چهارشنبه , جنوري 17 2018
کور‌پاڼه / تحلیل / په نرمه ژبه خونړى پيغام!

په نرمه ژبه خونړى پيغام!

م، شفیقي

د ۲۰۱۱ز. د سپټمبر ۱۱مې پېښې د هرې ورځې په تېرېدو اندېښنې زياتولې، د پېښې تور چې پر القاعده پورې شو نو د افغانانو اندېښنې سل چنده زياتې شوې، د سپټمبر په وروستيو كې يوه ورځ د محمد امين مدقق زنګ راغى، را ته كړل يې چې سهار په اتو بجو به اسلام آباد ته ځو او د امريكا له سفيرې سره به وينو.

مدقق صيب په پېښور كې د امريكا په قنسلګرۍ كې دنده درلوده، له ما سره يې د پخوانيو سترګو پالنه وه، د ده له دې پيغام سره زما زړه را ته ويل چې هغه خطرناكې شيبې لكه چې را ورسېدې، امريكا بريد كوي. طالبانو د اسامه بن لادن له سپارلو انكار كړى ؤ، امريكا يو دروند ګوزار خوړلى او غرور يې مات شوى ؤ ځكه يې د خطرناك ګوزار انتظار كېدو.

د طالبانو مخالفو لوريو ګوړې ماتولې، هغه څه پېښ شول چې چا يې تصور نشو كولاى.

په هر صورت سبا ته په هشنغرۍ كې د وعدې پر ځاى را ټول شوو او په يوه پلاينګكوچ كې د اسلام په لور وخوځېدو. زما او مدقق صيب پرته د امريكا غږ خبريالان اكرام شينوارى او عبدالحى ورشان، د وحدت ورځپاڼې خبريال عنايت الحق ياسيني چې اوس له بي بي سي سره دى، همدغسې تاج ملي چې د امريكا په قنسلګرۍ كې يې دنده وه د دې سفر ملګري وو. پر لاره مو پر دې تبصرې وې چې د امريكا سفيره به خامخا څه خاص پيغام لري، په پېښور كې د رسنيو استازي او مسوولين نو نور د دوى څه په درد خوړل. مزل مو په خپل اختيار ؤ، چېرته يوه پياله چاى او چېرته كېنو را واخلو، د هېواد د راتلونكې په باب اټكلونه  له هر لوري د اندېښنې وړ دي.

موږ هر يوه ځانونه مركې او پوښتنو ته چمتو كړى ؤ، ما خو پر څو پوښتنو فكر كړى ؤ. ښايي شاوخوا ۱۱ نيمې بجې به وې چې د امريكا پر سفارت ورننوتو.

دا زما لومړى ځل ؤ چې دې سفارت ته ورتلم په لويه پراخه ساحه كې جګې ونې ولاړې، پراخ سړكونه او امنيتي دروازې يې له ورايه وايي چې دا د نړۍ د لوى ځواك سفارت دى، ګواكي هغه د «كولن پاول» خبره ريښتيا ده د سفارت پر دروازه ليكلي نه دي خو هر څوك دننه دا احساسوي چې دا د نړۍ د يوازيني لوى ځواك سفارت دى.

موږ وړاندې د جګو ونو تر سيوري لاندې په يوه صفه كېناستلو، ښايي دوې درې دقيقې وروسته وينډي چمبرلين په اسلام آباد كې د امريكا سفيره راغله، له ستړي مشو وروسته سمدستي يو پياله چاى او يو يو بسكټ د هر يوه مخې ته كېښودل شول.

سفيرې په موسكا موسكا په لنډو ټكيو كې لومړى زموږ له ورتګ مننه وكړه، بيا يې دوه درې ځلې دغه خبره تكرار كړه چې امريكا له افغان ولس سره هېڅ دښمني نه لري، امريكا له افغان ولس سره ښې اړيكې غواړي او خواخوږي ور سره لري!!

بس له دې خبرې سره هغه بېرته جګه شوه، معنا دا چې د دې پيغام همدغه خبره وه، چې معنا يې روښانه وه، موږ خو د مركو او اوږدو پوښتنو او ځوابونو په تمه وو. ما د مدقق صيب په مرسته ور سره په تلو تلو كې ترې وپوښتل چې ستاسو له خبرو داسې ښكاري چې پر افغانستان يرغل كوئ، كه د طالبانو امارت له منځه يوسئ چې د هېواد په ډېره برخه كې يې نسبي امنيت را وستلى او بيا وضعه تر دې خرابه شي، آيا پړه به يې د امريكا پر غاړه نه وي؟ هغې لنډ ځواب راكړ: دا له وخته مخكې پوښتنه ده. چې كله داسې پېښ شول بيا دا پوښتنه كوه! د هغې هوډ دا ښودله چې نورې خبرې و نه كړي، ځان يې ويوست او موږ په ډاګ پاتې شوو، د ګوتو په شمار ورځې نه وې تېرې چې د هېواد په فضا كې د B52 الوتكو ګړزهار پيل شو، افغان ولس يو بل اور ته ولوېدو چې تر ننه پكې پروت دى.

اوس له هغه وخته ۱۷ كاله تېر شوي دي، امريكا پر افغانستان يرغل وكړ د طالبانو امارت يې له منځه يووړ، خو د هر روغ ضمير قضاوت دا دى چې نن د طالبانو تر مهال پر افغانانو لس چنده بده ورځ راغلې، هغه مهال يوه ستونزه وه چې د حل هيله يې وه، نن له بده مرغه اختلافونه ناسور شوي دي، ځكه چې د نړۍ يوازيني لوى ځواك زموږ مظلوم ولس د خپلو لويو لوبو او سياليو لپاره د جګړو او مرګونو پر ډګر بدل كړى دى. پردى پوځ زموږ پر ځمكه او فضا حاكم دى.

اوس موږ له كوم امريكايي خپل حساب وغواړو چې ولې مو زموږ په لكونو انسانان ووژل، ولې مو كور په كور د بديو اور را ته بل كړ، ولې مو په دومره سترو ماتمونو واړولو؟! او آيا د داسې پوښتنې واك لرو؟!

دا وګورئ

پاكستان؛ له نيابتي تر مخامخ جګړې

ع، وطندار له پاكستان سره د افغانستان اوسنۍ ناخوالې او اختلافات د انګرېزانو د رذيلانه ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *