چهارشنبه , جنوري 17 2018
کور‌پاڼه / سرمقاله / دغه وحشتونه به تر كومه روان وي؟

دغه وحشتونه به تر كومه روان وي؟

دا ځل امريكايي ځواكونو د ننګرهار په اچين كې پر هغو پاڅونوالو بمباري وكړه چې د داعش پر خلاف را اوچت شوي وو. ظاهراً لومړى د امريكايانو او پاڅونوالو تر منځ پر يو بل ډزې شوې چې يو تن امريكايي عسكر پكې ټپي شوى دى، وروسته جيټان راغلل او پاڅونوال يې بمباري كړل چې ۱۳ تنه په دې بمباري كې وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

دغه وضعه ښيي چې نه يوازې زموږ عام ولس له بهرنيو پوځيانو څخه خوندي نه دى، بلكې افغان امنيتي ځواكونه او د دولت پلوي ملېشه ځواكونه هم د دوى تر بريدونو لاندې راځي او دا لومړى ځل نه دى چې دغسې يوه پېښه منځته راځي.

پخوا هم په لوګر، هلمند، كونړ او ارزګان كې ورته پېښې شوې او د امنيتي ځواكونو پوستې بمباري شوې دي.

د امريكايي ځواكونو او پاڅونوالو تر منځ د سپكو وسلو شخړه هم له ورايه ښكاري چې نه د دواړو لوريو ګټې شريكې دي، نه موخې او ارمانونه. خو د داسې پېښو هغه اصلي سببونه تر ننه پورې روښانه نه شول، يوازې دا ثابته ده چې د دواړو اړخونو لارې بېلې دي. دا چې چارواكي د امريكايي ځواكونو زياتېدو ته څڼې غورځوي او خوښ دي، د هغو دليل هم روښانه دى، دوى خپل برخليك له همدغو بهرنيانو سره غوټه كړى دى او دا زموږ د ولس د بدمرغيو ستر لامل دى.

كله چې پخواني حكومت له امريكا سره د امنيتي تړون د لاسليك په تړاو مشورتي لويه جرګه را وبلله، په جرګه كې د امنيتي تړون پر هغو مادو چې امريكايي پوځيان يې د جرم په صورت كې له عدلي تعقيب څخه خوندي بلل، ډېرې تودې ناندرۍ وشوې، خو له بده مرغه نوي حكومت په لومړۍ ورځ دغه لعنت د ولس غاړې ته ور واچاوه.

امنيتي تړون حكومت لاسليك كړ او د ملي شورا دواړو مجلسونو په پرېكنده اكثريت د تائيد رايه وركړه.

اوس يو شمېر وكيلان د دې تړون لغوه كېدل غواړي. واقعيت دا دى چې حكومت او ملي شورا د ولس په دې قتل عام كې شريك دي، د افغانانو د وينو خون د دوى پر غاړه دى، كه غواړي د دې وينو له درانه پور نه خپلې غاړې خلاصې كړي، يوازينۍ لاره يې دا ده چې تش د خولې اعتراضونه پرېږدي، عملاً دې له امريكا سره د امنيتي تړون او د دوى د ړندو بمباريو په باب بيا غور وكړي، حكومت دې دې ته اړ كړي چې د ولس د سر، مال او ابرو په دفاع كې خپل مسووليت درك كړي.

آخر تر څو به دغه ډول ړندې بمبارۍ او وحشتونه روان وي؟

دا وګورئ

آيا زموږ ستونزه متمركز نظام دى او كه متشتت؟!

ډاكتر عبدالله د امنيت شورا له پلاوي سره په خبرو كې په هېواد كې د ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *