چهارشنبه , جنوري 17 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / بهرنيو ځواكونو په اچين کې ۱۳ ولسي پاڅون کوونکي ووژل

بهرنيو ځواكونو په اچين کې ۱۳ ولسي پاڅون کوونکي ووژل

د پاڅون کوونکو او بهرنيو ځواکونو ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته ډزې وشوې او بيا دغو ځواکونو پر ولسي پاڅون کوونکو هوايي برید وكړ (ځايي اوسېدونکي)

په پېښه کې زيات شمېر پاڅون کوونکي ټپيان شوي هم دي، خو بهرنيو ځواکونو له ځانه سره نامعلوم ځای ته انتقال کړي (قومي مشران)

د سيمې خلک له حکومت څخه د يادې پېښې د عاملينو د تعقيب غوښتنه کوي، خو د ننګرهار د والي ویاند وایي چې په اړه يې څېړنې روانې دي

جلال اباد – بهرنیو ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار د اچين ولسوالۍ د مامندرې اړوند په سنځلۍ سيمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر يوې پوستې هوايي بريد وکړ چې په نتيجه کې يې ۱۳ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او زيات شمېر نور ټپيان دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، لومړى د پاڅون کوونکو او بهرنيو ځواکونو ترمنځ پر يو بل د سپکو وسلو ډزې پيل وشوې، خو شېبه وروسته بيا بهرنيو ځواکونو د پاڅون کوونکو پر پوستې هوايي بريد وکړ چې په نتيجه کې يې ۱۳ ولسي پاڅون کوونکي ووژل شول.

د ځايي اوسېدونکو په وينا، پر بهرنیو ځواکونو د نفوذي کسانو د ډزو له امله دغو ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل لور ته قومي مشران وايي چې په پېښه کې زيات شمېر پاڅون کوونکي ټپيان شوي هم دي، خو بهرنيو ځواکونو دا کسان له ځانه سره نامعلوم ځای ته انتقال کړي دي.

د شان پاچا په نوم قومي مشر وويل چې سيمه د بهرنيو ځواکونو له لوري کلابنده ده او عامو خلکو او افغان ځواکونو ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.

په ورته مهال د څو تنو وژل شويو کسانو د کورنۍ غړي وايي چې د مشرانو تر وژل کېدو وروسته هېڅوک د سرپرستۍ او د ګټې وټې لپاره نه لري.

بل پلو د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼى په اچين کې د بهرنيو ځواکونو له لوري پر پاڅون کوونکو د هوايي بريد ترسره کېدل تاييدوي او زياتوي چې د دې پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې پر پاڅون کوونکو دغه هوايي بريد داسې مهال ترسره کېږي چې تر دې وړاندې په بېلابېلو ولايتونو کې د ورته بريدونو په مهال ډېر کله ولسي خلک او افغان ځواکونه هم په نښه شوي دي.

دا وګورئ

واشنګټن پوسټ: له طالبانو سره د مسکو اړیکې له مجاهدینو سره د امریکا اړیکو ته ورته دي

  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هندي ډ‎يپلوماټانو ته ویلي و چې مسکو له ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *