دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / نیویارک ټایمز: د امریکا او پاکستان په لانجه کې افغانستان زیان ویني

نیویارک ټایمز: د امریکا او پاکستان په لانجه کې افغانستان زیان ویني

 

د افغانستان وراني د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر تر حملو وروسته نه ده پيل شوې

نیویارک – نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې عنوان يوه مقاله خپره کړې ده، کله چې امریکا او پاکستان له يو بل سره لانجه کوي، زیان ‌یې افغانستان ته رسېږي.

ورځپاڼې د هغو اعتراض کوونکو عکسونه خپاره کړي چې روانه مياشت ‌يې په پېښور کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ عکسونه او د دې هېواد بيرغونه تر پښو لاندې کړي وو.

د ورځپاڼې په وينا، د پاکستان او امریکا ترمنځ لانجو دوه ځلې يوه بل هېواد ته زیان رسولی چې نوم ‌یې افغانستان دی.

په مقاله کې راغلي، ډېری څېړونکي په دې باور دي چې د افغانستان وراني د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر تر حملو وروسته نه‎ ده پيل شوې.

د ورځپاڼې په خبره، لومړی ځل د افغانستان ويجاړی ۴۰ کاله مخکې هغه مهال پيل شو چې په ۱۹۷۹ میلادي کال کې يو امریکايي ولسمشر او پاکستاني جنرالان لاس په لاس له خپلو سعودي ملګرو سره چې له ډالرو ډک بکسونه ورسره وو، افغانستان ته ځکه ننوتل چې روسیې او کمونيزم ته به ماتې ورکړي.

خو ظاهري شعار يې دا و چې افغانستان د شوروي اتحاد له اشغاله خلاصوي.

ورځپاڼه لیکي، د افغانانو دوو نسلونو له جګړې پرته بل څه نه‎ دي ليدلي.

سرچينه زياتوي چې د امریکا له پټو لوبو او فشارونو وروسته د دې هېواد اوسنی ولسمشر وايي، امریکا پاکستان ته په احمقانه توګه میلياردونه ډالره مرستې ورکړې چې په بدل کې يې پرته له تېر ايستل کېدو بل هېڅ ترلاسه نه‎ کړل.

دا وګورئ

ملي مشارکت ګوند: تش په نوم رهبران د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهي

  په افغانستان کې روان وضعیت له بل هر وخت څخه ډېر بحراني شوى، اړتیا ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *