دوشنبه , فبروري 19 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / ولسي جرګه: د کورني سیاسي بحران له حل پرته نړیواله ټولنه د افغانستان ستونزه نه شي حلولای

ولسي جرګه: د کورني سیاسي بحران له حل پرته نړیواله ټولنه د افغانستان ستونزه نه شي حلولای

 

کابل ته د امنیت شورا پلاوي راتګ ښيي چې د هېواد وضعیت له پخوا حساس او کړکېچن شوی او اړتیا ده چې د وضعیت د سمون لپاره کورنۍ او نړیواله اجماع رامنځته شي

کابل – که څه هم افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي راتګ له هرکلي سره مخ شوی، خو د ولسي جرګې غړي د دغه سفر په تړاو بېلابېل نظرونه لري.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي د دغه پلاوي راتګ د افغانستان لپاره ښه فرصت بولي، خو ځينې نور بیا په دې باور دي چې د کورني سیاسي بحران له حل پرته نړیواله ټولنه د افغانستان ستونزه نه شي حلولای.

وکیلان وايي، کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي راتګ ښيي چې د افغانستان وضعیت له پخوا حساس او کړکېچن شوی او اړتیا ده چې د وضعیت د سمون لپاره کورنۍ او نړیواله اجماع رامنځته شي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي چې له دې پلاوي سره یې لیدلي وويل، یاد پلاوي د افغان سولې اوسنۍ هڅې یو اړخیزې وبللې او د روان وضعیت په هکله اندېښمن دى.

دا وګورئ

ملي مشارکت ګوند: تش په نوم رهبران د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهي

  په افغانستان کې روان وضعیت له بل هر وخت څخه ډېر بحراني شوى، اړتیا ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *