته شوې او پوسته يې هم له لاسه وتلې ده.

بل پلو طالب وياند قاري يوسف احمدي ويلي، د ګرشک ولسوالۍ د ترابي هوټل پوسته کې يې درېيو نفوذي كسانو د يوه قوماندان په ګډون ۱۶ کسان وژلي او ورسره ټول مهمات يې ترې وړې دي. ولايتي چارواكو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د کورنیو چارو وزارت وايي، د ګرشک ولسوالۍ په سیدان کلي کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې درې وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي، خو دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

دا وګورئ

ملي مشارکت ګوند: تش په نوم رهبران د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهي

  په افغانستان کې روان وضعیت له بل هر وخت څخه ډېر بحراني شوى، اړتیا ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *