دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / سرمقاله / په اسلام اباد كې د پښتنو ستر مدني پاڅون

په اسلام اباد كې د پښتنو ستر مدني پاڅون

په اسلام اباد كې د پښتنو تاريخي مدني حركت پرون په مشروط ډول پاى ته ورسېد.

دغه حركت لس ورځې وړاندې په اسلام اباد كې پيل شو ډېر زر په يوه تاريخي مدني حركت بدل شو او دا يې وښودله چې:

پښتانه د بل هر مهذب ولس په څېر مدني ژوند كولاى شي. پښتانه ترهګر نه دي، بلكې د يوې نړيوالې توطيې ښكار دي. په پاكستان كې حكومت او نظام د دوى پر حقونو ډېر ناروا تېرى كړى چې نور ورته له زغمه وتلى دى.

د اسلام اباد په تاريخي لاريون كې د معمول په څېر د يو شمېر معامله ګرو كسانو لخوا هڅه وشوه چې دغه ستر مدني حركت د دوى د شخصي موخو ښكار شي، ولسمشر غني هم له دې حركت څخه چې په كوم ډول ملاتړ اعلان كړ هڅه يې دا وه چې همداسې يوه تبليغاتي څپه را پورته كړي. خو د پښتنو دغه خودجوشه مدني حركت چې د يو پښتانه ځوان نقيب الله مسعود د مظلومانه شهادت په غبرګون كې پيل شوى و د ډېرو انساني او معقولو غوښتنو په بدرګه له خپلې موخې كوږ نه شو، په ډېر درنښت يې دوام وموند، هېڅ ډول ملي شتمنۍ ته په كې زيان وا نه وښت او هېڅ د غرض لاس په كې ځاى و نه موندلاى شو، تر دې چې د پاكستان حكومت د دغه تاريخي لاريون د ګډونوالو ټولې غوښتنې ومنلې.

په ريښتينې معنا دغه حركت د تېري، وحشت او حكومتي استبداد په خلاف د پښتنو د يوه نوي مدني اوښتون پيلامه كېداى شي.

دغه حركت ځوان نسل ته نوې لارې وښودې، نړيوالو ته يې وښودله چې د ډيورنډ دواړو لوريو ته روان «قتل عام» يوه نړيواله توطيه ده چې امريكا او پاكستان په ګډه پلې كړې ده. دوى وښودله چې پښتني جغرافيه (د مشرف – بوش) د ګډې توطيې له لاسه د مرګونو او وحشتونو په ډګر بدله ده، له شېبه راډيو سره په مركه كې د اسلام اباد د لاريون يوې روڼ اندې پښتنې (ثنا اعجاز) يوه ترخه واقعيت ته په اشارې وويل چې د اسلام اباد په زرګونو پښتانه چې په ماڼيو كې اوسي په دې مدني حركت كې شريك نه شول، دا د هغو قبايلو زرګونه كسان دي چې له تېرو ۱۶ كلونو راهيسې د امريكا او پاكستان د ګډ تاړاك تر ګوزارونو لاندې ژوند كوي.

د دې خبرې يو ژوندى درس دا دى چې ولسونه په بمونو او ګوليو نه مري او نه له منځه تلاى شي، خو كه خپل هويت، وقار او حميت ته شا كړي، له خپلواكۍ تېر شي او خپل برخليك نورو ته وسپاري په ژوند به ورك، مړه او بې هويته شي.

دا وګورئ

د فيل پر شا ويده ارګ!

پرون د حكومتي او حكومت پلوه په اصطلاح ازادو رسنيو يو تود خبر د حامد ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *