دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / سرمقاله / آيا هېواد په كنډواله او هدیره بدل شي؟

آيا هېواد په كنډواله او هدیره بدل شي؟

امريكايي پوځي چارواكي وايي چې په افغانستان كې به د بي ۵۲ الوتكو بريدونه ډېر شي. افغان چارواكي طبعاً د امريكا د دغسې اعلان هركلى كوي، ځكه چې د افغان ځواكونو كمزورۍ او ناتوانۍ په كې پټېداى شي.

دوى د امريكا د درنو وسلو او بي ۵۲ الوتكو د بمباريو پر تخريبي او ورانوونكي اړخ نه خبره كوي او نه يې پروا لري. له بده مرغه چارواكو په تېره پوځي چارواكو ته دا مهمه ده چې له دوى نه د جګړې او مرګ ژوبلې بار سپك شي.

خو د امريكا د پوځونو د زياتوالي، د دوى د بې پيلوټه او يا بي ۵۲ الوتكو د بمباريو زياتوالى پخپله افغانستان په كنډواله او هديره بدلوي. څه موده وړاندې امريكايي چارواكو دا راپور خپور كړ چې په تېر زېږديز كال كې يې پر افغانستان تر ۴۳۰۰ ډېر بمونه غورځولي دي چې په دې كې پر اچين د (مور بم) غورځول هم شامل دي.

دغه په زرګونو ټنه باروت او اوسپنې چې څومره افغانان وژني او څومره كلي له خاورو سره برابروي، د دې كره شمېرې متأسفانه نه خپرېږي، ځكه چې امريكايانو او افغان حكومت پر دې توافق كړى چې تر ممكن حده د جګړې او بمباريو د مرګ ژوبلې او خرابيو راپورونه خپاره نه كړي.

بل لور ته له برالا انساني او مالي زيانونو پرته، چې دغه په زرګونو ټنه باروت او مرمۍ زموږ چاپېريال څومره په زهرو لړي، زموږ فصلونه او طبيعي چاپېريال ته څومره ستر زيان رسوي، له بده مرغه پر دې نه زموږ چارواكي فكر كولو ته وزګار دي او نه دا زيان او تاوان بولي، ځكه خو په هېواد كې د پرديو ځواكونو هر وحشت ته دوى په جينګه خوله لبيك وايي.

پوځي چارواكي په دې ښه پوهېږي چې بي ۵۲ الوتكې د جبهه يي جګړو لپاره وي او لومړى دا چې له طالبانو سره جګړه جبهه يي نه ده، دوهم زموږ اوسنۍ جګړه د ولس په منځ كې ده، پر كليو او كورونو د بي ۵۲ بمباري شين كفر دى.

په كندز او ځينو نورو ولايتونو كې چې په دې وروستيو كلونو كې د امريكايي هوايي ځواكونو بمباريو كومې غميزې جوړې كړې، نړيوالې رسنۍ او سازمانونه هم پرې وغږېدل. چارواكي بايد په دې وپوهېږي چې دوى په دغسې وحشتونو همدومره په ولس كې ملامت دي لكه پخپله امريكايي وژونكي ځواكونه، ځكه همدوى دي چې ظاهراً د امريكا د هر ډول وحشت توجېه ته چمتو ناست وي.

بل لور ته له بده مرغه د امريكا پر ناكردو تشې نیوكې او اعتراضونه له ډېرو لوريو كېږي، خو كه په ولس كې مسوولانه داسې يو خوځښت را پورته نه شي چې د حكومت قبله سمه كړاى شي، په دغو تشو اعتراضي شعارونو هېڅ درد نه دوا كېږي. پايله دا چې ټول ولس به د بې توقيره چارواكو او پرديو ښكېلاكي ځواكونو له لاسه په وير کې ډوب وي.

دا وګورئ

د فيل پر شا ويده ارګ!

پرون د حكومتي او حكومت پلوه په اصطلاح ازادو رسنيو يو تود خبر د حامد ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *