دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / تحلیل / د ارګ کلابندي او د افغانستان کړکېچن وضعیت

د ارګ کلابندي او د افغانستان کړکېچن وضعیت

د سي بي اس شبكې راپور او له ولسمشر غني سره د مركې بشپړ متن

ژباړن: لطف الله لطف

په افغانستان کې د امریکايي جګړې په تېرو شپاړلسو کلونو کې دوه نیم زرو امریکایي پوځیانو او په لسګونو زرو افغان وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو په داسې حال کې چې د هېواد پلازمېنه تر محاصرې لاندې ده، د روښانه راتلونکي څرک تراوسه نه لګي.

د امریکا په تاریخ کې افغان جګړه تر ګردو اوږده بلل کېږي چې شپاړلس کاله یې دوام کړی او په همدې ترڅ کې د امریکا اهدافو او ستراتېژیو بدلون هم کړی دی. اوس د افغانستان لپاره په سپینې ماڼۍ کې یو نوی پلان را برسېره شوی. ولسمشر ټرمپ د افغان پوځ د روزنې او مرستې په موخه افغانستان ته درې زره تازه دمي سرتېري واستول، خو تاسې اړتیا نه لرئ چې د ستونزو د لیدلو لپاره ډېر لرې لاړ شئ، افغان پلازمېنه په یوه خطرناکه سیمه بدله شوې، امریکایي سرتېري او ډیپلوماټان اجازه نه لري چې پر سړکونو ازاد تګ راتګ وکړي. دوی نه شي کولی چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له قوماندانۍ تر هوایي ډګره په موټر کې تګ راتګ وکړي. دوی اړ دي چې د هوا له لارې تګ راتګ وکړي. له شپاړلسو کلونو او په ميلياردونو ډالرو لګولو وروسته کابل هم تر محاصرې لاندې دی.

د کابل په هوایي ډګر کې یو امریکایي هليکوپټر د (سفارت) په نوم نومول شوی. د همدې هلیکوپټر په مټ امریکایان او نړیوال همکاران یې د هوایي ډګر او امریکایي قوماندانۍ ترمنځ (چې پنځه دقیقې واټن دى) تګ راتګ کوي. زه چې په کومه الوتکه کې سپور وم، دا یې لسم وار و چې د امریکایي ځواکونو قوماندانۍ ته له کابل هوایي ډګره پر لاره وه.

څو کاله مخکې د امریکایي پوځیانو کاروانونه هره ورځ د کابل پر سړکونو ګرځېدل، خو اوس په کابل کې د دوی د اوسېدلو طرز بېخي بدل شوی دى. اوس له هوا څخه د دوی شتون په څرګند ډول ښکاري چې د سیمنټي دېوالونو په منځ کې اوسېږي.

سارا لوګن: موږ غوښتل پوه شو چې امریکایان په کابل کې دوه میله واټن د ځمکې له لارې نه شي وهلی، نو دا سناریو د افغانستان لپاره څه معنا لري؟

جنرال نیکولسن: افغانستان اوس مهال د جنګ په حال کې دی او پلازمېنه یې د یو پیاوړي دښمن له لوري تر محاصرې لاندې ده.

لوګن: خو تاسې له سړکونو ګټه پورته کولی نه شئ.

نیکولسن: د امریکایي ځواکونو ژغورل زموږ تر ټولو مهم لومړیتوب دی. که موږ د هوا له لارې د تګ راتګ په وسیله امریکایي ځواکونه ژغورلی شو او پوه شو چې موږ ته خوندیتوب را په برخه کولی شي، نو زما په فکر دا تر ټولو ښه لار ده.

لوګن: په پوځي برخه کې دې ته د میدان تسلیمول ویل کېږي.

نیکولسن: زه له تاسې سره موافق نه یم. زه فکر کوم چې د امریکایي پوځیانو او ملکیانو ژغورل زموږ اخلاقي مسوولیت دی. له دې امله موږ دا کار کوو.

لوګن: خو دا کومه لیرې سیمه نه ده، بلکې د افغانستان پلازمېنه ده. امریکایان چې په لومړي ځل دلته راغلل، نو هغه مهال د دې ښار د اوسېدونکو شمېر پنځه سوه زره وه. اوس دلته له پنځه میلیونه زیات وګړي ژوند کوي، ډېر خلک دلته په کار موندلو پسې سرګردانه ګرځي، په همدې حالت کې تروریستان د انسانانو د ژوند اخيستلو په موخه پر کابل را شېوه شي. دا د دې څرګندويي کوي چې د کابل ښار څومره ناامنه دی.

نیکولسن: دلته ځانمرګي راځي او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځانونه الوځوي. هغوى د خپل راتلونکي پروا نه کوي. دا کار د افغان ځواکونو له مسوولیت او دندې ډېر اسانه دی.

لوګن: کابل ښار ته د ځانمرګو راتګ څومره اسانه دی؟

نیکولسن: ډېر اسانه دی.

نیکولسن په دوه زره شپاړلسم كال کې د یو شمېر امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو مشر شو. په عین حال کې دښمن یوه محسوسه تشه ډکه کړه. له همغې ورځې ځانمرګو د کابل ښار ترور کړی چې د پولیسو مرکزونه، مسجدونه او بهرني سفارتونه یې مهم هدفونه دي.

اشرف غني: د ظلم او بې رحمۍ کچه خورا بوږنوونکې ده او موږ باید د خپلو ټولو امکانانو په کارولو دې حالت سره مبازره وکړو.

اشرف غني له ولسمشرۍ ماڼۍ حکومت کوي چې له پېړیو راهیسې د ښار په زړه کې پرته ده. د ښار نوره برخه ورځ تر بلې افقي وده کوي، زه چې درې کاله مخکې دلته راغلې وم، د ښار بڼه دا ډول نه وه. له ځینو سړکونو شل فوټه دهلېزونه جوړ شوي چې په کانکرېټي دېوالونو پوښل شوي دي.

لوګن: د ښار ځینې برخې اوس نه پېژندل کېږي. دلته څه پېښ شوي؟

اشرف غني: پخوا به جګړه زموږ د پوځ په ضد وه، خو اوس د دې جګړې هدف ملکي وګړي دي.

لوګن: هر کال په کابل کې ډېر زیات ملکي وګړي وژل کېږي، خو په غبرګون کې یې تاسې له ځانونو دېوالونه چاپېروئ.

اشرف غني: اوس مهال په هېواد کې یوویشت تروریستي ډلې فعالیت کوي. دلته په درجنونو ځانمرګي را استول شوي دي. ځینې خلک په خپلو کارخانو کې ځانمرګي تولیدوي. موږ تر محاصرې لاندې یو. د خلکو په ترور کولو طالبانو د حکومت په اړه د خلکو ژور شکونه را برسېره کړي. پایله یې: قهرجن لاریون کوونکي د کابل پر سړکونو شعار ورکوي: مرګ په اشرف غني.

لوګن: که تاسې پلازمېنه ژغورلی نه شئ، نو څنګه به وتوانېږئ چې د هېواد پاتې برخه وژغورئ؟

اشرف غني: تاسې ما ته ووایاست، آیا کولی شئ پر نیویارک د یو برید مخه ونیسئ؟ آیا تاسې کولی شئ چې پر لندن د برید مخه ونیسئ؟

لوګن: موږ د یو برید په اړه خبرې نه کوو. موږ د هغو بریدونو په اړه خبرې کوو چې ستاسې د دفتر په درشل کې کېږي او د ودانۍ کړکۍ مو رژوي چې په پایله کې یې کابل په کانکرېټي زندان بدل شوی دى.

اشرف غني: تاسې څه غواړئ؟ ستاسې بدیل څه دی آغلې؟

لوګن: ستاسې بدیل څه شی دی؟

اشرف غني: بدیل مو عزم دی. زموږ عزم موږ ته په ستره بیه پرېوتی. یوازې په څلورو میاشتو کې دوه نیم زره افغان پوځیان ټپیان او له څلور زرو زیات شهیدان شوي دي. مخکې ما د افغان پوځیانو د مرګ ژوبلې په اړه له ارقامو ورکولو ډډه کوله، خو لکه څنګه چې تاسې ګورئ، دا یوه حساسه مسئله ده.

لوګن: ستاسې د پوځیانو او پولیسو د مرګ کچه بې سارې ده.

اشرف غني: بالکل.

لوګن: تاسې به تر څو پورې دا زغمئ؟

اشرف غني: د افغانستان تر ژغورلو.

لوګن: هدف مو څومره وخت دی؟ تاسې به په څومره وخت کې افغانستان وژغورئ؟

اشرف غني: څومره وخت چې نیسي. نسلونه، که اړتیا ورته پېښه شوه.

لوګن: امریکا دلته تر نسلونو پاتې کېدی نه شي.

اشرف غني: موږ به دلته تر نسلونو پورې یو. موږ نورو ته اړتیا نه لرو چې زموږ لپاره جګړه وکړي.

لوګن: دلته خلک وایي، که امریکا له افغانستانه ووتله، نو ستاسې حکومت به په درې ورځو کې وپرځول شي.

اشرف غني: د سرچینو او امکاناتو له مخې، دوی بالکل رښتیا وایي. موږ نه شو کولی د امریکا له ملاتړه پرته شپږ میاشتې خپل پوځ وساتو.

لوګن: ستاسې مطلب دی چې د امریکا له ملاتړه پرته ستاسې پوځ په شپږو میاشتو کې له منځه ځي؟

اشرف غني: هو، ځکه موږ پیسې نه لرو. د افغانستان د دفاعي بودیجې نوي سلنه د امریکایي مالیه ورکوونکو له پیسو جوړېږي چې د کال څلور میلیارد ډالره کېږي. تراوسه دېرش میلیارده د دې هېواد پر رغولو لګېدلي دي. اوسنی له شوره ډک ښار پخوا ویرانه وه. خو د اوس په پرتله حالات پخوا دومره له خطره ډک نه وو. ډېرو امنیتي پوستو د کابل ښار ټرافیکي سیسټم ګډوډ کړی دی. موږ د دې فلم جوړولو په موخه ښار ته تللي وو، خو د ګرځېدو په مهال له ستر کړاو سره مخ شوو. د تروریزم ضد غښتلې قطعه یوازې د اوسنیو حالاتو په رښتینې معنا پوهېږي.

نوې ستراتېژۍ او افغانستان ته د نویو امریکایي پوځیانو راتګ پاکستان وارخطا کړی دی، ځکه دوی تروریستانو ته پناه ځایونه ورکوي. جنرال نیکولسن باور لري چې د امریکا نوې ستراتېژي او پر پاکستان فشار به دا جګړه ختمه کړي، خو دا خبره په افغانستان کې پخوانیو امریکایي جنرالانو هم کړې وه.

لوګن: آیا تاسې ټول هغه لرئ چې اړتیا ورته لرئ؟

نیکولسن: هو، د نوې پالیسۍ سربېره.

لوګن: همدومره؟ یعنې نورو امکاناتو ته اړتیا نه لرئ؟ همدا کولی شي تاسې سره مرسته وکړي؟

نیکولسن: هو، همدومره. دا پالیسي کولی شي چې موږ ته بریا را په برخه کړي.

لوګن: په تېرو شپاړلسو کلونو کې یو طالب قوماندان هم القاعده نه ده غندلې او یا یې په عامه توګه افغان اساسي قانون منلی دی.

نیکولسن: په شخصي توګه دوی دا هر څه مني.

لوګن: خو دوی وایي چې په عامه توګه به یې و نه مني.

نیکولسن: زه تاسې سره موافق یم.

لوګن: سمه ده. په تېرو ډېرو کلونو کې خلکو هڅه وکړه طالبان د خبرو اترو مېز ته راولي، دوی ولې ونه توانېدل؟

نیکولسن: زه باور لرم طالبانو فکر کاوه چې دوی به جګړه وګټي. دوی فکر کاوه چې په افغانستان کې يې د بریا لپاره خپله اراده له لاسه ورکړې ده، ځکه له ۲۰۰۹ كال راهیسې کله چې موږ د ځواکونو د زیاتولو پرېکړه وکړه، نو په عین حال کې مو د وتلو نېټه هم روښانه کړه. کله چې موږ نېټه اعلان کړه، نو طالبانو ویل چې ولې باید د خبرو اترو مېز ته راشو.

لوګن: موږ امریکایي وګړو ته وایو چې طالبانو اسامه بن لادن او القاعده سره مرسته کړې وه. اوس چې موږ دوی نه شو ماتولی، نو ځکه باید دوی سره خبرې وکړو او په حکومت کې یې داخل کړو.

نیکولسن: نه، موږ دوی په لوړ شمېر کې وژنو. دوی یا باید خپلې وسلې پر ځمکې کېږدي او د افغانستان د راتلونکي لپاره د دې ټولنې برخه شي او خپلو ځانونو او اولادونو لپاره سوکاله ژوند جوړ کړي، یا به وژل کېږي.

لوګن: امریکایان بیا بل نظر لري. هغوی وایي چې موږ په افغانستان کې یوه نیمه لسیزه تېره کړه، همدومره بس دی، اوس باید خپلو کورونو ته راشئ.

نیکولسن: په تېرو شپاړلسو کلونو کې پر امریکا کوم برید نه دی شوی، په ځانګړي ډول له افغانستانه خو بېخي کوم برید نه دی شوی.

لوګن: په امریکا کې ډېری خلک پر دې باور نه کوي ګوندې تروریستان دې له افغانستانه راشي او پر موږ دې برید وکړي. د دې برعکس، دوی له دې وېرېږي چې یو کس له کوم تمځایه ټرک کرایه کړي او د خلکو ګڼه ګوڼه کې به پرې د خلکو ژوند واخلي.

نیکولسن:  دا بله مسئله راپورته کوي. موږ باید دا ایډیالوژي ماته کړو. که په افغانستان کې جنګ وبایلو، یا له افغانستانه ووځو، په دواړو حالاتو کې به یې بیه تاوان ډېر زیات وي. ولې؟ ځکه دا به جهادي ایډیالوژۍ په نړیواله کچه زړوره کړي. دوی به په دې ډول وهڅول شي چې د خپلې بریا په اړه خپل تصور پیاوړی کړي. زما په نظر په افغانستان کې د ناکامۍ بیه د زغم وړ نه ده. جنرال نیکولسن موږ ته وویل چې کوښښ کوي په راتلونکو دوو کلونو کې ستر بدلونونه راولي. خو پر دې خبرې باور کول ستونزمن کار دی، په ځانګړي ډول په داسې ښار کې چې دښمنانو په کې امریکایي پوځیان اړ کړي چې له وېرې سړکونه پرېږدي او اسمان ته پورته شي.

 

دا وګورئ

د کابل فاتحان؛ ټلواله که سي آی اې؟

ژباړن:حيدر جنرال ګاري شرون پنجشېر ته ۱۰ ميليونه ډالر يوړل. سي آی اې په پنجشېر ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *