دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / د ده يک ولسوالۍ اوسېدونكي: وسله وال طالبان په خلكو په زور سړكونه جوړوي

د ده يک ولسوالۍ اوسېدونكي: وسله وال طالبان په خلكو په زور سړكونه جوړوي

 

ښه ده چې سړک جوړ شي، خو که څوک ور نه شي، طالبان يې بيا پنځه سوه کلدارې جرمانه کوي

غزني ښار – د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې وسله وال طالبان په زور پرې لويې لارې جوړوي.

د غزني د ده يک ولسوالۍ د سليمانزو سيمې اوسېدونکي عيد محمد پژواک ته ويلي چې هره ورځ طالبان يو شمېر خلک اړ کوي، ترڅو له لرو ځايونو جغل راوړي او په لويو لارو کې يې واچوي.

هغه زياته کړې: “ښه ده چې سړک جوړ شي، خو که څوک ور نه شي، طالبان يې بيا پنځه سوه کلدارې جرمانه کوي.”

د عيد محمد په وينا، يو شمېر خلک د کار کولو او يا هم د پيسو ورکولو توان لري، خو ځينې نور خلک بيا ترې عاجزه دي.

د همدې ولسوالۍ بل اوسېدونکي شاه محمد پژواک ته ويلي: “زه تراکتور لرم، پنځه ځلې طالبانو راته وويل چې د سړک لپاره بايد شګه راوړم، خو ماسره د تېلو پيسې نه وې، ايله مې اوس وکولاى شول چې د سړک لپاره شګه راوړم.”

د نوموړي د معلوماتو له مخې، طالبانو د سيلمانزو او بالايي سيمو ترمنځ لوى سړک په خلکو جوړ کړى دى.

د ده يک ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې کړې او ويلي يې دي چې طالبان په زور پرې سړکونه جوړوي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د سړکونو په جوړولو کې دوى پر هېچا زور نه دى کړى.

د هغه په خبره، دغه کار خلک د قومي مشرانو په مشوره کوي، ترڅو د ژمي په موسم کې له ستونزو سره مخ نه شي.

د يادونې ده، د غزني د ډېرو ولسواليو لويې لارې تراوسه نه دي جوړې شوې چې له امله يې د ژمي په موسم کې دا لارې د ټرافيکو پر مخ له مرکز غزني سره تړلې وي.

دا وګورئ

ملي مشارکت ګوند: تش په نوم رهبران د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهي

  په افغانستان کې روان وضعیت له بل هر وخت څخه ډېر بحراني شوى، اړتیا ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *