دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / سرمقاله / آيا زموږ ستونزه متمركز نظام دى او كه متشتت؟!

آيا زموږ ستونزه متمركز نظام دى او كه متشتت؟!

ډاكتر عبدالله د امنيت شورا له پلاوي سره په خبرو كې په هېواد كې د متمركز نظام او په يوه لاس كې د واك له تمركز نه سر ټكولى، وايي چې د ستونزو حل غير متمركز نظام دى.
دا به پرېږدو چې د ډاكتر عبدالله موخه د دې ببولاې له بيا زمزمه كولو څه ده.
خو دا هغه څه دي چې ځينې يې د فدرالي نظام په بڼه غواړي، ځينې يې د عطا محمد نور په څېر فدرالي ته ورته نظام، ځينې بيا صدراعظم او دوه محوره نظام.
راځئ لږ په سړو اعصابو پر دې فكر وكړو چې د هېواد اوسنۍ ستونزه متمركز نظام دى او كه انارشي، له قانون سرغړونه او په هره كوڅه كې د يوې وړوكې امپراتورۍ شتون.
پر دې سربېره دا اوس چې د حكومت او نظام په نوم كوم څه زموږ پر ولس تپل شوي دا د هغو نړيوالې ټولنې د ارادو تمثيل كوي كه د افغان ولس؟
آيا دا اوس چې ولسمشر د يوه والي لخوا لاسليك شوې، منظوره كړې استعفا نشي عملي كولاى دا د واك د تمركز نښه ده كه د انارشۍ، له قانون او اصولو د سرغړونو او بې كفايتيو!
همدغسې متمركز نظام او يا ديكتاتوري نظام داسې ځواكمنې او پياوړې ارادې ته اړتيا لري چې د واك جزيرې يې په مخه كې سر پورته نكړاى شي. په داسې حال كې چې زموږ د اوسني حكومت وضعه هغه د (هر كله بېل خيال) په مصداق دومره شړېدلې چې هر لوى او وړوكى چارواكى يې ځان پاچا ګڼي.
دا نن چې زموږ پر ولس كوم حالت تپلى دى، د هېڅ نظام په تعريف كې نه راځي، كه څوك پر روانې وضعې د خپلې خوښې نظام د حاكميت لپاره استدلال كوي، يا يې موخه د خپلو كمزوريو او بې كفايتيو پټول دي او يا د پرديو په اشاره غواړي ولس مو نور هم په بدمرغيو او ناخوالو كې را ښكېل كړى.
دا اوسنۍ انارشي د ملي يووالي په نوم د حكومت پايله ده، كه په متمركز نظام كې د واك دومره محورونه جوړېږي چې حكومت او نظام مو مسخره كوي، قانون او اصول تر پښو لاندې كولاى شي او څوك يې د راقابو كولو هم نه دي، كه غير متمركز نظام رسماً ومنل شي بيا خو يې معنا دا ده چې دغه لنډۍ امپراتورۍ په رسميت وپېژندل شوې.
راځئ لږ د هغه حالت تصور وكړو، زموږ پر شريك هېواد به د پرديو د اردليانو څه ډول نخرې روانې وي، زموږ ولس به د څومره زورواكو د اقتدار او هوس په اور كې پروت وي؟!

دا وګورئ

د فيل پر شا ويده ارګ!

پرون د حكومتي او حكومت پلوه په اصطلاح ازادو رسنيو يو تود خبر د حامد ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *