دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / واشنګټن پوسټ: له طالبانو سره د مسکو اړیکې له مجاهدینو سره د امریکا اړیکو ته ورته دي

واشنګټن پوسټ: له طالبانو سره د مسکو اړیکې له مجاهدینو سره د امریکا اړیکو ته ورته دي

 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هندي ډيپلوماټانو ته ویلي و چې مسکو له طالبانو سره د ډيپلوماټیکو اړیکو ملاتړ کوي

له طالبانو سره د سولې خبرې به منځنۍ اسیا ته د ورپېښې ترینګلتیا له کمولو سره مرسته وکړي (سرګي لاوروف)

واشنګټن – واشنګټن پوسټ له طالبانو سره د روسیې د اړیکو په اړه لیکي، په تېرې ډسمبر مياشت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هندي ډ‎يپلوماټانو ته ویلي و چې مسکو له طالبانو سره د ډيپلوماټیکو اړیکو ملاتړ کوي.

واشنګټن پوسټ پوښتي، ولې لاوروف په ښکاره او په ډاګه دا اعلان کوي؟

د ده دلیل دا دی چې د سولې هر ډول افغان خبرې اترې د طالبانو له ګډون پرته ناشونې دي او زیاتوي چې له طالبانو سره خبرې به منځنۍ اسیا ته د ورپېښې ترینګلتیا له کمولو سره مرسته وکړي.

د مقالې لیکوال لیکي، له طالبانو سره د روسیې دا ډيپلوماټیکه ښکېلتیا له بنسټ پالو اسلامي سازمانونو سره نړیوال اصول ننګوي.

خو واشنګټن پوسټ زیاتوي، د مسکو ملاتړ هغه څه ته ورته دی چې پخوا واشنګټن له هغو اسلامي جنګیالیو (مجاهدینو) کاوه چې د کابل له حکومت سره جنګېدل.

ښايي تګلاره دا وي چې مسکو د خپل چلند په اړه نړیوال توافق ومومي او د امریکا له تېر وخت سره خپل ځان وتلي.

خو ورځپاڼه دا تګلاره له دوه مخۍ سره ملګرې بولي، ځکه روسیه له ۲۰۰۷م کال راهیسې طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، خو بیا هم له طالبانو سره نارسمي ډيپلوماټیکې اړیکې ساتي.

دا وګورئ

ملي مشارکت ګوند: تش په نوم رهبران د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهي

  په افغانستان کې روان وضعیت له بل هر وخت څخه ډېر بحراني شوى، اړتیا ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *