دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / تحلیل / پاكستان؛ له نيابتي تر مخامخ جګړې

پاكستان؛ له نيابتي تر مخامخ جګړې

ع، وطندار

له پاكستان سره د افغانستان اوسنۍ ناخوالې او اختلافات د انګرېزانو د رذيلانه سياستونو يو برخه ده. كله چې انګريزان پر دې پوه شول چې نوره يې په هندوستان كې بقا ممكنه نه ده؛ نو له هنده يې په داسې توګه د وتلو پرېكړه وكړه چې د سيمې هېوادونه به تر نامعلومې مودې پورې پخپلو كې په لانجو اخته وي او په ناباوريو كې به ژوند كوي. كه چېرې يې غوښتي واى، نن به نه د هند او پاكستان تر منځ د كشمير پر سر اختلافات واى او نه به د افغانستان او پاكستان تر منځ د ډېورنډ كرښې پر سر اختلافات واى.

افغانستان له پاكستان سره له ډېورنډ كرښې ور اخو نور هېڅ اختلاف نه لري، البته پاتې كېږي د افغانستان له اوبو نه د پاكستان د استفادې خبره چې په دې برخه كې نړيوال قوانين موجود دي؛ خو تر هغې چې د ډېورنډ لانجه نه وي حل شوي، په بله برخه كې هېڅ ګام نه شي اخيستل كېداى. كه څه هم انګرېز د خپل استعماري خوى له مخې رذالت وكړ؛ خو د پاكستان د جوړېدو پر مهال د دې دواړو هېوادو مشرانو هم هېڅكله دا هڅه و نه كړه، چې له سوله ييزې لارې، تاريخي حقايقو او حقوقي نړيوالو نورمونو ته په كتو دې مسألې ته د حل يوه لاره پيدا كړي. د دې نتېجه دا شوه چې د دواړو هېوادو تر منځ به ناباوري دوام پيدا كوي چې اثرات يې دواړو هېوادو ته منفي دي او دا يو ښه شګون نه دى.

په ۱۹۷۸ (۱۳۵۷) كې چې په افغانستان كې د روسانو په مستقيمه لارښوونه او همكارۍ كمونيستي كودتا وشوه، د افغانستان د بدبختۍ شپې ورځې پيل شوې؛ ځكه د دې اندېښنه موجوده وه چې افغانستان هم د منځنۍ آسيا د هېوادو په څېر د روسانو يو متحد نه شي. ډاكتر حسن شرق په خپل كتاب: «تأسيس و تخريب اولين جمهوريت در افغانستان» كې كاږي چې ما ته د هند پخوانۍ صدراعظمې ميرمن اندار ګاندي د يوه ملاقات پر مهال وويل چې موږ ځكه د افغانستان له دموكراتيك حكومت سره د يوه مستقل هېواد د حكومت په توګه اړيكې ټينګې كړې چې روسان افغانستان په خپله خاوره پورې و نه تړي. له دې نه دا څرګنده ده چې ان هند له دې لامله اندېښنه درلوده او پر دې نه خوښ چې شوروي له آمو سينده را پورې وځي. حسن شرق د ډاكتر نجيب د حكومت پر مهال يوه دوره صدراعظم و چې بيا يې پخپله ادعا له دې لامله له نجيب سره ډكى مات شو چې د نجيب ا… مسير په مشرۍ يې په مزار شريف كې د يوه بديل حكومت مخالفت وكړ او هغه يې د هېواد د تجزيې يوه دسيسه وبلله. كله چې د ۱۳۵۷ د ثور پر اوومه په افغانستان كې د روس پلوه د خلق دموكراتيك ګوند له خوا كودتا وشوه او د ۱۳۵۸ د جدي پر شپږمه روسي قواوې افغانستان ته راغلې نو افغان ولس چې لا پخوا يې د كمونيزم د بړېڅو پر وړاندې جهاد شروع كړى و، خپل جهاد نور هم پسې پراخه او هېواد شموله كړ. د پاكستان ولسمشر جنرال ضياءالحق چې غوښتل يې د ذوالفقار علي بوټو او داوود خان تر منځ پيل شوې خبرې پسې وغځوي او د تره كي د واكمنۍ پر مهال يې كابل ته سفر وكړ چې تره كي او امين ورته په پغمان كې ميلمستيا ترتيب كړه او هلته سره وغږېدل چې جزئيات يې پټ پاتې شول؛ د جهاد تر بريا وروسته د امين يوه غير حزبي نژدې دوست را ته د امين له خولې وويل چې : موږ له ضياءالحق سره غږېدلي او موافقې ته رسېدلي يو او حالات به د ښه كېدو پر خوا ولاړ شي. دا چې كومې موافقې ته رسېدلي وو بيا هم خبره پټه پاتې شوه.

افغانستان ته د روسانو د لښكرو راتګ د سيمې او نړۍ سياسي فضا بدله كړه، نړۍ بله هېڅ لار نه درلوده پرته له دې چې د افغان مجاهدينو تر شا ودرېږي او تقويه يې كړي، ځكه له روسانو سره خو هېڅ هېواد هم د مخامخ جګړې جرأت نه شو كولاى. پاكستان دا ګټه وكړه چې افغان مجاهدينو او مهاجرينو ته ټولې نظامي او بشري مرستې د پاكستان په وسیله وېشل كېدې. پاكستان ځان پر دې مرستو ښه چاغ كړ او ان تر دې چې په يوه اتومي قوت بدل شو؛ خو افغانستان ورځ تر بلې له پښو لوېده. كله چې د نجيب حكومت سقوط وكړ او مجاهدين په نامنظمه توګه واك ته ورسېدل، پاكستان لومړنى دا اقدام وكړ چې د افغانستان ملي اردو او ملي پوليس او استخبارات يې سره وپاشل. كله چې د آى اس آى پخوانى رئيس جنرال حميد ګل د صدراعظمې بې نظير بوټو له خوا اجباري تقاعد ته سوق کړل شو او دې مسألې كورني او بهرني ژورناليستان د هغه پر كور ور مات كړل؛ نوموړي د يوې مركې په ترڅ كې وويل: دا مهال چې افغانستان كوم نظامي قوت لري په سيمه كې يې يو هېواد هم نه لري، هغه وويل چې موږ خو لا پرېږده چې له هندوستان سره هم دغومره قوت نشته. متأسفانه چې هغه قوت د پاكستان په لاسو تالا ترغۍ شو او افغانان د يوه شوي افغانستان د اېرو پر ډېرۍ كېناستل او بيا ډېره د افسوس خبره دا ده چې دا هر څه د افغانانو په خپلو لاسو وشول او همغه مشران څوك چې ژوندي دي لا يې هم پر شونډو فاتحانه موسكا خپره ده او ځانونو ته د قهرمانانو په نظر ګوري، افسوس، افسوس، افسوس.

په هر حال كله چې پاكستان، افغانستان ښه له پښو وغورځاوه؛ نو لومړى خو يې دا هڅه وكړه چې افغانستان پر خپل پنځم ايالت بدل كړي. دا كومه تشه ادعا نه ده، پر دې خبره پخپله پاكستاني مقاماتو بيا بيا اعترافونه كړي دي چې يو ښه مثال او اولنى سند يې د حميد ګل هغه پيشنهاد دى چې د ۱۹۸۸ د جون پر ۳۰مه نېټه يې جنرال ضياءالحق ته وړاندې كړ او د دې پيشنهاد انګېزه، آى اس آى ته د هغه راپور ورسېدلى چې د افغانستان په غرونو كې په كافي اندازه يورانيم موجود دي او دا هغه خبر و چې بالاخره يې سي آى اې ته درز وكړ او د نوموړې ادارې د هغه مهال رئيس ويليام كيسي يې دې ته اړ كړ چې د مسألې د حقيقت د معلومولو له پاره پاكستان ته سفر وكړي، نوموړى د پېښور په ناصر باغ كې د افغان مهاجرينو د كتلو له پاره هغه كمپ ته هم ورغى او غوښتل يې چې پاكستان ته دا تأثر وركړي چې دى راغلى چې د افغان مهاجرينو حالات وجاجوي او ضمناً د روسانو پر وړاندې د مجاهدينو پرمختګ؛ خو  د هغه د سفر اصلي موخه هغه وه چې نغوته مو ورته وكړه. پاكستان غوښتل ځان د طالبانو د تحريك په وسيله دې هدف ته ورسوي؛ خو دې هدف ته و نه رسېد. ګران لوستونكي د دې ادعا د حقيقت په اړه هله ښه قضاوت كولاى شي چې د جنرال حميد ګل د هغه پيشنهاد متن ولولي چې جنرال ضياءالحق ته يې كړى و.

كله چې پاكستان له دې كاره نهيلى شو؛ نو بيا يې په افغانستان كې د ستراتېژيك عمق خبره تعقيب كړه، يعنې په كابل كې بايد داسې حكومت وي چې په هر څه كې له اسلام آباده الهام واخلي، يعنې د افغانستان بهرنى سياست بايد كاملاً په اسلام اباد پورې تړلى وي؛ خو دا هيله يې هم تر سره نه شوه؛ نو يې بيا د امريكا په مرسته په افغانستان كې نيابتي جګړه پيل كړه چې تر اوسه پورې دوام لري، دا جګړه له يوې خوا د طالب او له بلې خوا اوس د داعش په مرسته پر مخ بېول كېږي. په افغانستان كې په جګړه كې اخته داعش هغه داعش نه دى چې مشري يې ابوبكر البغدادي كوله؛ بلكې د دې داعش مركز په ښكاره په اوركزو اجنسي او په پټه په راولپنډي كې دى.

د ۲۰۱۷ په اوږدو كې پاكستان د ډېورنډ كرښې په امتداد د اغزن سيم لګولو كار پيل كړ دا كار يې په ځينو ځايو كې وكړ؛ خو په ځينو سيمو كې د افغان لوري له مخالفت سره مخ شو چې له هغې جملې د كونړ د ناړۍ ولسوالۍ په امتداد په دې اړه پاكستاني او افغان ځواكونه دواړه يو بل ته ګوته په ماشه ناست دي. د كونړ امنيه قوماندان پاسوال (تورنجرال) جمعه ګل همت وويل چې په دې اړه ورته د وسله والو قواوو اعلى سرقوماندانۍ هدايت رسېدلى چې له خپلې خاورې نه دفاع وكړي. دلته دا خبره هم د يادولو وړ ده چې د كونړ ولسي خلك مورچلو ته ختلي او د يادې ولسوالۍ ۹۰ سلنه كورنۍ د كونړ نورو سيمو ته كډه شوي.

په افغانستان كې نيابتي جنګ هم ډېر اوږد شو او ښايي پاكستان ته يې هغسې نتايج نه وي لرلي څومره چې تمه وه؛ نو ځكه اوس هغه ځاى ګروي چې خارښت نه كوي.

دا وګورئ

د کابل فاتحان؛ ټلواله که سي آی اې؟

ژباړن:حيدر جنرال ګاري شرون پنجشېر ته ۱۰ ميليونه ډالر يوړل. سي آی اې په پنجشېر ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *