دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / اردوغان: په سوریه کې جوړېدونکی پوله ساتی ځواک به تر جوړېدلو مخکې له منځه يوسم

اردوغان: په سوریه کې جوړېدونکی پوله ساتی ځواک به تر جوړېدلو مخکې له منځه يوسم

 

د دې ځواک جوړېدل د سوريې پر ځمکنۍ بشپړتیا ګوزار او د امریکا ورانوونکی سیاست دی (د سوریې حکومت)

انقره – د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، هغه ځواکونه به وځپي چې امریکا یې د دغه هېواد له پولې سره په سوریه کې جوړوي.

اردوغان د دوشنبې په ورځ وویل، د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو د روزنې هڅه او د دغه پوله ساتي ځواک جوړېدل به په نطفه کې شنډ کړي.

نوموړي دا ځواک د ترور پوځ وباله.

په انقره کې یوه لاریون ته د وینا په مهال اردوغان واشنګټن د داسې پوځ پر جوړولو تورن کړ چې پر ترکیې برید ته تیار دی.

ترکیې مخکې هم دا پلان په سختو ټکو غندلی دی، ځکه په دې ځواک کې به زیاته ونډه د کرد جنګیالیو وي.

ترکیه دغه جنګیالي په پي کې کې کارګر ګوند پورې تړلي بولي چې له کلونو راهیسې له دغه هېواده د کورواکۍ اخیستلو لپاره له پوځ سره ښکېل دي.

څو ورځې مخکې د امریکا په مشرۍ د اسلامي دولت ضد ټلوالې ویاند ډګروال تامس د پوله ساتي ځواک د جوړولو خبره وکړه.

هغه وویل، دمګړۍ ۲۳۰ کسان لومړنۍ زده كړې کوي او غواړي شمېر یې ۳۰ زرو ته ورسېږي.

دا ۳۰ زره عرب او کرد جنګیالي به د سوریې پر پوله امنیت ساتي او څو کاله به هلته فعال وي.

د سوریې حکومت هم د دې ځواک جوړېدل د خپلې خاورې پر بشپړتیا ګوزار او په سیمه کې د امریکا ورانوونکی سیاست بللی.

دمشق د امریکا دا ګام د خپل هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا او نړیوالو قوانیو خلاف ورزي بولي.

دا وګورئ

ملي مشارکت ګوند: تش په نوم رهبران د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهي

  په افغانستان کې روان وضعیت له بل هر وخت څخه ډېر بحراني شوى، اړتیا ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *