دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / د بودیجې د نړیوال سازمان د سروې پر بنسټ؛ د افغانستان د ۲۰۱۷ کال بودیجې د شفافیت په برخه کې ۴۹ نومرې وړې دي 

د بودیجې د نړیوال سازمان د سروې پر بنسټ؛ د افغانستان د ۲۰۱۷ کال بودیجې د شفافیت په برخه کې ۴۹ نومرې وړې دي 

افغان حکومت لا هم د بودیجې د شفافیت په برخه کې ګڼې ستونزې لري او لا ډېر کار ته اړتیا ده (پر روڼتیا د څار بنسټ)

کابل – د مالیې وزارت وایي، په تېرو دوو کلونو کې د بودیجې د شفافیت او حساب ورکونې په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او افغانستان د متوسطې بودیجې لرونکو هېوادونو په لومړي کتار کې راغلی دی.

خو پر روڼتیا د څار بنسټ او د ولسي جرګې د بودیجې او مالي چارو کمېسیون وایي، افغان حکومت لا هم د بودیجې د شفافیت په برخه کې ګڼې ستونزې لري چې لا ډېر کار ته اړتیا ده.

که څه هم د افغانستان د انکشافي بودیجې لویه برخه لا هم پر بهرنیو مرستو ولاړه ده، خو د مالیې وزارت وایي، افغان حکومت د بودیجې د شفافیت په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

پر روڼتيا د څار بنسټ له لوري په ملي بودیجه کې د خلکو د ګډون تر سرلیک لاندې په رابلل شوې ناسته کې د افغانستان د ملي بودیجې پر ستونزو او پرمختګونو خبرې وشوې.

د بودیجې د نړیوال سازمان له لوري د متوسطې بودیجې لرونکو هېوادونو ترمنځ په ترسره شوې سروې کې افغانستان دا ځل ۴۹ نومرې وړې دي چې د چارواکو په اند د افغان حکومت مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي.

پر روڼتيا د څار بنسټ د بودیجې د شفافیت په برخه کې د حکومت دغه پرمختګ ستایي، خو په وینا یې په ملي بودیجه کې د خلکو د ګډون کچه لا هم تر ټولو په ټیته کچه کې ده چې د بودیجې شفافیت تر پوښتنې لاندې راوستلای شي.

بلخوا د ولسي جرګې د بودیجې او مالي چارو کمېسیون مسوولين وایي، د بهرنیو هېوادونو پر مرستو له اتکا پرته د افغانستان په ملي بودیجه کې د نړیوالو معیارونو پوره کول ستونزمن کار دی.

د ولسي جرګې غړي وایي، د افغانستان په ملي بودیجه کې لا هم اساسي او د کاري فرصتونو رامنځته کوونکې پروژې ځای نه لري.

د بودیجې نړیوال سازمان په هرو دوو کلونو کې په ۱۱۵ هېوادونو کې دغه راز سروې ترسره کوي چې د چارواکو په وینا افغانستان دا ځل د پام وړ پرمختګ کړی دی.

دا وګورئ

ملي مشارکت ګوند: تش په نوم رهبران د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهي

  په افغانستان کې روان وضعیت له بل هر وخت څخه ډېر بحراني شوى، اړتیا ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *