چهارشنبه , جنوري 17 2018
کور‌پاڼه / افغانستان / پخوانی ولسمشر حامد کرزی: له ترهګرو ډلو د پاكستان د ملاتړ موضوع ته امريكا پاملرنه نه كوله

پخوانی ولسمشر حامد کرزی: له ترهګرو ډلو د پاكستان د ملاتړ موضوع ته امريكا پاملرنه نه كوله

 

هر ځل مې چې له ترهګرۍ د پاکستان د ملاتړ موضوع له امریکا سره شریکوله، امریکايي چارواکو یې په وړاندې دلایل ویل

له ترهګرو ډلو د پاکستان د ملاتړ پای ته رسول به د کابل او اسلام اباد اړیکې بېرته ورغوي

ویانا – د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې اتریش ته په یوه رسمي سفر تللی، د پاکستان په وړاندې د امریکا د ولسمشر د وروستي دریځ ستاینه کوي.

هغه چې په ویانا کې يې له یو شمېر خبریالانو سره خبرې کولې وویل، له ترهګرو ډلو د پاکستان د ملاتړ موضوع یې په تېرو پنځلسو کلونو کې د خپل حکومت په مهال د امریکا له ولسمشرانو بارك اوباما او جورج ډبليو بوش او یو شمېر نورو امریکایي سیاستوالو سره مطرح کړې، خو هغوی په دې برخه کې لېوالتیا نه درلوده او هر ځل یې دلایل وړاندې کول.

حامد کرزی وایي، هیله لري چې د پاکستان په اړه د امریکا دغه تصمیم عملي بڼه غوره کړي او په دې ډول اسلام اباد د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

پخوانی ولسمشر زياتوي: “ما دغه موضوع څو ځله د امریکا له ولسمشرانو او سیاستوالو سره مطرح کړې چې پاکستان له ترهګرۍ د وسیلې په توګه کار اخلي، خو امریکایي چارواکو دا موضوع جدي نه نیوله او دې مسئلې ته یې پام نه کاوه، هغوی ځینې وخت راته هو او نه ویل، خو دوی د دې لپاره چې کار ترسره نه کړي، دلایل وړاندې کول، زه د ډونالډ ټرمپ له دریځ څخه د یوه پیغام په حیث هرکلی کوم، خو په دې برخه کې د اقدام په تمه یم او اقدام یو ښه پرمختګ دی.”

حامد کرزی همدارنګه هیله ښيي چې له ترهګرو ډلو د پاکستان د ملاتړ پای ته رسول به د کابل او اسلام اباد اړیکې بېرته ورغوي او دواړه هېوادونه به د سولې په فضا کې ژوند وکړي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې افغانستان باید د نورو هېوادونو د رقابت پر ځای د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په نقطې بدل شي.

دا وګورئ

واشنګټن پوسټ: له طالبانو سره د مسکو اړیکې له مجاهدینو سره د امریکا اړیکو ته ورته دي

  د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هندي ډ‎يپلوماټانو ته ویلي و چې مسکو له ...

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *