دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / شهلا حق د انتخاباتو کمېسیون د دارالانشا‌ء رياست سرپرسته وټاکل شوه

شهلا حق د انتخاباتو کمېسیون د دارالانشا‌ء رياست سرپرسته وټاکل شوه

ولسمشر غني د تېرې تلې مياشتې په ۲۹مه نېټه د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء مشر امام محمد وريماچ له دندې ګوښه کړ

کابل – د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم له مخې شهلا حق د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء رياست د سرپرستې په توګه وټاکل شوه.

ولسمشر غني د روان لمريز کال د تلې مياشتې په ۲۹مه نېټه د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء مشر امام محمد وريماچ له دندې ګوښه کړ.

ولسمشر ته د انتخاباتو خپلواک کمېسيون په وړانديز شوي ليک کې راغلي، لکه څنګه چې دغه عالي مقام په جريان کې دی، ياد شوی کمېسيون په حساس پړاو کې او د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره پر چمتووالي سخت مصروف دی، نو ځکه دا کمېسيون د دې لپاره چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د اړين تياري، اجرايي او اداري چارو په پرمخ بېولو کې خنډ رامنځته نه شي، د امام محمد وريماچ له دندې د لرې کېدو په برخه کې چې د روان لمريز کال په لړم مياشت کې د ۲۷۴۵۶ ګڼې مکتوب له مخې يې غوښتنه شوې وه او دغه راز د دارالانشا‌ء رئيس تر ټاکل کېدو پورې، د دغه رياست د سرپرستې په توګه د ټاکنيزې روزنې د مشرې شهلا حق د ټاکلو په اړه هدايت ورکړئ.

ولسمشر غني په وړانديز شوي ليک کې حکم کړی او ليکلي يې دي: “د انتخاباتو خپلواك کمېسيون د دارالانشاء رياست د مشر تر ټاکلو پورې د امام محمد وريماچ پر ځای د سرپرستې په توګه د دغه کمېسيون د ټاکنيزې روزنې د مشرې شهلا حق ټاکل منظور دي. “

دا وګورئ

ملي مشارکت ګوند: تش په نوم رهبران د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهي

  په افغانستان کې روان وضعیت له بل هر وخت څخه ډېر بحراني شوى، اړتیا ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *