دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / سرمقاله / پاكستان هم دوست هم دښمن؟!

پاكستان هم دوست هم دښمن؟!

پرون سهار د بهرنيو چارو وزارت د سياسي معين په مشرۍ يو پلاوى چې د ملي امنيت او نورو امنيتي ارګانونو غړي هم پكې شامل وو اسلام اباد ته لاړ، دغه پلاوى به د ترهګرۍ خلاف د ګډ عمل په نوم پر هغه پلان خبرې كوي چې د پاكستاني رسنيو په ادعا د پاكستان وړانديز دى.

دا پلاوي داسې مهال د اسلام اباد او كابل ترمنځ تګ راتګ كوي چې په كابل او نور هېواد كې د پرلپسې درنو ځانمرګو بريدونو له لامله افغان ولس په ماتم كې ډوب دى او چارواكي د دې بريدونو پړه پر داسې چا ور اچوي چې نېغ په نېغه پاكستان ورسره ملګرى دى. ولسمشر غني برالا دا شعارونه هم وركوي چې پاكستان دې د افغانانو له دښمنۍ لاس واخلي.

اوس پوښتنه دا ده چې د پاكستان او افغانستان اړيكې څه ډول دي؟ آيا پاكستان دوست دى كه دښمن؟

كه دوست وي، كه يو باوري ګاونډى وي بيا خو د بهرنيو چارو وزارت د معينانو په كچه راشه درشه او اړيكې، ګډ كار او ګډ پروګرام يوه توجېه لري. خو كه پاكستان دښمن وي، بيا دغه سفرونه په څه معنا دي؟

دلته د شك ځاى دا دى چې له بده مرغه نن زموږ په هېواد كې له يوه پلوه د امريكا او ناټو د ځواكونو غومبر جوړ دى، هغوى د طالبانو د ځپلو په نوم له عراقه خپلې درنې وسلې دلته را لېږدوي. د بي ۵۲ الوتكو بمبارۍ له سره پيل شوې، بل لور ته د طالبانو غبرګون هم له بده مرغه زموږ له عام ولس نه قرباني اخلي. دوى د كابل او ننګرهار د وروستيو بريدونو په څېر په داسې جنايت لاس پورې كوي چې په سلګونو بې ګناه افغانان په وينو كې پرېوزي او زياتې كورنۍ د دوى له لاسه په وير كې ډوبېږي.

له دې سره هم امريكايي چارواكي او هم پخپله افغان چارواكي د دې بريدونو تر شا د پاكستان لاس بولي. اوس په دغسې وضعه كې چې د كابل او اسلام اباد ترمنځ پر اساسي مسايلو جوړجاړى نه وي شوى، په ټيټه كچه د خبرو دوام د څه لپاره او د كوم منطق له مخې؟

ډېره عجيبه دا ده چې كابل له اسلام اباد سره د ډيورنډ په اوږدو كې د پاكستان له خوښې سره سم د ګډو عملياتو پر طرحه توافق كوي، بل لور ته د پښتنو د قتل عام د اوږدې پروسې په خلاف په اسلام اباد كې د پښتنو د تاريخي لاريون ملاتړ او هركلى هم كوي.

دغه ګډوډ دريځونه له ورايه ښيي چې د پردې تر شا كومه لوبه روانه ده او زموږ چارواكي له بده مرغه د نورو په اشاره هغه څه كوي چې دوى پخپله هم نه پرې پوهېږي او نه ولس پرې قانع كولاى شي. نه يې په دريځونو كې همغږي شته او نه به ولس پرې ډاډه شي، نه دا هيله كېداى شي چې له يوه ژور او اساسي بدلون پرته دې د ولس د ښې راتلونكې ارمان پوره شي.

دا وګورئ

د فيل پر شا ويده ارګ!

پرون د حكومتي او حكومت پلوه په اصطلاح ازادو رسنيو يو تود خبر د حامد ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *